Azam Shinwari Engineering Services

Azam Shinwari Engineering Services BUILDING TOMORROW WITH ENGINEERING EXCELLENCE

📢 د GIS مسلکي روزنیز کورس پیل!السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!اعظم شینواري انجنیری خدمتونه ویاړي چې د انجنیري او ساختمان...
11/07/2026

📢 د GIS مسلکي روزنیز کورس پیل!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

اعظم شینواري انجنیری خدمتونه ویاړي چې د انجنیري او ساختماني خدمتونو ترڅنګ، د ځوانو انجنیرانو او محصلینو لپاره د GIS (Geographic Information System) مسلکي روزنیز کورس زمینه برابروي.
دا کورس به په انلاین بڼه وې او په دې کورس کې به GIS په عملي ډول محترمو انجنیرانو ته زده کېږي، چې د انجنیري، ښاري پلان جوړونې، سروې، چاپېریال، اوبو رسونې او نورو برخو کې ترې پراخه استفاده کېږي.
دا کورس به د مجرب انجنیر قاري ساحل شینواري لخوا وړاندې کېږي.

که غواړئ خپل تخنیکي مهارتونه لوړ کړئ او GIS په مسلکي ډول زده کړئ، له دې فرصت څخه ګټه واخلئ.

📞 د نوم‌لیکنې او معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ.
WhatsApp
+93748628003
+923710162608
اعظم شینواری انجنیری خدمتونه

هغه ټکې چی په ګدام کی د سمنټو د کیفیت او مقاومت د ساتلو لپاره ډیر اړین دې1- سمنټ په وچ او د رطوبت څخه خوندي ګودام کې وسا...
06/07/2026

هغه ټکې چی په ګدام کی د سمنټو د کیفیت او مقاومت د ساتلو لپاره ډیر اړین دې
1- سمنټ په وچ او د رطوبت څخه خوندي ګودام کې وساتئ.
2- بوجۍ مستقیم پر ځمکه مه ږدی د ترپال یا پلاستک پر سر یې کېږدئ.
3-له دیوال څخه لږ تر لږه ۳۰ سانتي متره فاصله وساتئ.
4-د امبار لوړوالی له ۱۰ بوجیو څخه زیات مه کوئ، او د اوږدې مودې ذخیرې لپاره ۶–۸ بوجۍ غوره دي.
5- هغه سمنټ چې لومړی راغلی وي، هماغه لومړی وکاروئ (FIFO).
6- هڅه وکړئ سمنټ تر ۳ میاشتو پورې وکارول شي. د سمنټو ساتل تر یوه کال د %50 مقاومت د کمیدو عامل کیږې.

یادونه: د سمنټو ډېر لوړ امبار د لاندې بوجیو د فشار، کلکېدو او د کیفیت د کمېدو لامل ګرځي. د ښه ساختمان بنسټ د معیاري موادو او سمې ذخیرې څخه پیلېږي.

اعظم شینواری انجنیری خدمتونه

13/05/2026
په هیواد کې د کورونو او ودانیو جوړولو ته اجازه ورکول یو مثبت او د ستاینې وړ اقدام دی، خو تر څنګ یې څو مهم ټکي هم باید له...
20/04/2026

په هیواد کې د کورونو او ودانیو جوړولو ته اجازه ورکول یو مثبت او د ستاینې وړ اقدام دی، خو تر څنګ یې څو مهم ټکي هم باید له پامه ونه غورځول شي:

لومړی: کله چې یوه وداني جوړېږي، باید هم اقتصادي وي او هم د اسانتیاوو تر څنګ قوي او معیاري وي. دا کار یوازې د مسلکي انجنیر له لوري د سم ډیزاین او نظارت په وسیله ممکن دی.
نو مهرباني وکړئ خپل کورونه یوازې د لږ فیس لپاره غیری مسلکی اشخاصو ته مه سپارئ، ځکه دا کار نه یوازې ستاسو د سرمایې د ضایع کېدو لامل کېږي، بلکې د ودانۍ کیفیت هم ټیټوي.

په یاد ولرئ چی معیاري ډیزاین ستاسو د خوندي راتلونکی تضمین کوې.

اعظم شینواری انجنیري خدمتونه، د مجرب او مسلکي ټیم په لرلو سره، ستاسو د باور وړ ملګری دی

د هرې ساختماني پروژې بریالیتوب یوازې په جوړولو نه، بلکې په دقیق تخنیکي نظارت، د کیفیت کنټرول، او د معیارونو په مراعت کول...
07/04/2026

د هرې ساختماني پروژې بریالیتوب یوازې په جوړولو نه، بلکې په دقیق تخنیکي نظارت، د کیفیت کنټرول، او د معیارونو په مراعت کولو پورې تړلی دی. موږ هڅه کوو چې هره پروژه د انجنیري اصولو، ټاکل شوي ډیزاین، او معیاري ساختماني موادو په اساس پر مخ یوسو، څو پایله یې دوامداره، خوندي او د باور وړ وي.
په نظارت کې مهم ټکي:
د کار کیفیت کنټرول.
د نقشې مطابق تطبیق.
د ساختماني موادو ارزونه.
د وخت او لګښت مدیریت.
د ساختماني معیارونو مراعت.
ستاسې د باور وړ ساختماني همکار
اعظم شینواری انجنیري خدمتونه

که د کور، مارکیټ، ښارګوټی او یا بلی هری ساختمانی پروژی د جوړولو پلان لری نو مونږ دلته یو څو ستاسی پروژی ستاسی د مالی توا...
23/03/2026

که د کور، مارکیټ، ښارګوټی او یا بلی هری ساختمانی پروژی د جوړولو پلان لری نو مونږ دلته یو څو ستاسی پروژی ستاسی د مالی توان، اړتیا او خوښی مطابق په عصری او معیاری ډول ډیزاین او عملي کړو.
ښه نقشه د ښه ژوند پیل دی.

په افغانستان کې ډېری خلک د خپل عاید لویه برخه د کورپه جوړولو مصرفوي، خو اکثره وخت دا کار د مسلکي انجنیرانو پر ځای د محلي...
18/03/2026

په افغانستان کې ډېری خلک د خپل عاید لویه برخه د کورپه جوړولو مصرفوي، خو اکثره وخت دا کار د مسلکي انجنیرانو پر ځای د محلي کاریګرو او ټیکه‌دارانو له خوا ترسره کېږي، چې وروسته تخنیکي او مالي ستونزې رامنځته کوي.
کله چې کور د مسلکي نقشې او تخنیکي محاسبې پر بنسټ جوړ نه شي، د ودانۍ کمزوری جوړښت، د سیخ او کانکریټ ناسم استعمال، د موادو ضایع کېدل، د لګښت زیاتوالی او د درزونو خطر پیدا کېږي.
کور جوړول یوازې دیوالونه او چت نه دي؛ بلکې د خوب خونې، پخلنځي، د ناستې خونې، رڼا، هوا او د فضاوو مناسب ترتیب هم د ارام او سالم ژوند لپاره مهم دي. همدارنګه د بنسټ، ستنو او چت سیخبندي باید د معیاري اصولو له مخې ترسره شي، ځکه کوچنۍ تخنیکي تېروتنه هم جدي ستونزې جوړولی شي.
موږ د مسلکي انجنیرانو له لارې د کورونو ډیزاین، نقشې، تخنیکي محاسبې، مشورې او نظارت ترسره کوو، څو ستاسو کور په معیاري، خوندي او اقتصادي ډول جوړ شي.
که غواړئ خپل کور په فکر، پلان او معیار سره جوړ کړئ، له موږ سره اړیکه ونیسئ

Address

3rd Floor, Golden Business Center, Beside Agriculture Directorate, 4th District, Nangarhar
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Azam Shinwari Engineering Services posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share