Saqib Amin Trading co.,Ltd ثاقب امین تجارت شرکت

Saqib Amin Trading co.,Ltd ثاقب امین تجارت شرکت Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Saqib Amin Trading co.,Ltd ثاقب امین تجارت شرکت, Metal Fabricator, 1st Add: Back of Sherindal sehat Plaza , 2nd Add: along side with gulab sehat plaza, Jalalabad.

نن دثاقب امین تجارتی شرکت ریس او د ګول سیخ د اتحادیی (صنف)  مشر حاجی امین خان" توخي"  د ننګرهار ښاروال، محترم قاري بلال،...
29/01/2026

نن دثاقب امین تجارتی شرکت ریس او د ګول سیخ د اتحادیی (صنف) مشر حاجی امین خان" توخي" د ننګرهار ښاروال، محترم قاري بلال، سره لیدنه ترسره کړه،

په دې لیدنه کې د ګول سیخ‌ فروشانو د کاري وضعیت، د ښار په کچه د سوداګریزو فعالیتونو د تنظیم، او د اړوندو ستونزو او همکارۍ پر لارو چارو خبرې وشوې، د صنف مشرتابه د ښاروال د ترسره شوو چارو او هڅو ستاینه وکړه او د درناوي په توګه یې نوموړي ته پګړۍ ور وتړله.

ښاروال قاري بلال د صنف د مشرتابه د لیدنې او درناوي هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د ښاروالۍ په چوکاټ کې به د قانوني امکاناتو له مخې د سوداګرو او سیخ‌فروشانو د ستونزو د حل لپاره لازمې همکارۍ ترسره شي.

د ګول سیخ د صنف د رئیس د رسمي پېژندپاڼې (کارډ) د صادرېدو په اړه !!د جلال‌اباد ښار د کسبګرو او هټیوالو خونې تر چتر لاندې ...
24/01/2026

د ګول سیخ د صنف د رئیس د رسمي پېژندپاڼې (کارډ) د صادرېدو په اړه !!

د جلال‌اباد ښار د کسبګرو او هټیوالو خونې تر چتر لاندې د ګول سیخ د صنف د تشکیلاتو د بشپړېدو په لړ کې، د صنف رئیس، حاجي امین خان «توخي»، ته رسمي پېژندپاڼه (کارډ) وسپارل شو!

یاده پېژندپاڼه (کارډ) د ننګرهار د کسبګرو او هټیوالو خونې له‌خوا د رسمي اسنادو له مخې صادر شو، چې پکې د صنف د رئیس هویت، دنده او رسمي اړیکې درج دي! دغه کارډ به د صنف د رسمي فعالیتونو، ادارو سره د همغږۍ او د صنف د غړو د استازیتوب لپاره کارول کېږي.

د ګول سیخ صنف مشرتابه د کسبګرو او هټیوالو خونې له ریاست څخه د همکارۍ او ملاتړ مننه کوي او ډاډ ورکوي چې د صنف ټولې چارې به د اصولو، شفافیت او قانوني چوکاټ په رڼا کې پر مخ وړل کېږي

د جلال‌اباد ښار محترمو سیخ پلورونکو او درنو همکارانو د پام وړ!نن د جلال اباد ښار د کسبګرو او هټیوالو خونې تر چتر لاندې د...
19/01/2026

د جلال‌اباد ښار محترمو سیخ پلورونکو او درنو همکارانو د پام وړ!
نن د جلال اباد ښار د کسبګرو او هټیوالو خونې تر چتر لاندې د ګول سیخ د اتحادیی د جوړیدا په پار غونډه رابلل شوی وه.
غونډه د قران کریم په مبارکو آیاتونو پیل او د ښه راغلاست وینا د کسبګرو او هټیوالو خونې مرستیال وکړه، ورپسی د یادې خونې رئیس ښاغلي بازمحمد ځوانمل وینا وکړه، نوموړي د جلال آباد ښار له سیخ پلورونکو څخه د یادی اتحادیې د جوړیدا په پار مننه وکړه او ددغه اتحادیی د جوړیدو بهیر یې په رسمي ډول اعلان کړ، ښاغلي ځوانمل د سیخ پلورونکو له اتحادیې څخه د ملاتړ د اعلان تر څنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي، حاجی امین خان " توخي "د اتحادیې د رئیس په توګه، حاجي عزت خان''شینواری" د لومړی مرستیال او حاجي امیر خان "توخي "د دوهم مرستیال په توګه د غونډې ګډونوالو ته ور وپیژندل.
د غونډې په پای کې د سیخ پلورونکو د اتحادیې مشر حاجی امین خان توخي د کسبګرو او هټیوالو خونې د رهبري بورډ او د یاد صنف غړو فعالیت کونکو(سیخ فروشانو) څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه، چې لدې وروسته به د هېڅ سیخ پلورنکې حقه حقوق نه پایمالېږي او د ستونزو د رامنځته کیدو په صورت کې به یې غږ مسؤلو چارواکو ته رسوي.

د ختیځ زون ګرانو هیوادوالو ته مهم زېری!           .        نور اړتیا نشته چې د ګول سیخ د کیفیت په اړه فکر وکړۍ تاسو اوس ...
02/12/2025

د ختیځ زون ګرانو هیوادوالو ته مهم زېری! .

نور اړتیا نشته چې د ګول سیخ د کیفیت په اړه فکر وکړۍ تاسو اوس کولی شۍ چی ودان سټیل هم زموږ د ادرس له لارې له ۸ملی څخه تر ۳۶ملی پوری په رسمي ډول ترلاسه کړۍ ،

ودان ګول سیخ د خپلو سختو ازموینو، ثابت وزن، قوي جوړښت له امله د هر ډول ساختماني پروژو لپاره یو اعتماد وړ انتخاب دی.
د کور جوړولو نه نیولې تر لوړو تجارتي پروژو پورې، یاد سیخ خپل قوت ثابت کړې،
موږ دا محصول په مناسب قیمت، پر وخت تسلیمۍ، او مسلکي خدمت سره تاسو ته برابروو.

هو موږ هدف لرو چې تاسو ته یی هم د کیفیت اطمینان درکړو او هم د قیمت.

د خرڅلاو پته: لغمان، زړه هډه – د ګلاب صحت پلازې ترڅنګ، پټهان سرای، جلال‌اباد ښار
اړیکو شمیرې : 0787841992 / 0777624403

Address

1st Add: Back Of Sherindal Sehat Plaza , 2nd Add: Along Side With Gulab Sehat Plaza
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Saqib Amin Trading co.,Ltd ثاقب امین تجارت شرکت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share