Afghan loins

Afghan loins دکرکټ تازه او دقيق معلوماتو لپاره افغان لاينز صفحه تعقيب او خوښه کړۍ.

10/04/2018

سلام ملګرو دغې پاڼې ته مې یو دوه تکړه اډمینان په کار دی؟؟
که مو زړه وی کمېنټ وکړی.

بنګلدیش د انګلستان پر وړاندی نن ماسپښین په ژوندی بڼه له لمر څخه  trpphy
01/06/2017

بنګلدیش د انګلستان پر وړاندی نن ماسپښین په ژوندی بڼه له لمر څخه

trpphy

افغانستان دوېستنډيز پر وړاندې ژوندی بڼه دلمر څخه
28/05/2017

افغانستان دوېستنډيز پر وړاندې ژوندی بڼه دلمر څخه

شپږېزه سیالیو کې ۶۸ بهرني لوبغاړي لیلامېږيد پنجشنبې په ورځ (مۍ ۲۵ مه) به په افغانستان کې په لومړي ځل د کورني کریکټ د شل ...
25/05/2017

شپږېزه سیالیو کې ۶۸ بهرني لوبغاړي لیلامېږي
د پنجشنبې په ورځ (مۍ ۲۵ مه) به په افغانستان کې په لومړي ځل د کورني کریکټ د شل اوریزو سیالیو، شپږیزه جام شپږ لوبډلې ۹۰ کورني او بهرني لوبغاړي وپېري.
دغه سیالي دا ځل د ۶۸ بهرنیو او ۹۷ کورنیو لوبغاړو له ډلې د شاوخوا ۹۶ لوبغاړو د رانیولو بهیر پیلوي.
شپږ لوبډلې واردمخه لوبډلمشران یا کپتانان لري خو نن به هره لوبډله ۱۵ نور لوبغاړي ورخپلوي.
هره لوبډله یوازې درې بهرني او ۱۲ کورني لوبغاړي پر خپل کپتان ورزیاتولی شي.
د لوبغاړو لپاره په ټاکل شوې حق الزحمه کې تر ټولو ټیټه ۵۰ زره افغانۍ ( څه کم زر امریکايي ډالره ) او تر ټولو لوړه ۷۰۰ زره افغانۍ ( څه باندې لس زره امریکايي ډالره ) ټاکل شوې ده خو د لوبډلې لیلام ته په پام سره دغه بیې ښايي په همدې ځای پاتې نه شي او په سیالۍ کې لا پورته شي.
د لوبغاړو په لیلام کې د نړۍ د نهو هېوادونو لوبغاړي شته. تر ټولو ډېر پکې افغان لوبغاړي دي چې ټول ټال پکې ۹۷ لوبغاړي بخت ازمويي.
په بهرنیو هېوادونو کې تر ټولو ډېر د پاکستان دي چې ټول ټال ۲۷ کسه پکې بخت ازمويي او ډېر یې هغه کسان دي چې د ملي لوبډلې فعال غړي دي.
د زمبابوې ۲۰، بنګله دېش ۱۰، هانګ کانګ څلور، د ویسټ انډیز، کانادا او متحد عرب امارات دوه دوه لوبغاړي او د عمان یو کس په دې لیلام کې بخت ازمويي.
د لوبډلو روزونکي ټول بهرنيان دي خو مرستیالان به ورسره افغانان وي.
په بهرنیو لوبغاړو کې ښايي ډېر پام د بنګله دېش تمیم اقبال، عمر قیس ته وي. د پاکستان له ډلې سعید اجمل ، بابر اعظم او ګڼ شمېر پښتانه لوبغاړي چې یاسر شاه، عمر ګل هم پکې دي ښايي د پام وړ واوسي.
د ویسټ انډیز الراونډر ریاد امریت او تیز بالر کیسریک ویلیمز ښايي د ځینو لوبډلو پام ځان ته واړوي.
خو په افغان لوبغاړو ښايي سیالي توده وي.
د افغانستان د ملي لوبډلې درې ستوري په دې سیالیو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا او د افغانستان د کرېکټ بورډ د بندیزونو له امله نشته.
پر شهزاد محمدي د ناقانونه درملو د کارونې تور پورې شوی او د کرېکټ نړیوالې شورا پرې غور کوي چې څومره بندیز پرې ولګوي خو له تېرې یوې میاشتې له لوبو منع شوی دی.
نجیب ترکی او افتاب عالم په کورنیو لوبو کې د دیسپلین د خرابۍ له امله له لوبو منع شوي دي.
خو په نورو لوبغاړو کې اصغر ستانکزی، راشد ارمان، میرویس اشرف، شاپور ځدراڼ، محمد نبي او شیفیق الله شفق واردمخه د کپتانانو په توګه ګمارل شوي دي.
تمه دا ده چې پر نوروز منګل، سمیع الله شینواري، نجیب ځدراڼ او دولت ځدراڼ به د لوبډلو له لورې سخته سیالي وشي او د حق الزحمې پیسې به یې تر هغه چې په پیل کې ورته ټاکل شوې دي، خورا ډېرې وي.
د لیلام دغه بهیر به د بي بي سي په پښتو فېسبوکپاڼه د افغانستان پر وخت د ماښام له شپږ بجې او ۳۰ دقېقو څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د افغانستان او وېسټ انډېز لوبډلو ترمنځ د لوبو مهالوېش:لومړۍ شل اوریزه لوبه د جون میاشتې په دویمه نېټه، د وېست انډېز پر و...
20/05/2017

د افغانستان او وېسټ انډېز لوبډلو ترمنځ د لوبو مهالوېش:
لومړۍ شل اوریزه لوبه د جون میاشتې په دویمه نېټه، د وېست انډېز پر وخت د ماښام ۷ بجې او د افغانستان پر وخت د شپې ۳ نېمې بجې
دویمه شل اوریزه لوبه د جون میاشتې په درېمه نېټه، د وېست انډېز پر وخت د ماښام ۷ بجې او د افغانستان پر وخت د شپې ۳ نېمې بجې.
درېمه شل اوریزه لوبه د جون میاشتې په پنځمه نېټه، د وېست انډېز پر وخت د ماښام ۷ بجې او د افغانستان پر وخت د شپې ۳ نمې بجې.
یادونه: یادې ټولې شل اوریزه لوبې د افغانستان پر وخت د پېشنمي پرمهال ترسره کېږي.
یوورځنې لوبې:
لومړۍ یوورځنې لوبه د جون میاشتې په نهمه نېټه، د وېست انډېز پر وخت د ماسپښین ۲ نېمې بجې او د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱ نېمې بجې
دویمه یوورځنې لوبه د جون میاشتې په یوولسمه نېټه، د وېست انډېز پر وخت د ماسپښین ۲ نېمې بجې او د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱ نېمې بجې
درېمه یوورځنې لوبه د جون میاشتې په څوارلسمه نېټه، د وېست انډېز پر وخت د ماسپښین ۲ نېمې بجې او د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱ نېمې بجې

ویسټنډيز دافغانستان لپاره سکواډ اعلان کړ  FULL SQUADSWEST INDIESCarlos Brathwaite (Captain)Samuel BadreeRonsford BeatonE...
19/05/2017

ویسټنډيز دافغانستان لپاره سکواډ اعلان کړ


FULL SQUADS

WEST INDIES
Carlos Brathwaite (Captain)
Samuel Badree
Ronsford Beaton
Evin Lewis
Jason Mohammed
Sunil Narine
Kieron Pollard
Rovman Powell
Marlon Samuels
Lendl Simmons
Jerome Taylor
Chadwick Walton
Kesrick Williams

west indiens tour schedule
11/05/2017

west indiens tour schedule

بد خبرد کرکټ نړیوالې شورا غونډې افغانستان ته د تست درجه ورنه کړهافغانستان او ایرلېنډ اپریل میاشتې ته پدې تمه وو، چې د کر...
27/04/2017

بد خبر

د کرکټ نړیوالې شورا غونډې افغانستان ته د تست درجه ورنه کړه

افغانستان او ایرلېنډ اپریل میاشتې ته پدې تمه وو، چې د کرکټ نړیواله شورا به په دې میاشت کې په خپله ناسته کې دوی ته د تست درجه ورکړي، خو د دواړو هېوادونو دغه خوبونه په اوبو لاهو شول.

د ای سي سي په ناسته کې ډیری خبرې د هندوستان او اسټرالیا په مادي مسایلو ور ټولې وې او حتې د افغانستان او د ایرلېنډ په اړه بیخي کومه خبره هم یاده نه شوه.

همدا راز د ناستې یو بل مهم ټکی دا هم و چې په نړیواله شورا کې به یوه ښځه هم دنده پیل کوي.

افغانستان په خپلو بې سارو لوبو ای سي سي او د نړۍ ټولې لوبډلې حیرانې کړې دي، ځکه خو د بشپړ عضويت یا غړیتوب لپاره ټول افغانان او کریکټ بورډ شېبې شماري.

اوس باید افغانستان او ایرلېنډ جولای میاشتې ته انتظار اوباسي چې ای سي سي ورته بشپړ غړیتوب ورکوي اوکنه.

Sunrisers Hyderabad: David Warner (c), Shikhar Dhawan, Yuvraj Singh, Deepak Hooda, Ben Cutting, Naman Ojha, Bipul Sharma...
22/04/2017

Sunrisers Hyderabad: David Warner (c), Shikhar Dhawan, Yuvraj Singh, Deepak Hooda, Ben Cutting, Naman Ojha, Bipul Sharma, Rashid Khan, Bhuvneshwar Kumar, Ashish Nehra, Mustafizur Rehman.

مليون کرکټ ليګ: د افغانستان په کورني کرکټ کې تر شپږيزې وروسته دويم لوی او يوازينی خصوصي ليګ  دی چې هر کال د هيواد په سطح...
22/04/2017

مليون کرکټ ليګ:

د افغانستان په کورني کرکټ کې تر شپږيزې وروسته دويم لوی او يوازينی خصوصي ليګ دی چې هر کال د هيواد په سطحه په لاره اچول کېږي. مليون کرکټ ليګ نه په کوم ګوند پورې تړلی او نه تر شا سياسي اهداف لري. د ياد ليګ بڼه تجارتي ده چې ځوانو لوبغاړو ته ذمينه برابروي تر څو د مادي لاسنيوي تر څنګ د هيواد په کچه ځان وځلوي, په خپل استعداد تر ملي لوبډلو ځان ورسوي او بالاخره په نړيوالو ميدانونو کې د هيواد استازيتوب وکړي. نن چې راشد په اي پي ايل کې لوبېږي او مليونونه خلک يې له لوبو خوند اخلي د مليون برکت دی. همدغه مليون ليګ وو چې په کال دوه زره ديارلسم کې يې راشد ته د لوبېدو چانس ورکړ, راشد هم ځان ثابت کړ ملي لوبډلې ته يې لار پېداکړه او ورپسې د خپل استعداد په زور تر اي پي ايل ورسېد او نن يې په نوم اخيستو افغانان افتخار کوي
ټاکل شوې د مليون جام څلورم پړاو لوبې د روانې ميلادې مياشتې د اپريل په 25 د ( سه شنبه ) په ورځ د کابل په نړيوال لوبغالي کې د پينځو لوبډلو تر منځ پيل شي, چې ټولې لوبې به يې د شمشاد نړيوال تلويزون په پرده په ژوندۍ بڼه په ښه کيفيت وښودل شي. د کابل نړيوال ميدان ته راشئ د خپلې خوښې لوبغاړي له نژدۍ وګورئ او له لوبو يې خوند واخلئ

يادونه: دا وار د يوه ټکټ بيه پنځوس افغانۍ ټاکل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، د افغان کرکټ ملي لوبډلې تیز توپ وېشتونکی حمید حسن به ډېر ژر له ملي لوبډلې سره یوځای ...
11/04/2017

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، د افغان کرکټ ملي لوبډلې تیز توپ وېشتونکی حمید حسن به ډېر ژر له ملي لوبډلې سره یوځای شي.
#افغانستان کرکټ بورډ.

Nabi and rashid in orange jersey.
03/04/2017

Nabi and rashid in orange jersey.

Address

Jalalabad
2222

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan loins posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share