12/08/2026
📢 د مسلکي کارکوونکو د استخدام اعلان
د بلخ ولایت د اوقافي سوداګریز مارکېټ پروژه د مسلکي کادر د پیاوړتیا او د چارو د اغېزمن پرمخبیولو په موخه، په لاندې بستونو کې واجد شرایطو کسانو ته اړتیا لري:
۱. د کیفیت انجنیر (Quality Engineer)
• تحصیلي شرایط: لږ تر لږه د اړوندو انجنیري برخو لیسانس.
• کاري تجربه: لږ تر لږه ۷ کاله اړونده مسلکي تجربه د کیفیت د کنټرول او تضمین په برخه کې، په ځانګړي ډول په ساختماني پروژو کې.
• د ساختماني موادو د کیفیت د ارزونې او د کارونو د تخنیکي مشخصاتو، معیارونو او د پروژې د اسنادو مطابق د تطبیق وړتیا.
• د کیفیت د راپورونو، چکلېستونو او د QA/QC اړوندو اسنادو د ترتیب او تنظیم وړتیا.
۲. د ساحې انجنیر (Site Engineer)
• تحصیلي شرایط: لږ تر لږه د ساختماني/ملکي انجنیري یا اړوندې رشتې لیسانس.
• کاري تجربه: لږ تر لږه ۷ کاله اړونده مسلکي تجربه د ساختماني چارو د تطبیق او د ساحې د فعالیتونو د مدیریت په برخه کې.
• د ساختماني چارو د نظارت او همغږۍ، نقشو او تخنیکي مشخصاتو د ارزونې او د ساحوي فعالیتونو د تنظیم وړتیا.
• د تخنیکي راپورونو د ترتیب او د پروژې له اجرائیوي ټیمونو سره د اغېزمنې همغږۍ وړتیا.
۳. د ډیجیټل بازارموندنې مسؤول (Digital Marketing Officer)
• تحصیلات: لږ تر لږه د دولسم ټولګي (۱۲ پاس) سند ولري او د بازارموندنې، مدیریت، اړیکو، معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) یا اړوندو برخو کې مسلکي پوهه او وړتیا ولري.
• کاري تجربه: لږ تر لږه ۲ کاله اړونده مسلکي کاري تجربه د ډیجیټل بازارموندنې (Digital Marketing) په برخه کې ولري.
• مسلکي وړتیاوې: د ټولنیزو شبکو او نورو ډیجیټل پلاتفورمونو له لارې د بازارموندنې فعالیتونو د پلان جوړولو، مدیریت او پراختیا وړتیا ولري او د آنلاین بازارموندنې له وسایلو او طریقو سره ښه بلدتیا ولري.
عمومي شرایط
واجد شرایط کسان کولی شي خپل CV، تحصیلي اسناد او د کاري تجربې د تثبیت اسناد د ۱۴۰۵/۰۵/۳۰ نېټې پورې لاندې برېښنالیک ته واستوي:
📧 [email protected]
د غوښتنلیک د سپارلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۰۵/۳۰
یوازې له هغو واجد شرایطو او اړونده تجربې لرونکو کسانو سره به، د اسنادو له ارزونې وروسته، اړیکه ونیول شي.
د بلخ ولایت د اوقافي سوداګریز مارکېټ پروژه