25/08/2026
مننه او قدردانۍ
موږ له ټولو هغو درنو دوستانو، همکارانو، وطنوالو او رسنیو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې زموږ د فعالیتونو په اړه یې د تشویق، ملاتړ او همکارۍ ترڅنګ، زموږ د موخو او فعالیتونو په اړه یې خپل قدرمن وطنوال هم خبر کړي دي.
ستاسو باور، هڅونه او همکاري زموږ لپاره ډېر ارزښت لري او موږ ته لا ډېر قوت او انګېزه راکوي، څو خپل فعالیتونه په لا ښه، مسوولانه او اغېزمن ډول ترسره کړو.
موږ ژمن یو چې د خپلو امکاناتو تر کچې د هېواد او هېوادوالو د خیر، پرمختګ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو.
یو ځل بیا ستاسو له مخلصانه تشویق، دوامدارې همکارۍ او ملاتړ څخه صمیمانه مننه کوو. ستاسو ملاتړ زموږ لپاره د لا زیاتو خدمتونو د ترسره کولو ستره سرچینه ده.
په درنښت او مننې،