26/06/2025
ایا تاسو پلاستیکي اسفالت یا (Plastic Asphalt) پیژنی؟
د ترانسپورټیشن انجنیری په نړی کی ډیر پرمختګ کړی نوی ټیکنالوژی او مصنوعی زیرکتیا په مرسته په یاده برخه کی د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوی چی یو له هغو پرمختګونو Sustainable and Recyclable Materials in Road Construction دی.
ضایع شوی پلاستیک ټوټه ټوټه کېږي او د ګرم بیتومن (asphalt binder) سره ګډېږي ترڅو پلاستيکی خاصیت لرونکی اسفالټ ورڅخه جوړ شي.
• ګټې:
• د سړک دوام او د اوبو پروړاندې مقاومت زیاتوي.
• د پلاستیک ضایعات کموي او چاپېریال ته تاوان نه رسوي.
• په اوږدمهاله توګه اقتصادي دی.
• دا ډول اسفالټ په هند، انګلستان، او د افریقا او سویلي آسیا په ځینو برخو کې کارول شوی.