Rashid E.Engineering Services

Rashid E.Engineering Services Rashid E.Engineering Services
د برېښنا،سولر،آیرکندیشن
سیستمونو ډیزاین نصب ساتنه
واټساپ:93773497817+

ډېری درانه پیرودونکي فکر کوي چې ایرکنډیشن یاA/Cيوازې په اوړي کې د کوټې د یخوالو لپاره کاریږي!اما حقیقت دا دی چې مدرن او ...
02/10/2026

ډېری درانه پیرودونکي فکر کوي چې ایرکنډیشن یاA/Cيوازې په اوړي کې د کوټې د یخوالو لپاره کاریږي!
اما حقیقت دا دی چې مدرن او اینورټر ایرکنډیشنونه په ژمي کې ستاسو د کور او دفتر لپاره تر ټولو مناسب، کم مصرفه ګرموونکی دی!
د عادي برقي بخاریو او هیټرونو په پرتله اېنورټر ایرکنډیشنونه تر ۵۰٪ پورې برېښنا کمه مصرفوي.
Rashid E.Engineering Services

0767069116
0773497817

درنو ملګرو تاسو  باید کوم ډول او د کومو مشخصاتو سولرې واخلئ؟پام مو وي اوس ځینې نوي سولر پینلونه له فابریکې یا انتقال پر ...
02/10/2026

درنو ملګرو تاسو باید کوم ډول او د کومو مشخصاتو سولرې واخلئ؟
پام مو وي اوس ځینې نوي سولر پینلونه له فابریکې یا انتقال پر مهال له درزونو او تخنیکي عیبونو سره راځي، چې وروسته په سیستیم کې سم کار نه کوي .
په نویو او مستعملو سولرونو کې دا دوه تر ټولو لوی عیبونه وپیژنئ؟
۱:د کمپنۍ سیل کټ دا په فابریکه کې د کټینګ يا سولډرنګ پر مهال او یا د لوژستیک په پروسه کې د سولر په سیلونو کې واړو درزونو یا کټ کېدل رامنځته کیږي .
ظاهره دقیق نه ښکاري، خو کله چې لمر پرې لګېږي، برېښنا ترې سمه نه تېرېږي، برېښنايي بهیر Amperes قطع کېږي او د پینل ظرفیت کمېږي.
۲:د کمپنۍ سیل ټچ کله چې د فابریکې په تولید کې د سیلونوBusbarsیو له بل سره په ناسم ډول یا له بریښنایی نقطو سره سم ټچ نه شي.دغه ته سیل ټچ وایي کله چې نصب شي بیاپه لنډ وخت کې د هټ سپاټ او غټ حرارت لامل کېږي، چې لومړی د پینل پر مخ پړسوب، او په پای کې د پینل د سوځېدو او شیشې د ماتېدو سبب کېږي.
کله چې د خپل کور، دوکان لپاره سولر پینل اخلئ، دغه ۵ مهم مشخصات حتماً په نظر کې ونیسئ:
هر وخت Grade A پینلونه واخلئ. Grade B یا Grade C پینلونه همدا د سیل کټ او سیل تچ ستونزې لري.
هڅه وکړئ د نوي نسل پینلونه لکه N-Type TOPCon یا PERC Mono واخلئ، چې د تودوخې لوړ مقاومت او لوړ موثریت (Efficiency) لري.
هغه پینلونه غوره کړئ چې Half-Cut او ډېر بس بارونه لکه 10BB یا 16BB ولري. په دې ډول پینلونو کې که په یو سیل کې لږ سیوری راشي، پاتې برخه په نورمال ډول کار کوي.
د پینل تر شیشې لاندې اصلي بارکوډ او په شا فلزي پرنټ وګورئ. تر شیشې لاندې او بهر سټیکر باید یو شان Serial Numberولري.
۵:له معتبرو شرکتونو څخه خرید وکړئ چې د تولید او د کارکردګۍ معتبره ورنټي ولري.
مخکې له دې چې سولر واخلئ، له متخصصو او تجربه کارو انجینرانو سره مشوره وکړئ ترڅو د بې کیفیته اجناسو له اخیستلو وژغورل شئ!
Rashid E.Engineering Services

01/10/2026

ډېری ملګري پوښتنه کوي چې ولې د سولر پینلونه یا شمسۍ تختې ماتیږي او دننه سېلونه يې سوځي؟
​اصلي علتونه د سختو فزیکي ضربو له امله د ښېښې ماتېدل، د کیفیت ټیټوالی، او په سېلونو کې د لوړ مقاومت له امله د ګرمو نقطو جوړېدل دي.
که ستاسو د سولر تختې ښېښه ماته شوي يا دا ډول سوځېدلي داغونه پکې پیدا وي، له سیستم څخه بېله کړئ! دا رقم پینلونه د سولرو د برق په تولید کې زیات کم والی راولي ، او د شارټۍ/اور لګېدو جدي خطر هم لري.
Rashid E.Engineering Services

په ژمي او یخ موسم کې د تودو اوبو درلودل د هر کور اړتیا ده. دغه ګېزر په اتوماتیک ډول اوبه تر ټاکلې درجې تودي او تودې یې س...
27/09/2026

په ژمي او یخ موسم کې د تودو اوبو درلودل د هر کور اړتیا ده. دغه ګېزر په اتوماتیک ډول اوبه تر ټاکلې درجې تودي او تودې یې ساتي او هر وخت چې وغواړئ ترې استفاده کولای شئ .
دغه ګېزرونه اتوماتیک ترموسټاټ لري. کله چې اوبه تودې شي، پخپله بندېږي او یوازې د تودوخې ساتلو په وخت کې لږ برېښنا مصرفوي.
د ګازي ګېزرونو یا په دیګونو کې د اوبو ایښولو په پرتله، برقي ګېزرونه ډېر خوندي دي او د دود او زهرجنو ګازونو خطر نه لري.
په تودو اوبو سره د خپلو لوښو، جامو او بدن مینځل د باکټریاوو د له منځه وړلو او د پوټکي د صحت ساتلو لپاره ډېرې ګټورې دي.
د ګېزرونو د مسلکي او سم نصب لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ:
0767069116
0773497817

23/09/2026

زموږ ګران او قدرمن ملګري هارون وزیري صاحب په قطر هیواد کې د رویال الافغاني په نوم يو شاندار رستورانت فعال کړی دی.
که چېرې په قطر کې یاست او د خپل هېواد د خوړو خوندونه مو یادیږي، نو خامخا د رویال الافغاني رستورانت ته ورشئ. هلته د وطني سوچه او غني غذاګانو نه خوندونه واخلئ.
د غوښو له خوندورو کبابونو تر کابلي پلاو او اصيلو افغاني ذایقو پورې، هر څه په خورا لوړ معیار او مېلمپاله فضا کې برابر شوي دي.
راځئ چې د خپلو وطنوال او ملګرو او د نوي کاروباریانو ملاتړ وکړو!
#قطر

آیا په برقي بایلر ...ګېزر کې د مخافظتي وال (Safety Valve) لګول اړین دي؟Rashid E.Engineering Services 0767069116077349781...
23/09/2026

آیا په برقي بایلر ...ګېزر کې د مخافظتي وال (Safety Valve) لګول اړین دي؟
Rashid E.Engineering Services
0767069116
0773497817

آیا تر اوسه پوهېدلئ چې د برقي بایلر ګېزر داخلي راډ یا... هیټر ولې ماتیږي، او یا ولې سوځي؟په عکس کې لیدل کېدونکی ګېزر زمو...
21/09/2026

آیا تر اوسه پوهېدلئ چې د برقي بایلر ګېزر داخلي راډ یا... هیټر ولې ماتیږي، او یا ولې سوځي؟
په عکس کې لیدل کېدونکی ګېزر زموږ د تخنیکي ټیم لخوا په پکتیا ولایت، ګرده څېړۍ ولسوالۍ آړوند په یو کور کې ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
#ګېزر #آبګرمي #پکتیا #بایلر
Rashid E.Engineering Services
0773497817

20/09/2026

Rashid E.Engineering Services

په دا وروستیو کې په هېواد کې د لمریزې برېښنا (سولر د سترو پروژو خبرې ډېرې  تودې روانې دي. که څه هم د سولر برېښنا د واردا...
18/09/2026

په دا وروستیو کې په هېواد کې د لمریزې برېښنا (سولر د سترو پروژو خبرې ډېرې تودې روانې دي. که څه هم د سولر برېښنا د وارداتي برېښنا د یوه چټک بدیل په توګه د قدر وړ ده، خو که همدا درنه پانګونه د اوبو په بنسټیزو بندونو وشي، د هېواد د پرمختګ لپاره به پائیدارې او بې سارې پایلې ولري.
ولې باید د سولر پر ځای اوبو بندونو ته لومړیتوب ورکړل شي؟
لومړۍثابت او دوامداره تولید لري سولرې یوازې د ورځې له خوا تولید لري او په ژمي یا ورېځو کې یې ظرفیت ډېر ټیټېږي؛ خو د اوبو بندونه ۲۴ ساعته برېښنایزې شبکې ته ثابت ولټاژ او برېښنا ورکوي.
دوهم د اوبو سرچینو مهارول او د کرنې پراختیا بندونه یوازې برېښنا نه تولیدوي؛ بلکې د کرنې لپاره میلیونونه متره مکعبه اوبه زېرمه کوي، د ځمکې لاندې اوبو کچه پورته کوي او هېواد له وچکالۍ او ویجاړوونکو سېلابونو ژغوري.
دریم د یوه هایډرو پاور بند فعال عمر له ۵۰ تر ۱۰۰ کلونو پورې دی او لږې ساتنې/مراقبت ته اړتیا لري؛ په داسې حال کې چې د سولر تجهيزات له ۱۵ تر ۲۰ کلونو پورې خپل تر ټولو لوړ موثریت له لاسه ورکوي.
څلورم د زرګونو میګاواټه سولري پروژو لپاره زیات سولر پینلونه پکارېږي. له ۱۵-۲۰ کلونو وروسته د دې ضایع شویو موادو تصفیه او پروسس په هېواد کې لوی چاپیریالي ناورین رامنځته کولای شي.
پنځم د پاکو اوبو او چاپیریالي سرچینو ضایع کېدل افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی. د سولر پینلونو له مخې د دوړو او خاورو پاکولو لپاره په میلیونونو لېټره پاکو او د څښاک وړ اوبو ته اړتیا ده،
شپږم د ګرېډ بې ثباتي او د بلیک اوټ خطر د لمر له لوېدو سره سم د ګرېډ فریکوینسي ناڅاپه لوېږي چې د ټولې شبکې د روښنايۍ د پرېکېدو لامل کېږي.
اووم له هېواده د پانګې وتل سولر پینلونه، هایبرډ انورټرونه او لیتیم بیټرۍ ټول له بهر څخه واردېږي او تل د پرزو تبادلې ته اړتیا لري چې د وطن سرمایه بهر ته باسي؛ خو د بندونو په جوړولو کې زیاتره کارېدونکي توکي او بشري ځواک داخلي وي.
سولر د کورنیو، سوداګریزو مارکېټونو او لیرې پرتو سیمو لپاره غوره ده؛ خو د ټول هېواد د پورته کېدو، صنعتي کېدو او پائیدار اقتصاد لپاره د اوبو بندونه د افغانستان د برېښنا سکتور تر ټولو استوار او بنسټیز ستون دی.
ستاسو په نظر باید په کومه برخه کې ډېره پانګونه وکړي؟ خپل نظر راسره په کمنټ کې شریکه کړئ!
Rashid E.Engineering Services
#افغانستان #برېښنا #تخنیک #انجنیري #ترقي #انرژي

د خوست ولایت آړوند مندوزیو په ساحه کې مو د یو مشتري لپاره د امنیتي کامرو زوړ سیستم نوي کړو په دغه ساحه کې مخکې د لګول شو...
17/09/2026

د خوست ولایت آړوند مندوزیو په ساحه کې مو د یو مشتري لپاره د امنیتي کامرو زوړ سیستم نوي کړو
په دغه ساحه کې مخکې د لګول شویو کامرو د زاویې او د ساحې د ناسم انتخاب له امله مناسبه او روښانه تصویر نه ورکاوه. همدارنګه د غیر معیاري او ټیټ کیفیت لرونکو کیبلونو د کارولو له امله کیبلونه زیانمن شوي وو، چې له امله یې په ټول سیستم کې تخنیکي ستونزې پیدا شوې وې.
زموږ د مسلکي او تخنیکي ملګرو له خوا یادې ستونزې په اساسي او معیاري توګه حال شوې
ټولې پخوانۍ کامرې او خراب شوي کیبلونه په بشپړ ډول خلاص شول او پر ځای یې ښه وسایل وکارول شول.
د نویو کامرو لپاره د لید نوي زاویې Viewing Angleتنظیم شو او داسې ځایونه وټاکل شول ترڅو ټوله اړینه ساحه په پوره ډول تر پوښښ لاندې راولي.
نوي کامرې په منظم ډول ولګول شوې، د کیبلینګ د خوندیتوب لپاره ټول برېښنایي معیارونه په پام کې ونیول شول.
اوس مهال ټولې کامرې په بشپړ ډول فعالې دي او پېرودونکي ته خورا روښانه، شفاف او عالی کیفیت لرونکی تصویر ورکوي.
Rashid E.Engineering Services
0767069116
077349781
#خوست



゚viralシfypシ゚viralシal
゚viralシfypシ゚viralシa
゚viralシfypシ゚viralシ
゚viralシ
゚
゚


Address

Khost
Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rashid E.Engineering Services posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share