Band Sarda Farm بند سرده فارم

  • Home
  • Band Sarda Farm بند سرده فارم

Band Sarda Farm بند سرده فارم Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Band Sarda Farm بند سرده فارم, Industrial Company, .

07/03/2026

پاله خلګ دي پاله اوسي ستاسو لایک کمینت موږ نور هم تاسو ته نژدی کوي.
موږ هڅه کوو تر څو تاسو سره مستقیم تماس کي شو او تازه غوښه تاسو ته عرضه کړو.
#سپین #غوښين #ترکي
#چرګان #هګۍ #فارم

05/03/2026

70 سانیې د 8 ورځني چرګانو د ژوند یوه لحظه.

#چرګان #هګۍ #فارم #کرنه

05/03/2026

#چرګان #هګۍ #فارم #کرنه

28/02/2026

زموږ وطني فارم اما
رنګ ګوره وزن ګوره خوند ګوره پاکوالی څه وایي هر څه یې بي مثاله دي. ورځ:50
وزن:3,5kg

#چرګان #هګۍ #فارم #کرنه

26/02/2026

They are the kings of birds.
@

#چرګان #هګۍ #فارم #کرنه

ایا پوهیږئ په نړۍکي د هګیو چرګان څو ډولونه لري؟لاندي ولولئ چي خبر شئ.په ټوله نړۍ کې د چرګانو سلګونه نسلونه شته، خو:👉 شاو...
25/02/2026

ایا پوهیږئ په نړۍکي د هګیو چرګان څو ډولونه لري؟
لاندي ولولئ چي خبر شئ.

په ټوله نړۍ کې د چرګانو سلګونه نسلونه شته، خو:
👉 شاوخوا ۱۶۰ تر ۲۰۰ پورې پېژندل شوي نسلونه ثبت شوي دي
👉 له دې ډلې نه نږدې ۳۰–۴۰ نسلونه د هګیو لپاره مشهور دي
👉 او یوازې ۵–۱۰ نسلونه صنعتي فارمونه زیات کاروي
نن سبا صنعتي فارمونه اکثره د څو محدودو قوي نسلونو لکه لیګهورن، استرلوپ او روډ آیلنډ څخه کار اخلي.
یعنې که څه هم چرګان ډېر ډولونه لري، خو د نړۍ ډېری هګۍ یوازې د څو غوره نسلونو له چرګو ترلاسه کېږي.

#چرګان #هګۍ #فارم #کرنه

ایا د غوښين یا ګوشتي چرګ په اړه پوهیږئ ؟ایا دا حیرانتیا نده چي یو چرګ په ٤٠ ورځو کي له ٢ تر ٣ کیلو کیږي! راځی د دي په اړ...
24/02/2026

ایا د غوښين یا ګوشتي چرګ په اړه پوهیږئ ؟
ایا دا حیرانتیا نده چي یو چرګ په ٤٠ ورځو کي له ٢ تر ٣ کیلو کیږي! راځی د دي په اړه مو پوهه کړم چي څنګه ادي چرګان په غوښين چرګ بدل شوو.
د ګوشتي چرګانو مکمل تاریخ – د ۴۰ ورځني برویلر صنعت څنګه
پیدا شو؟
د برویلر چرګ نه مخکې زمانه (تر ۱۹۰۰م مخکې)
تر شلمې پېړۍ مخکې چرګان یوازې دوه هدفه لرل:
١ هګۍ
٢ عادي غوښه
چرګان به په ۴–۶ میاشتو کې لویېدل.
هیڅ داسې نسل نه و چې په ۴۰ ورځو کې ۲–۳ کیلو شي.
د برویلر د نسل اصلي پیل (۱۹۰۰–۱۹۳۰)
د برویلر صنعت بنسټ په امریکا کې کېښودل شو.
بزګرانو هڅه وکړه داسې چرګ جوړ کړي چې:
ژر وده وکړي
عضلات یې زیات وي
خوراک ژر غوښه ته واوړي
دوی دوه مهم نسلونه سره تېر کړل:
١ Cornish → د غوښې او عضلو لپاره
٢ Plymouth Rock → د ودې او تولید لپاره
له همدې تېرولو څخه د برویلر اساس جوړ شو.
د برویلر صنعت رسمي زېږون (۱۹۴۰م لسیزه) کي منځ ته راغی
په ۱۹۴۸م کال کې په امریکا کې د
“Chicken of Tomorrow” سیالي ترسره شوه.
دا پروژه د حکومت او پوهنتونونو له خوا وه، د دې لپاره چې:
د غوښې لپاره تر ټولو ښه چرګ پیدا کړي
داسې نسل جوړ کړي چې ژر لوی شي
همدا سیالي د ننني برویلر صنعت اصلي پیل بلل کېږي.
صنعتي برویلر (۱۹۵۰–۱۹۷۰)
له دې وروسته درې مهم بدلونونه راغلل:
١ جینیټیک اصلاح
ساینسپوهانو نسلونه ښه کړل
٢ متوازن خوراک
پروټین، انرژي، ویټامینونه تنظیم شول
٣ فارم ټکنالوژي
تودوخه، هوا، رڼا، واکسین
او نتیجه په لاندي ډول شوه:
چرګ چې مخکې ۵ میاشتې کې لویېده، اوس ۸ اوونۍ کې تیاریږي
او
نن د نړۍ برویلر نسلونه یوازې څو نړیوال شرکتونه تولیدوي:
لکه
Cobb-Vantress
Aviagen
دوی د لسګونو کلونو جینیټیک انتخاب له لارې داسې چرګان جوړ کړل چې:
په ۳۵–۴۰ ورځو کې ۲–۳ کیلو شي
لږ خوراک ډېر وزن ته بدل کړي
د فارم لپاره مناسب وي
دا چرګان طبیعي وحشي نسل نه دي،
بلکې د انسان له خوا د نسل اصلاح پایله ده.
بند سرده فارم

24/02/2026

د مرغانو شاه

23/02/2026

د مرغانو کینگ

چرګان 🐔له  اول څخه صحرايي وو که کورني او د چرګ پيدايښت څنګه او چیرته وو؟راځۍ ددي هرڅه په اړه مو پوهه کړم. د چرګ اصلي ځای...
23/02/2026

چرګان 🐔له اول څخه صحرايي وو که کورني او د چرګ پيدايښت څنګه او چیرته وو؟
راځۍ ددي هرڅه په اړه مو پوهه کړم.

د چرګ اصلي ځای (اصل)
د ننني کورني چرګ اصلي نیکه (مرغه )سور ځنګلي چرګ (Red Junglefowl) دی.
دا مرغه په اصل کې د لاندي سیمو دی:
هند
بنګله دېش
میانمار
تایلنډ
ویتنام
او د چین جنوبي ساحه
ساینسپوهان وايي چې چرګ لومړی د همدې جنوب ختیځې آسیا په ځنګلونو کې ژوند کاوه.

د تاریخ له مخې چرګ ٨٠٠٠ کاله مخکي کورني شوو
شاوخوا ۸۰۰۰ کاله مخکې انسانانو دا مرغه ونیوه
لومړی د جګړې، ښایست او دود لپاره ساتل کېده
وروسته د هګۍ او غوښې لپاره وروزل شو
تر ټولو زاړه د چرګ هډوکي په هند او چین کې موندل شوي دي.
او د “چرګ” نوم په لاندي ډول ده
د چرګ نوم په مختلفو ژبو کې بېلابېل دی:
عربي: دجاج
فارسي: مرغ یا مرغ خانگی
انګلیسي: Chicken
لاتیني علمي نوم: Gallus gallus domesticus
علمي نوم د اروپايي ساینسپوهانو له خوا ورکړل شو،
په ځانګړي ډول د طبیعت د طبقه بندۍ بنسټګر
کارل لینیس (Carl Linnaeus) په ۱۸مې پېړۍ کې دا نومونه تنظیم کړل.
هغه د مرغانو لپاره علمي سیستم جوړ کړ، او چرګ یې په همدې نوم (چرګ)ونمول.
بند سرده فارم

23/02/2026

🐔 غوښین چرګان — خوند، کیفیت او باور په یو ځای کې 🍗
#فالورز

Address


2003

Telephone

+93799999999

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Band Sarda Farm بند سرده فارم posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Band Sarda Farm بند سرده فارم:

  • Want your business to be the top-listed Engineering Company?

Share