Rafiullah Ibrahimi

  • Home
  • Rafiullah Ibrahimi
Call Website Contact the business

Rafiullah Ibrahimi Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Rafiullah Ibrahimi, Wissenschaft, Technik und Ingenieurwesen, .

الحمدلله علی نعمة الإسلام د جاپان یو شتمن کس ځان په سپي بدل کړ!وايي چې په جاپان کې د «ټوکو» په نوم یوه کس زرګونه ډالر مص...
10/08/2026

الحمدلله علی نعمة الإسلام
د جاپان یو شتمن کس ځان په سپي بدل کړ!
وايي چې په جاپان کې د «ټوکو» په نوم یوه کس زرګونه ډالر مصرف کړې، څو ځان د سپي په څېر جوړ کړي.
الله تعالی انسان ته عقل، شعور او بې‌شمېره نعمتونه ورکړي دي؛
او انسان ته يې د عزت ژوند ورکړی خو انسان ډير ناشکره دی
په ځيني کسانو شيطان خپله وعده پوره کړه چه زه به انسانان هغه حالت ته بوځم چه خپل خلقت به بدلوي (فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ)

09/08/2026

وطن

لښکرونه راغلل، یرغلونه وسوه، مرګونه، جنګونه، ظلمونه، بمبارونه، قتلونه او هغه وحشتونه وسوه چي قلم يې له لیکلو او ژبه يې ل...
09/08/2026

لښکرونه راغلل، یرغلونه وسوه، مرګونه، جنګونه، ظلمونه، بمبارونه، قتلونه او هغه وحشتونه وسوه چي قلم يې له لیکلو او ژبه يې له ویلو عاجزه ده
مګر نه دا نوم ورک سو، نه دا خاوره ورکه سوه او نه دا خلک 😊❤
#ژوندی د وي اباد د وي لوی افغانستان

09/08/2026

د وطن ښایست ❤️🫶🏻

زموږ د هېواد د راتلونکي لپاره تر هر څه وړاندې علم او پوهه اړینه ده. 📚🇦🇫افغان لیکوال شهرام وفایي چې د «عیاض» په نوم یې کت...
09/08/2026

زموږ د هېواد د راتلونکي لپاره تر هر څه وړاندې علم او پوهه اړینه ده. 📚🇦🇫

افغان لیکوال شهرام وفایي چې د «عیاض» په نوم یې کتاب لیکلی، یو ځل بیا موږ ته دا را یادوي چې قلم، کتاب او فکر د ټولنې د بدلون تر ټولو پیاوړي وسایل دي.

زموږ هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي چې د وسلې پر ځای قلم، د ناپوهۍ پر ځای پوهه، او د تعصب پر ځای مطالعه او فکر ته ارزښت ورکړو.

هر کتاب چې یو افغان لیکي، یوازې څو پاڼې نه دي؛ بلکې د یوې نوې مفکورې، یوې نوې تجربې او د راتلونکي نسل لپاره د یوې نوې لارې پیل دی.

که غواړو افغانستان مو له فقر، جګړو او ناپوهۍ څخه ووځي، نو باید د کتاب لوستلو، لیکوالانو هڅولو، علمي څېړنو او د ځوانانو د زده‌کړو لپاره زمینه برابره کړو.

ملتونه یوازې په طبیعي شتمنیو نه بډایه کېږي؛ اصلي شتمني یې پوه، لوستي او بافکره انسانان دي.

راځئ کتاب ته ارزښت ورکړو، لیکوال وهڅوو او خپلو ماشومانو ته دا زده کړو چې د قلم ځواک د هرې ټولنې راتلونکی بدلولای شي.

علم د افغانستان د بیا رغونې تر ټولو قوي بنسټ دی. 📖❤️🇦🇫

#عیاض #کتاب #مطالعه #افغانستان #ځوانان

08/08/2026

زړونه يی پر تاسو

06/08/2026

د فلسطین د شهیدانو په یاد

الله تعالی دې د فلسطین ټولو شهیدانو ته جنت الفردوس په نصیب کړي، ټپیانو ته دې عاجله او بشپړه روغتیا ورکړي، بندیان دې آزاد کړي او مظلومو کورنیو ته دې صبر، زغم او ځواک ور وبښي.

موږ د هر هغه بې ګناه انسان پر وړاندې د ظلم غندنه کوو چې د جګړو قرباني کېږي، او دعا کوو چې الله تعالی دې فلسطین ته سوله، امنیت او عدالت راولي.

اللهم ارحم شهداء فلسطين، واشفِ جرحاهم، وفكَّ أسرهم، وانصر المظلومين، وأحلَّ عليهم الأمن والسلام. آمین. 🤲🇵🇸

#فلسطین #دعا #شهیدان #سوله #انسانیت

اسلام ښځې ته عزت، کرامت او حقونه ورکړي دي.له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې لا هم ځینې ښځې داسې ژوند ته اړ ایستل کېږي چې ګوا...
01/08/2026

اسلام ښځې ته عزت، کرامت او حقونه ورکړي دي.

له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې لا هم ځینې ښځې داسې ژوند ته اړ ایستل کېږي چې ګواکې د دوی یوازینۍ دنده د ماشومانو روزنه او د کور چارې دي. حال دا چې اسلام ښځه د عزت او کرامت څښتنه ګرځولې، د زده کړې، میراث، ملکیت او د انساني درناوي حق یې ورکړی او د هغې شخصیت یې محترم بللی دی.

ښځه د کور مهمه ستنه ده، خو د هغې ارزښت یوازې په کورنیو چارو پورې محدود نه دی. هغه د ټولنې په اصلاح، د راتلونکي نسل په روزنه او د امت په پرمختګ کې ستر رول لري.

هره ټولنه چې د اسلام د عدل او انصاف له مخې ښځې ته د الله تعالی ورکړل شوي حقونه ورکړي، هغه ټولنه به د سولې، پرمختګ او برکت پر لور ګامونه واخلي. خو که ښځه د دویمې درجې انسان وګڼل شي او له خپلو شرعي حقونو بې برخې وساتل شي، دا نه د اسلام لار ده او نه د یوې سالمې ټولنې نښه.

29/07/2026

الله رحم نکوي په هغه چا څوک چې د هغه په مخلوق رحم نکوی
دی ویډیو لیدلو سره راته څرګنده شوه چی دوزخ الله بی مطلبه ندی پیدا کړی
ډیر می کوشش وکړ چی ویدیو ونګورم او ځان تری لری کړم
خو هر ځل می مخی ته راغله او مجبور شوم وی ګورم
کله می چی ویډیو کی د دی هلک سټایل او مهربان زړه ولید ډیر ورته خوشحال شوم
مګر د ویډیو په بله صحنه کی د کلی نورو وګړو بد چلند او څپکاوی می زړه مات کړ
یو سه چی راته څرګند شول هغه د پښتنو کمزوری په کلتور ،ادب ،پوهه کی وه
بل دا چی انسان باید سومره سپک شی چی یو عاجز او مهربان انسان په کاڼو وولی
د کلی خلک د اولادونو د غلطی روزنی تر څنګ د وجدان او ایمان له نیمګړتیا سره هم مخ دی ځکه نه اسلام کی داسی یو سه شته او نه انسانیت کی
*د خپلو اولادونو سمه روزنه وکړی ترسو د ټولنی او کورنی د خنډ پر ځای د سرلوړی او قوت ټکی وګرځی
*که چیری نشی کولی چاته ښیګڼه ورسوی نو تاوان مه رسوی

بیرغ ورز مو مبارک شه 🇦🇫
29/07/2026

بیرغ ورز مو مبارک شه 🇦🇫

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rafiullah Ibrahimi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Rafiullah Ibrahimi:

Shortcuts

  • Want your business to be the top-listed engineering company?

Share