Khan Mohammad Takal

Khan Mohammad Takal Civil and Water Resources Engineer
(1)

زموږ د آزادۍ  بویه ضمیر امان الله … د ټول ملت په زړه کې ناست امیر امان اللهد افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷...
08/19/2026

زموږ د آزادۍ بویه ضمیر امان الله …
د ټول ملت په زړه کې ناست امیر امان الله

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷ مه، ویاړمنه او پرتمینه کليزه مبارک سه.

د ستر غازي امان الله خان وینا ده چې:

تر څو چې مېرمنې باسواده نشي، سالم ماشوم ټولنې ته نشي وړاندې کولای.
او
نا لوستی ملت خپلواک نشي پاتې کېدی.

چې يې غږ د آزادۍ په جهان خپور کا
د امان هغې نارې ته مې سلام دی …

تکل

دا ستره بریا دې ډېره ډېره مبارکه وي.افغانستان ملي لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته ...
08/10/2026

دا ستره بریا دې ډېره ډېره مبارکه وي.

افغانستان ملي لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته مستقیمآ لاره پیدا کړه.

افغانستان ایرلنډ ته د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو په درېیمه لوبه کې په دريو وېکټو ماته ورکړه او له دې سره یې د ۲۰۲۷ کال پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو ته مخامخ لاره پیدا کړه.

درنښت

تکل

د خواخوږۍ او غم شریکۍ پیغامپه خواشینۍ سره مې د افغان کرکټ د چټک توپ اچونکي ارواح ښاد شاپور ځدراڼ د مړینې خبر تر لاسه کړ....
07/07/2026

د خواخوږۍ او غم شریکۍ پیغام

په خواشینۍ سره مې د افغان کرکټ د چټک توپ اچونکي ارواح ښاد شاپور ځدراڼ د مړینې خبر تر لاسه کړ.

إنا لله وإنا إليه راجعون

د هغه مړینه یوازې د یوې وتلې څېرې له لاسه ورکول نه دي، بلکې د افغانستان د کرکټ لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ده هغه د خپل استعداد زړورتیا او هېوادپالنې له برکته د افغان کرکټ په تاریخ کې تلپاتې نوم پرېښود

زه د مرحوم درنې کورنۍ دوستانو د کرکټ ټولنې او ټولو افغانانو ته د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوم.

الله تعالی دې مرحوم وبخښي د جنت الفردوس لوړ مقام دې ورپه برخه کړي او ټولو غمځپلو ته دې جميل صبر او اجر نصیب کړي

شاپور ځدراڼ به د خپلو ویاړونو او د افغانستان لپاره د نه هېرېدونکو خدمتونو له امله تل زموږ په زړونو کې ژوندی وي.

په خورا خواخوږئ

تکل

نیکمرغه لوي اختر مو مبارک سه!
05/27/2026

نیکمرغه لوي اختر مو مبارک سه!

Address

5578 Viningbrook Drive
Dublin, OH
43016

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khan Mohammad Takal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Khan Mohammad Takal:

Shortcuts

Share