07/09/2025
👷 په خپله تخته کیدونکی کانکریټ
کله چې په اوسپنیز کانکریټي ساختماني عنصر کې د سیخانو اندازه زیاته او یا هم قالب پیچلی وي، نو د هغې هرې برخې ته کانکریټ رسول او د هغې سم تخته کول ستونزمن کار وي.
ددې لپاره چې د قالب هرې برخې ته کانکریټ سم ورسیږي نو ترټولو غوره لار داده چې د کانکریټ مایع والی زیات وي او ددې یواځنۍ حل لاره داده چې پخپله تخته کیدونکي کانکریټ وکارول شي.
پخپله تخته کیدونکي کانکریټ ټیټ سیالیت تشنج ( yield stress) ،لوړ تغیر شکل قابلیت ( deformability) او د جلاکیدو (segregation ) پر وړاندې لوړ مقاومت خاصیت لري.
پخپله تخته کیدونکي کانکریټ د لومړي ځل لپاره په جاپان کې وکارول شول.
د 1983 کلونو په لومړیو کې په چاپان کې د کانکریټي ساختمانونو مداومت (durability) د پام وړ موضوع ګرځیدلې وه.
مداومت لرونکي کانکریټي ساختمانونه جوړول هله شونې دي چې کانکریټ د ماهرو کارکوونکو په واسطه ښه تخته شي.
خو د چاپان ساختماني صنعت کې د ماهرو کاریګرو په تدریجي کمیدو سره د ساختماني کارونو کیفیت راټیټ کړ.
نو ځکه د مداومت لرونکو کانکریټي ساختمانونو ترلاسه کولو یوه د حل لاره داده چې د ساختماني کار د کیفیت څخه په مستقل ډول داسې کانکریټ جوړ شي، څو پرته له ویبراتور ورکولو د قالب هره کنج تته د خپل وزن له اثره ورسیږي او په خپله تخته شي.
په خپله تخته کیدونکو کانکریټو ته اړتیا په 1986 کې د اوکامیورا (Okamura) لخوا وړاندیز شوه.
په همدې اړه د ټوکیو پوهتنون کې د اوزوا (Ozawa) او مایکاوا (Maekawa) لخوا د کانکریټ د کاري وړتیا په ګډون په یو شمیر خواصو باندې مطالعات ترسره شول.
د پخپله تخته کیدونکو کانکریټو لومړۍ نمونه (prototype) په مارکیټ کې د شته موادو په کارولو سره په 1988 کال بشپړه شوه.
دې لومړۍ نمونې د سختیدو او وچیدو انقباض، د هایډریشن تودوخه، له سختیدو وروسته کثافت او نورو مشخصاتو په تړاو ښه او د قناعت کارکردګۍ له ځانه وښوده.
دی کانکریټو نوم یې لوړکارکردګې لرونکي (High Performance Concrete) کیښود او دذدرې پړواونو کانکریټو په توګه تعریف شول.
1. تازه:
پخپله تخته کیدو وړ
Fresh:
self-compactable
2. لومړني عمر:
د ابتدایي عیبونو مخنیوی
Early age:
avoidance of initial defects
3. وروسته له سختیدو:
د باندنیو فکتورونو پروړاندې خوندیتوب
After hardening:
protection against external factors
تقریبا له دې سره په یو وخت کې د پروفیسور ایکټن اټال (Aïtcin et al) په واسطه د اوبو او سیمنټو د ټیټ نسبت له امله لوړ مداومت لرونکي کانکریټ د لوړ کارکردګې کانکریټ (High Performance Concrete) په توګه تعریف شول.
وروسته له دې د لوړ کارکردګۍ اصطلاح په ټوله نړۍ کې د لوړ مداومت لرونکو کانکریټو لپاره وکارول شوه.
همدې ته په کتو سره لیکوال پخپله – تخته کیدونکې لوړ کارکردګۍ لرونکي کانکریټ اصطلاح وکاروله.
د تازه کانکریټو پخپله – تخته کیدو قابلیت
Self-compact ability of fresh concrete
پخپله – د تخته کیدو قابلیت د میکانیزم ترلاسه کول.
Mechanism for achieving self-compact ability
په خپله تخته – کیدو میتود ترلاسه کولو کې نه یواځې د خمیرې لوړ تغیر شکل قابلیت (deformability) راځې بلکې همدارګه د سیخانو په اوږدو کې ایساره شوې ناحیه کې د کانکریټو بهیدو پر مهال د جغل او مسالې ترمنځ د موادوجلا کیدو پر وړاندې مقاومت هم راځي.
اکامورا او ازوا په کال 1995 کې د پخپله –تخته کیدو قابلیت ترلاسه کولو لپاره لاندې میتودونه وکارول.
1. د ډکوونکو موادو محدود مقدار
Limited aggregate content
2. داوبو او سیمنټو ټييټ نسبت
Low water-powder ratio
3. د سوپرپلاستیک سیزر کارول
Use of super plasticizer
د ډکوونکو موادو ذراتو تر منځ ټکر او تماس د فریکونسي زیاتییدل د ذراتو ترمنځ واټن زیاتوي او کله چې کانکریټ تغیر شکل وکړي داخلي تشنجات کیدای شي زیات شي، په ځانکړي ډول له خنډونو (obstacles) سره نژدې برخه کې.
له څیړنو څخه مالومه شوې چې د بهیدو لپاره چې کومه انرژي په کار ده د داخلي تشنجاتو په واسطه مصرفیږي، په نتیجه کې د ډکوونکو موادو د ذراتو د بندښت (blockage) لامل ګرځي.
که د جغل مقدار له نورمال حد څخه کم ونیول شي د بندښت په مخنیوي کې ګټور دی ځکه جغل زیاته ارنژي مصرفوي.
کله چې کانکریټ له خنډونو بهیږي د جغل د بندښت د مخنیوي لپاره د سیمنټي مسالې خمیره باید زیاته سلیښت ناکه (viscous)وي.
کله چې کانکریټ تغیر شکل وکړي، د لوړ غلظت لرونکې خمیره هم د جغل د ذراتو د رسیدو له امله د داخلي تشنج د زیاتیدو د مخنیوي لامل ګرځي.
د تغیر شکل قابلیت کیدای شي اوبو او سیمنټو د ټیټ نسبت په پام کې نیولو سره د سوپر پلاستیک سیزر په کارولو ترلاسه شي.
د پخپله تخته - کیدونکي کانکریټو تناسب د نورمال کانکریټو له تناسب سره پرتله کیږي.
د دې ډول کانکریټ د جغل مقدار د عادي کانکریټ له جغل څخه کم وي.
د SCCکانکریټ د جغل مقدار 50% پورې وي څو کانکریټ د تغیر شکل په وخت وکولای شي د جغل د ذراتو تماس اندازه راکمه کړي.
سربیره پر دې په SCCمساله کې د شګې مقدار 60% پورې څو کانکریټ د تغیر شکل پروخت عرضي تغیر (shear deformability) شکل محدود کړي.
له بله څنګه، څرنګه چې په SCC کانکریټو کې د اوبو - پوډرو نسبت د کانکریټو نظر ټولو ډولونو ته ټیټ دی نو ځکه یې غلظت او سلیښت والی هو ډیر دی.
دا خاصیت د موادو د جلاکیدو پر وړاندې په مقاومت کې ډیر مهم دی.
• پخپله تخته کیدو وړتیا لپاره ازمایښت
Test for Self-Compatibility
پخپله تخته کیدو د ازمایښت د ترسره کولو لپاره درې موخې دي.
1. چې چک شي د ساختمان لپاره کانکریټ پخپله تخته کیدو وړ دي یا نه.
2. کله چې توافق وړتیا پوره نه وي د مخلوط تناسب برابر کړای شي.
3. موادو ته خصوصیات ورکول شي.
هغه فکتورونه چې پخپله تخته کیدو وړتیا اغیزمنوي.
هغه فکتورونه چې د تازه کانکریټو او مسالې د پخپله تخته کیدو وړتیا اغیزمنوي.
1) د جغل د سایز اغیز:
څومره چې د جغل سایز غټیږي هومره ورسره پخپله تخته کیدو وړتیا کمیږي.
2) د تازه کانکریټو د بهیدو په وړتیا باندې د مایع مسالې رول.
په مایع حالت کې له کانکریټو غوښتنه دا ده چې کانکریټ پرته له ویبراتور کارولو پخپله تخته شي.
سربیره پردې په مایع حالت کې له کانکریټ غوښتل کیږي چې منځنی حد سلیښت والی او تغیر شکل قابلیت ولري، څو دجغل ذرات د کوم خنډ مخ ته راتلو په صورت کې د هغې خوا او شا وبهیږي او داسې د موادو د جلا کیدو مخه ونیول شي.
3) د جغل د سایز مقدار او درجه بندۍ اغیز.
د تازه کانکریټو پخپله تخته کیدو وړتیا باندې د جغل شکل اغیز د جامد حجم او جغل د نسبت په شان مهم دی.سربیره پردې د جغل درجه بندي هم ډیره مهمه ده.
• مخلوط ډیزاین میتود
Mix-design method
• مخلوط ډیزاین نسبتي میتود
Rational mix-design method
پخپله تخته کیدونکي کانکریټ د مخلوط د نسبتونو او مرکبه موادو د خواصو په واسطه اغیزمن کیږي.
د توکیو پوهنتون دوه ساینس پوهانو Okamura او Ozawa په 1995 کې تیار مخلوط نسبتونو لپاره ساده سیستم وړاندیز کړ.
د جغل او شږې مقدارونه داسې ټاکل کیږي، داسې چې پخپله تخته کیدو وړتیا په اسانه ترلاس شي ددې لپاره د اوبو – پوډرو او سوپر پلاستیک سیزر مقدارونه داسې برابریږي چې کانکریټ په خپله تخته شي.
1) د کانکریټ مقدار کې جغل مقدار 50% عیاریږي کیږي.
2) د کانکریټ مقدار کې شګې مقدار 40% نیول کیږي.
3) د اوبو –پوډر نسبت په ټول کانکریټ کې له 0.9 تر 1 پورې نیول کیږي چې د پوډرو په خصوصیاتو پورې اړه لري.
4) د سوپر پلاستیک سیزر او د اوبو-پوډرو وروستی نسبت داسې پیدا کیږي چې په خپله تخته کیدل پرې یقیني کړای شي.
د دودیزه کانکریټو د مخلوط تناسب ورکولو کې د اوبو - سیمنټو نسبت نظر د هغې غوښتل شوي فشاري مقاومت ته ټاکل کیږي.
خو په پخپله تخته کیدو کانکریټو کې د اوبو – پوډرو نسبت د پخپله تخته کیدو وړتیا په اساس ټاکل کیږي، ځکه د تخته کیدو وړتیا همدې نسبت سره ډیر حساس وي.
مساله او یا په خپله تخته کیدونکي کانکریټ لوړ سلیښت ناک والی او تغیر شکل خاصیت غواړي.
دا کیدای شي د سوپر پلاستیک سیزر په کارولو سره ترلاسه شي کوم چې د لوړ تغیرشکل قابلیت (deformability) د اوبو - پوډرو ټیټ نسبت لامل ګرځي.
5) داوبو - پوډرو نسبت او سوپر پلاستیک سیزر مقدار عیارول. امین زی لیکدود
د پوډرو او سوپر پلاستیک سیزر خواص په لویه کچه د پخپله تخته کیدوونکو کانکریټو خواص اغیزمنوي نو ځکه د اوبو - پوډرو نسبت باید په ډیر احتیاط سره وټاکل شي.
نو ځکه کله چې د پخپله تخته کیدونکو کانکریټو د نسبتونو په اړه پریکړه کیږي، باید د U-flow ،سلمپ او یا funnel ازمایښت ترسره شي.
د پپخپله تخته کیدونکو کانکریټو او مخلوط نسبتونو ترمنځ اړیکې لپاره فورمولوونه شته چې باید وکارول شي.
د سخت شوو SCC کانکریټو خواصو
Properties of Hardened SCC
• ساختماني خواص
Structural Properties
د SCC اساسي مرکبه مواد همغه دي چې په HPC کې دي، په اثتنی ددې چې په SCC کانکریټ په مختلف شکل تناسب کیږي او سربیره پردې یو اندازه علاوه کوونکي مرکبونه هم په کې کاریږي.
اټکل کیږي چې د SCC سخت شوو کانکریټو خواص هغه ډول وي چې په HPC کې ترلاسه کیږي.
په لاندې جدول کې د SCC او HPC کانکریټو خواص ښودل شوي.
ارقام
SCC
د اوبو نښلونکو نسبت په % 25 to 40
د هوا مقدار په % 4.5-6.0
په 28 ورځو کې فشاري مقاومت په Mpa 40 to 80
په 91 ورځو کې فشاري مقاومت په Mpa 55 to 100
په 28 ورځو کې کششي مقاومت په Mpa 2.4 to 4.8
الاستیکي مودول په Gpa 30 to 36
انقباضي نسبي اوږدیدل x-10-6 600 to 800
فشاري مقاومت
Compressive Strength
د SCC کانکریټو فشاري مقاومت د هغه تخته شوو دودیزه کانکریټو سره دپرتلې وړ دی چې نسبتونه او اوبو-سیمنټو نسبت یې له دې سره یو شان وي.تر 60MPa پورې فشاري مقاومت سره SCC تولیدول ستونزمن نه دي.
• کششي مقاومت
Tensile Strength
کششي مقاومت په سلنډري نمونو باندې د غیر مستقیم ټوټه کیدو ازمایښت په اساس ترسره کیږي.
د SCC او تخته شوو دودیزه کانکریټو کششي مقاومت او د کششي او فشاري مقاومت نسبتونع د اندازه په ترتیب کې یو شان دی.
• د نښتلو مقاومت
Bond Strength
د راکش کولو ازمایښت ددې لپاره ترسره کیږي، څو د کانکریټو او سیخانو تر منځ نښتل پرې مالوم شي.
د دودیزه کانکریټو په پرتله د SCC د نښتلو مقاومت زیات دی.
• الاستیکي مودول
Modulus of Elasticity
د SCC او دودیزه کانکریټو د فشاري مقاومت او الاستیکي مودول تر منځ اړیکه یو شان چې E/fc (0.5) سره ښودل کیږي، چې دلته E الاستیکي مودول او fc فشاري مقاومت دی.
• د SCC لپاره مناسب سوپرپلاستیک سیزر
Superplasticizer suitable for Self-Compacting Concrete
د SCC لپاره تر سوپرپلاستیک سیزر ښه علاوه کوونکي مرکب نشته.
ددې لپاره چې دا هدف ترلاسه شي، دموادو خواص مالومول حیاتي مسله ده.
په SCC کې د سوپر پلاستیک سیزر غوښتنې په لاندې ډول دي.
د اوبو – پوډرو (سیمنټو) نسبت لوړ جلا کیدو اغیز تقریبا د حجم له مخې 100 %.
له مخلوطولو دوه ساعته وروسته دجلاکیدو حفظ او مراقبت اغیز.
د تودوخې د بدلون پروړاندې لږ حساسیت.
• د جلا کیدو مخنیوی کوونکی عامل
Segregation-inhibiting agent
تجربو ښودلې چې شونې ده ثابت کیفیت لرونکي پخپله تخته کیدونکي کانکریټ تولید شي په ځانګړي ډول د هغې پخپله تخته کیدو قابلیت.
خو د موادو په خصوصیاتو کې توپیر کولی شي پخپله تخته کیدو وړتیا اغیزمنه کړي.ترټولو زیات اغیزمنونکی فکتور په شږه کې د اوبو مقدار دی کوم چې د کانکریټو په مقدارکې د تغیر لامل ګرځي.
ددې ستونزې حل لپاره یو شمیر تولیدي کمپني د مواد جلاکیدو مخنیوی کوونکی عامل کاروي.
دا عامل ددې زمینه برابروي څو پخپله تخته کیدو کې په کانکریټو کې د اوبو متغیروالي پر وړاندې حساسیت راکم کړي.
ددې لپاره بیلابیل عاملونه موجود دي چې یو یې هم Hibino 1998 دی.
کله چې د لومړي ځل لپاره د جاپان د توکیو په پوهنتون کې پخپله تخته کیدونکي کانکریټ کشف شول نو له هغې وروسته په بیلابیلو تولیدي کمپنیو کې په دې اړه څیړنې پیل شوې.
په دې توګه د لومړی ځل لپاره پخپله تخته کیدونکي کانکریټ په ودانۍ کې په کال 1990 کې وکارول شول.له هغې وروسته په بیلابیلو ساختماني کارونو کاریږي.
په 1998 کال کې د جاپان د Akashi-Kaikyo پول له دې کانکریټو جوړ شو، چې په نړۍ کې له اوږدې وایو لرونکو څخه دی، ددې پول وایه 1991 m ده.