17/02/2025
👷 د ساحې د سروې اړوند ځینې سوالونه او ځوابونه
سروشې تعریف کړئ؟
د اندازه ګیرۍ هغه علم دی، چې د ځمکې پر مخ د نقطو نسبتي افقي او ارتفاعي موقعیت تعین او بیا يې د نقشې پرمخ ښایي.
سروې په څو ډوله ده، فقط نومونه یې ذکر کړئ؟
سروې په دوه ډوله ده، جیودیزیکي سروې (Geodetic Surveying) او مسطحه سروی
ځمکنۍ (مسطحه) سروې په څوډوله ده، نومونه یې ذکر کړئ؟
په څلور ډوله ده:
1. توپوګرافي سروې (Topographical Survey)
2. کدستري سروې (Cadastral Survey)
3. کسروي سروې (City Survey)
4. انجینري سروې (ٍEngineering Survey)
کدستري سروې (Cadastral Survey) تشریح کړئ؟
دا سروې د حدوداتو او مساحت د تعین په منظور پکار وړل کیږي.
ښاري (شهري) سروې تعریف کړئ؟
په ښاري مسائلو کې د ډیر دقت او ښه صحت په منظور پکار وړل کیږي.
انجینري سروې تعریف کړئ؟
د کنترولي نقاطو د تثبیت او د ساختماني پروژو د اجراء لپاره پکار وړل کیږي.
عمودي او لیول شوې سطحه تشریح کړئ؟
عمودي سطح هغه ده چې د ځمکې په یوه نقطه کې د افقي سطحې سره ۹۰ درجې زاویه جوړه کړي.
پس ویلای شو چې د یوې عمودي نقطې په شاوخوا کې لایتناهي عمودي خطونه په مختلفو جهتونو کې ایښودلی شو.
لیول شوې سطح (Level Plane) عبارت له هغې سطحې څخه دی چې د بحر له سطحې سره موازي وي
فاصله تشریح کړئ؟
د دوو نقطو ترمنځ مسافه (فاصلې) ته وايي.
په سروې کې غلطیانۍ په څو دستو تقسیم شوي دي، د هر یوه نوم ولیکئ؟
ټولې غلطیانۍ چې د مختلفو عواملو له امله منځ ته راځي په دوو دستو تقسیم شوي دي (سیستماتیک او تصادفي)
مقیاس په څو ډوله دی؟
په درې ډوله دی:
1. مکمل مقیاس (1:1)
2. کوچنی شوی مقیاس (1:5,1:100,1:1000…)
3. لوی شوی مقیاس (5:1,100:1,1000:1)
د یوې نقطې او دوو نقطو ترمنځ د ارتفاع(Elevation) تفاوت تشریح کړئ؟
دیوې نقطې د ارتفاع تفاوت عبارت دی له همغې نقطې او بحر د سطحې تر منځ د ارتفاع تفاوت څخه او د دوو نقطو ترمنځ د ارتفاع تفاوت عبارت دی له هغې عمودي فاصلې څخه چې ددواړو نقطو تر منځ پرته ده.
لیول څه شی دی؟
لیول له یوه تلسکوپ او درېو پایو څخه متشکله آله ده چې د نقطو تر منځ نسبتي ارتفاع او هم د دوو نقطو ترمنځ د ارتفاع تفاوت معلوموي.
د خط اندازۍ په اړه خپل معلومات ولیکئ؟
د ځمکې پرمخ د یوې ودانۍ د تهدابونو د شکل او موقعیت تثبیت د خط اندازۍ څخه عبارت دی.
د کندنکارۍ او یا پرکارۍ د حدوداتو د تعین لپاره د تعمیر په کونجونو کې میخونه خښوو، اکثراً د تهدابونو تر څنګ نور موازي میخونه خښوو، چې د ودانۍ د جوړیدو تر پایه پخپل حال پاتې وي چې ددغه میخونو څخه بیا د ریفرنس په ډول استفاده کوو.
خط اندازي عموماً د توټال سټیشن، تیودیلیت یا ترانزیت معه شرید پواسطه اجرا کیږي، چې فقط په بعضې ساده ساختمانونو کې د فیتې څخه استفاده کیږي.
توپوګرافي نقشې نظر مقیاس ته په څو ډوله دي؟
په درې ډوله دي:
1. لوی مقیاس لرونکي توپوګرافي نقشې (1:1000 او یا له هغه څخه لوی)
2. متوسط مقیاس لرونکي توپوګرفي نقشې (1:10000 څخه تر 1:1000)
3. کوچنۍ مقیاس لرونکي توپوګرافي نقشې (1:10000 او یا ده څخه کوچنۍ)
د یوې نقشې مقیاس په څو ډوله ښودل کیږي،شرح یې کړئ؟
په دریو طریقو ښودل کیږي:
1. په تشریحي ډول: د عبارت په ډول لکه، یو سانتي متر مساوي له 100 متره سره یا (1cm=100m)
2. په کسري ډول: لکه 1/1000 یعنی یو واحد طول د نقشې پرمخ د 1000 متره د ځمکې پرمخ څخه نمائندګي کوي
3. په خطي ډول.
کوم یو له لاندنیو ځوابونو څخه د زاویې واحد نه ښایي؟
الف: ازیموت ب: درجه ج: ګراد د: رادیان
الف: ازیموت
د WGS84 د ښودلو لپاره لاندی کوم ځواب صحیح دی؟
الف: ستلایت ب: الپسوئید ج: نقشه ویستونکی د: ټول صحیح
ب: الپسوئید
د GPS پواسطه د اخیستل شویو نقطو دقت:
الف: د ستلایټونو د د تعداد د پیداکولو سره مستقیم ارتباط لري.
ب: کم وي، کله چې د سټلایټونو د تعداد پیداکول کمتر وي.
ج: لوړ وي، کله چې د سټلایټونو د پیداکولو تعداد لوړ وي.
د: ټول صحیح دي.
(د) ځواب درست دی.
د GPS د سپوږمکیو فاصله د ځمکې څخه برابره ده له:
الف: 10000km ب: 15000km ج: 20000km د:250000km
(ج) ځواب صحیح دی.
د GPS هر سپوږمکۍ د ځمکې پرمخ یو مکلمله دوره په لاندی وخت کې طی کوي:
الف: ۱۲ساعته ب: ۲۴ساعته ج: ۱۵ساعته د: هیڅ یو
ځواب: ۱۲ساعته.
د لیول سطح تعریف کړئ؟
هغه سطحه چې د بحر د سطحې سره برابره وي.
ټوټال سټیشن څه شی دی؟
یوه اوبتیکي (اتوماتیکي) آله ده، چې له دوو کلیمو څخه اخیستل شوې ده، ټوټال په معنی د مجموعه او استیشن په معنی د موقعیت یعنی (د موقعیتونو مجموعه)
د Layout واضح کړئ؟
کله چې کومه ساحه د سروې څخه پاتې وي او وغواړو چې وروسته له یوې مودې یې سروې کړو نو د Layout د طریقې څخه کار اخلو
په ټوټال سټيشن کې کار په څو طریقو اجرا کیږي، فقط نومونه یې ذکر کړئ؟
په دریو طریقو:
1. د kuown طریقه
2. د Resection طریقه
3. د Quick طریقه
مقیاس یعنی څه؟
د مرتسم او طبیعي طول تر منځ نسبت ته مقیاس وایي.
د پلان او نقشې تر منځ توپير واضح کړئ؟
په ګرافیک ډول په یو مطلوب محل کې د اشکالو ښودل د پلان څخه عبارت دي.
او نقشه د ټولو طبیعي او مصنوعي اشکالو او اجسامو ښودل دي په یو مطلوبې افقي سطحې او د هغه جغرافیايي موقعیت هم اکثراً راښایي.
د ټوټل سټیشن ډیټا د کومو پروګرامونو له لارې ډانلوډ کیږي؟
د Eagle Point, Four Sight , List Cad پواسطه
یو انچ مساوي له څو سانتي متره سره کیږي او هم یو میل مساوي له څو yard سره کیږي؟
1inch=2.54cm
1mile=1760yards
د (GPS=Global Positioning System) لومړی ځل چیرته منځته راوړل شو؟
دا سیستم د لومړي ځل لپاره په 1974 میلادي کال کې د امریکا د دفاع وزارت منځته راوړ، او په 1983 میلادي کال کې یې غیر نظامي وګړو ته هم دده د استعمال اجازه ورکړه
د راډ آفسټ څه شی دی؟
د راډ افسټ د مستقیم خط او ۹۰ درجې زاویې د جوړیدو لپاره پکار وړل کیږي او د لرګي څخه جوړیږي چې په منځ کې یې دوه سوري وجود لري، چې تر منځ یې زاویه ۹۰ درجې وي.
د سروې په جریان کې اوسپنیز میخونه باید کوم ابعاد ولري، ویې لیکئ؟
طول یې 40—50cm او ضخامت یې باید 4—5mm وي.
د اندازه ګیرۍ فیتې د جوړښت له نظره په څو ډوله دي؟
په څلور ډوله دي:- ټوټه اي، فلزي، فولادي او الیاژي.
فولادي فیته کومه فیته ده شرحه یې کړئ؟
دا فیته له فولادو جوړه ده، چې په ساختماني امورو کې د نورو فیتو د امتحان لپاره پکار وړل کیږي، طول یې (10,15,20,30,50) متره وي او عرض یې (6—16mm) پورې وي.
د خطي اندازه ګیرۍ وسایل شرحه کړئ؟
د مستقیم خط د اندازه کولو دغه وسیله، د پایپ او یا هم له لرګي جوړه شوې وي، ټول طول یې دوه متره وي، هر ۲۰ سانتي متره وروسته یې رنګ تغیر کوي، مقطع یې دایروي وي چې دوه نیم سانتي متره قطر لري.
ولې له شرید او یا هم فیتې څخه استفاده وکړو؟
ځکه د شرید او فیتې طریقه دقیقه او نسبت نورو طریقو ته عامیانه ده.
د معمارۍ شاقول څه شی دی؟
دا یوه آله ده چې د اشیاؤو د عمود کولو لپاره ترې استفاده کیږي.
په عمومي ډول فاصله په څو طریقو اندازه کیږي؟
په دوو طریقو اندازه کیږي:
مستقیمه طریقه او غیر مستقیمه طریقه.
فیطه یا متر څه شی دی؟
په سروې کې د عمودي، افقي او مایلو اندازه ګیریو د اخیستلو آله ده.
باید د لیول ماشین څخه څه ډول ساتنه او مراقبت وکړو؟
1) د سه پایې څخه باید د نقشې اچولو په وخت د میخونو لپاسه د ضربې واردولو په منظور کار وانه خیستل شي.
2) د سه پایې د کومې یوې پایې د کلکولو په منظور چې وغواړو په ځمکه کې يې وټومبو،باید زمونږ فشار د سه پایې د خپو سره موازي وي.
3) تر څو چې لیول په مکمل ډول د فیجونو پواسطه تړل شوی نه وي تر هغه باید د لاس پواسطه ټینګ ونیول شي او خوشی نکړل شي.
4) د لیول ماشین دانتقال پر وخت باید په عمود ډول انتقال شي.
5) د باران د وریدو پر وخت باید د اوبو ضد پوښ پواسطه پت وساتل شي.
6) د لمر ماشین باید د لمر په سمت مخامخ نکړل شي.
سټاف یا راډ څه شی دی، واضح یې کړئ؟
اصلاً خط کش دی چې ۵ متر طول لري، او د قرات اخیستلو لپاره ورڅخه استفاده کیږي،د سټاف پر مخ د ملي متر، سانتي متر او دیستي متر اندازې درج شوې وي، سټاف مختلف زیړ، سپین او سره رنګونه لري.
څرنګه کولی شو، لیول ماشین آبترازو (په لیول برابر) کړو؟
لمړی پایې کوچنی او لویوو، تر څو د آبترازو حباب (د ابو په منخ کې پوکاڼه) په تقریباً وسط کې ځای ونیسي، بیا یې د آبترازو د پیچونو پواسطه په دقیق ډول وسط کې ځای پر ځای کوو.
آبترازو څه شی دی؟
د آبترازو پواسطه د لیول ماشین افق او عمود تنظمیږي، او شیشې څخه جوړه شوې ده، چې په منځ کې یې حباب (پوکاڼه) ځای لري
فلزي فیته څه ډول فیته ده؟
هغه فیته ده چې د مسو، برنز او یا هم چرم پواسطه پوښل شوې وي، د اوږد مقاومت او دوام لپاره د (30—20—15 ) متره په طولونو جوړیږي.
په لیول کارۍ کې غلطي په څو ډوله ده؟
په درې ډوله ده چې عبارت ده له:
١: فردي یا شخصي غلطي
٢: د آلې غلطي
٣: طبیعي غلطي
د آلې (لیول ماشین) غلطي په کومو څیزونو پورې اړه لري؟
په دریو څیزونو پورې اړه لري:
١. د آلې غلط عیارول.
٢. د لیول ماشین په جوړښت کې نیمګړتیاوۍ.
٣. د سټاف په درجه بندۍ کې نیمګړتیاوۍ.