Hakim bashardost حکیم بشردوست

Hakim bashardost  حکیم بشردوست imfarmetion

10/10/2024

د انسان پیژندنه!*

دعلم څخه نه بلڪې له ادب
څخه ڪیږي ځڪه علم د ابلیس
سره هم وو خو د ادب نه محرم ؤ

01/08/2024

چیګوارا به ویل:
په ستونزمن وخت کې له ډارن او بې زړه انسان سره مشوره مه کوئ! ځکه چې هغه به ستاسې هغه لږ ساتلی همت هم در ختم کړي.

17/06/2024

السَّلامُ عَلَيْكُم ورَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاتُهُ
اختریز پیغام....!
د نیکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت تاسو ته او ستاسو محترمې کورنۍ ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم.
اختر مو مبارک او بختور شــه!
ټـول فرضي او نفــلي عبادتونه مو د الله( ﷻ)په دربار کې قــبول اومنظور شـه.
هره ورځ مو اختر شه .
اختر مو بختور شه.

ګرانو هیوادوالو!نیکمرعه کوچني اخترمومبـــــارک شه.لمونځونه،تراویح.اوعبادت موقبول شه.
09/04/2024

ګرانو هیوادوالو!
نیکمرعه کوچني اخترمومبـــــارک شه.
لمونځونه،تراویح.اوعبادت موقبول شه.

24/02/2024

د واسطې په اړه لږ وضاحت
یزید بن ابي سفیان وایي
ابوبکر صدیق رضي الله عنه چې شام ته د امیر په صفت ولېږلم راته ویې ویل ګوره یزیده
*ته په شام کې خپلوان لرې، زه یرېږم شاید د (حکومت) په چارو کې ته هغوی له نورو مخکې کړې، یعنې یا به د هغوی کارونه مخکې کړې ‏او یا به په وظیفو ورکولو کې هغوی له نورو مخکې کړې او ما له رسول الله (ﷺ ) نه اوریدلي دي ، هغه فرمایلي دي
چا ته چې د مسلمانانو د واک چارې وسپارل شي او هغه پر مسلمانانو داسې څوک امیر وټاکي چې دی مینه ورسره لري (یعني یا یې خپل وي او یا یې ملګری وي) ؛‏نو په هغه دې د الله( ﷻ )لعنت وي او الله (ﷻ) د هغه نفل او فرض عبادت نه قبلوي، ان تر دې چې جهنم ته به یې داخل کړي.

(رواه احمد في مسنده، نقلا الزواجر للهیثمي(۱۵۵/۲)
رحمدکندهاری ددعاء په هیله

که تاسو ته وويل شې چې د نړۍ له نقشې يو هېواد ورک کړئ، نو تاسو به کوم هېواد له نقشې وباسئ؟
11/05/2023

که تاسو ته وويل شې چې د نړۍ له نقشې يو هېواد ورک کړئ، نو تاسو به کوم هېواد له نقشې وباسئ؟

07/09/2022
30/07/2022
22/08/2020

ټولنیز اداب:
① د لاس وریجې بېرته په کاسه کې مه اچوئ.
②د خوراک په وخت کې، ويښتان او نور وجود مه گروئ.
③ د دسترخوان پر سر مه گرځئ.
④د چا په سوریو جورابو، کالیو او څپلیو پورې مهٔ خاندئ.
⑤ له چا د سپینواو توی شویو ويښتانو په اړه ترې پوښتنه مه کوئ.
⑥ له مزدور د معاش پوښتنه مه کوئ.
⑦ که چېرې له ادارې لرې شوې، مننه ترې وکړه او په خپله مخه لاړ شه.
⑧ ملگری مهٔ پرېږده چې تل ستا کرایه او د هوټل ډوډۍ پېسې ورکړي.
⑨ پر سړک، بازار، موټر، دفتر او شفاخانه کې؛ په لؤړ اواز په تلیفون کې مه غږېږئ.
10:کله چې له ماشومانو سره لوبې کوې، پرېږده چې هغوی یې وگــټي.

11: که چېرې یو چا درته ډېر کوچنی کار هم وکړو، مننه ترې وکړئ.
12: کله چې د مقابل جانب خبرې خلاصې شوې، تهٔ دې خپله خبره ورته پېل کړه.
13: داسې عطر یا سپرې مهٔ استمالوه چې نور خلک ترې په تکلیف شي.
14: چې چا بللی نه وې، ډوډیو پسې کور په کور مه گرځه.
15: که چېرې خفه وې نو ماشومانو باندې خپل زړه مه تشوه.
16: کله چې له چا سره ستړی مه شي کوي، خپلې تورې عېنکې مو له سترگو لیرې کړئ.
17: هر وخت گیلي مه کوه.
18: یو ښه انسان د پلار او نیکه په اشتباه مه نیسه.
19: چې په کوم څه نه پوهېږې، نظر پرې مه ورکوه.
20: یو مسلک ونیسه او په هغې کې پرمختگ وکړه.

21- هر وخت ځان خفه او غصه مه ښایه.
22-دخلکو په مخکى پزه کى ګوتى مه وهئ!
23-دخلکو په مخکى پزه مه سوڼ کوئ.
24-څه وخت چه قضا حاجت ته ځئ اودس هم هلته وچ کړى دخلکو په مخکى پرتوغاښ مه تړئ.
25-د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دچا مخى ته لاس مه وهئ.
26-دلارى دتللو په وخت کى مشرانو ته لومړيتوب حق ورکړى.
27-دمعذورو اشخاصو پوره خيال ساتئ.
28-دبى وسه او ناچار مخکى خپل د پيسو او کاروبار يادونه مه کوئ.
29-په سلام کى تر هر چا لومړيتوب کوئ ولو که مقابل جانب ستاسو څخه په عمر او رتبه کى ټيټ وى.
30-يوکس که ويده وى په زوره خبرى مه کوئ چه هغه دخوبه نه ویښ نه شى.

31-څه وخت چه دسفر نه ستنيږئ مخ او لاس او پښي مو پريمنځي!
32-کوشش کوئ چه غسل زر زر وکړى بعضى اوقات دبدن نه دخولو بوى ځي!
33-د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دبل چا حق مه تلفوئ!
34-په مجلس کى پوس پوسک مه کوئ يعني پټي خبرى مه کوئ!
35- چا ته مه وایاست چې په څه نه پوهېږئ.

دغه يو څو ټولنیز اداب دي دا باید په ژوند کې عملي کړو.

Address

Gardez

Telephone

0093 782509000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hakim bashardost حکیم بشردوست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share