پکتیا برښنا شرکت

پکتیا برښنا شرکت یاده پاڼه تاسو ته د سهیل ختیځې حوزې په کچه د برښنا په برخه دقیق او صحیح معلومات وړاندی کوی.

د پکتیا برښنا ریاست له لوري د پکتیا پوهنتون ریاست لپاره د 1000KVA  ظرفیت لرونکي ترانسفارمر د تقویې چارې د 6.1 میلیونه اف...
27/04/2026

د پکتیا برښنا ریاست له لوري د پکتیا پوهنتون ریاست لپاره د 1000KVA ظرفیت لرونکي ترانسفارمر د تقویې چارې د 6.1 میلیونه افغانیو په ارزښت سره په بریالیتوب سره بشپړې شوی چی د ۱۴۰۵/۲/۶ ه ش نېټه د برښنا ملي شبکې سره وصل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاده پروژه د پکتیا برښنا رئیس مولوي محمد انور راشد، عملیاتی چارو معاون انجنیر عبدالرحمن مخلص ، تجارتی چارو معاون عبدالقدیر مقصودی او همدارنګه د پکتیا پوهنتون رئیس او معاون په شمول اړوند مسئولینو په حضور کې پرانیستل شوه، چې د یادی پروژی سره به د پکتیا پوهنتون ریاست د برښنا ستونزې هوارې، د برښنا منظم او دوامدار جریان به تأمین او د خدمتونو کیفیت به لا ښه شي.

د پکتیا برېښنا ریاست

د پکتیا برېښنا ریاست لخوا د دریو ساختماني پروژو پرانیست غونډه وشوه!نن چهارشنبه ۱۴۴۷/۱۰/۲۸ هـ ق، په پکتیا برېښنا ریاست کې...
15/04/2026

د پکتیا برېښنا ریاست لخوا د دریو ساختماني پروژو پرانیست غونډه وشوه!
نن چهارشنبه ۱۴۴۷/۱۰/۲۸ هـ ق، په پکتیا برېښنا ریاست کې د ۱۴۰۵ کال لپاره د دریو ساختماني پروژو (د ریاست اداري تعمیر، د سب‌سټیشن کانال، او د لوړ ولتاژ اړوند د انتقالي پایې استنادي دیوال) د پرانیستې مراسم ترسره شول.
په یادو مراسمو کې د پکتیا ولایت مرستیال والي شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین، د علماوو شورا مرستیال مفتي امان‌الله، د پکتیا برېښنا ریاست رئیس مولوي محمد انور راشد، د پکتیا ولایت یو لړ ریاستونو رئیسانو او د پکتیا برېښنا ریاست کارکوونکو ګډون کړی و.
پیل کې د پکتیا برېښنا رئیس مولوي محمد انور راشد په خپلو خبرو کې وویل چې یادې پروژې، چې څه باندې ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت لري، د روان کال تر نیمایي پورې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، ورپسې د پکتيا مرستيال والي الحاج شيخ انعام الله صلاح الدين د يادو پروژو پر پيليدو خوښي وښوده او د هغو پروژو يادونه يې وکړه، چې پکتيا کې تطبيق شوې او يا تر کار لاندې دي.
شيخ صاحب ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې له ټولو امکاناتو په استفادې به پکتيا کې متوازنې پرمختيا ته پۀ کتو لا زياتې رغنيزي پروژې پيل شي.

د پکتیا برېښنا ریاست

د ۱۴۰۵ کال لپاره د پکتیا برېښنا ریاست کلنۍ عمومي جلسه:د پکتیا برېښنا ریاست رئیس مولوي محمد انور راشد له لوري د ۱۴۰۵ کال ...
07/04/2026

د ۱۴۰۵ کال لپاره د پکتیا برېښنا ریاست کلنۍ عمومي جلسه:
د پکتیا برېښنا ریاست رئیس مولوي محمد انور راشد له لوري د ۱۴۰۵ کال لپاره کلنۍ عمومي جلسه ترسره شوه.
په یاده جلسه کې د ریاست مرستیالانو، مدیرانو او ټولو کارکوونکو ګډون کړی و ، جلسه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو پیل شوه ، ورپسې د پکتیا برېښنا رئیس مولوي محمد انور راشد د پیل وینا وکړه. نوموړي کارکوونکو ته د راتلونکي کال لپاره هر اړخیزې لارښوونې وړاندې کړې او د دندو د اصولو پر مراعات، د پکتیا ولایت په کچه د برېښنا د پراختیا، د شبکې د تخنیکي ستونزو پر حل، او په اداري چارو کې له مراجعینو سره د ښې رویې پر اهمیت ټینګار وکړ. همدارنګه یې د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه اړینه وبلله.
ورپسې، د ریاست مرستیالانو د تېر کال د لاسته راوړنو او د راتلونکي کال د پلانونو په اړه تفصیلي څرګندونې وکړې.

د پکتیا برېښنا ریاست

السلام عليكم ورحمة الله وبركاتهتَقَبَّلَ اللّٰهُ مِنَّا وَ مِنْکُمْ صَالِحَ الْأَعْمَالِد پکتیا برشنا رئیس مولوی محمد ان...
19/03/2026

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
تَقَبَّلَ اللّٰهُ مِنَّا وَ مِنْکُمْ صَالِحَ الْأَعْمَالِ

د پکتیا برشنا رئیس مولوی محمد انور راشد له خوا د نیک مرغه کوچنی اختر د مبارکۍ پیغام
کوچنی اختر د خوښۍ، بښنې او مینې ورځ ده.
هیله ده چې دا مبارکه ورځ ستاسو ژوند ته نوې خوښۍ، برکتونه او نېکمرغي راوړي.

د ګران افغانستان قدرمن ملت او ځانګړی ډول پکتیا ولایت درنو ولسونو ته د زړه له کومې د نیکمرغه کوچنی اختر مبارکي وړاندې کوم الله ج مو ټول عبادات او اطاعات قبول او مقبول کړه.
اختر مو مبارک! 🌙

*آمین یارب العلمین*

نن یکشنبه، د ١٤٤٧/۹/١٢ نېټه، د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د پکتیا برېښنا ریاست له لوري د احمداباء او سیدکرم ولسوالیو د ...
01/03/2026

نن یکشنبه، د ١٤٤٧/۹/١٢ نېټه، د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د پکتیا برېښنا ریاست له لوري د احمداباء او سیدکرم ولسوالیو د سورکي منلګ، ګراج، سیدخیل،سره کلا ، سورسنګ ،لوي خوړ او کوډ کلا سیمو کې د اووه پایه ترانسفارمرونو د برېښنا پروژې د پرانیستې مراسم ترسره شو.

په یادو مراسمو کې د پکتیا ولایت مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د علماوو شورا رئیس شیخ صالح محمد فقیر ، د بیلابېلو ریاستونو رئیسانو د پکتیا برېښنا ریاست رئیس مولوي محمد انور راشد، د احمدابا ولسوالۍ ولسوال او ګڼ شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.

یاده پروژه د سیمې د اوسېدونکو لپاره یو ستر او مهم ګام بلل کېږي، ځکه چې د دې پروژې په فعالېدو سره به د دولتي، تجارتي اماکنو تر څنګ شاوخوا ٢٠٠٠ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي او د هغوی د ژوند په بېلابېلو برخو کې به مثبت بدلون راولي.

د پکتیا برېښنا ریاست هڅه کوي څو د برېښنا خدمتونه لا پراخ او معیاري کړي، تر څو لرې پرتو سیمو ته هم اساسي اسانتیاوې ورسېږي.

د پکتیا برېښنا ریاست

د پکتیا برښنا ریاست له لوري د پکتیا ولایت استخباراتو ریاست  د درې فازه برښنا مېتر په 630KVA  ترانسفارمر د تقویې چارې په ...
19/02/2026

د پکتیا برښنا ریاست له لوري د پکتیا ولایت استخباراتو ریاست د درې فازه برښنا مېتر په 630KVA ترانسفارمر د تقویې چارې په بریالیتوب سره بشپړې او نن د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷/۹/۰۱ نېټې سره سم، د پکتیا برښنا ریاست د مسئولینو په حضور کې نوموړی ترانسفارمر د برښنا ملی شبکی سره وصل او ګټې اخیستني ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د پکتیا استخباراتو ریاست د برښنا ستونزې هوارې او د برښنا د منظم او دوامدار جریان زمینه به برابره شي.
والسلام
د پکتیا برښنا ریاست

17/02/2026

سلامونه د پکتیا برشنا قدرمنو پیرېدونکو!
له تاسو څخه هیله کېږي چې د برشنا لګښتونه په ټاکلي وخت ادا کړئ، ځکه د برشنا پیسو پر وخت نه ورکول نه یوازې د برشنا د پرې کېدو لامل ګرځي، بلکې د پور د زیات ځنډ په صورت کې به له تاسو سره قانوني چلند هم ترسره شي.

نن چهارشنبه د ١٤٠٤/١١/١ نېټه د پکتیا برښنا ریاست محترم رئیس مولوي محمد انور راشد د افغانستان برښنا شرکت له عمومي اجرائیو...
21/01/2026

نن چهارشنبه د ١٤٠٤/١١/١ نېټه د پکتیا برښنا ریاست محترم رئیس مولوي محمد انور راشد د افغانستان برښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس مولوي عبدالحق همکار سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د پکتیا برښنا ریاست پر شته ستونزو او مشکلاتو هر اړخیز بحث ترسره شول او همدارنګه د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالحق همکار ډاډ ورکړ، چې امکاناتو په موجودیت او صلاحیتونو په رڼا کې به یادو ستونزو ته رسېدګی وشي او د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
والسلام

نن سه شنبه د ١٤٠٤/١٠/٢٣ تاریخ د پکتیا برښنا رئیس مولوي محمد انور راشد د افغانستان برښنا شرکت له عملیاتي رئیس صفی الله اح...
13/01/2026

نن سه شنبه د ١٤٠٤/١٠/٢٣ تاریخ د پکتیا برښنا رئیس مولوي محمد انور راشد د افغانستان برښنا شرکت له عملیاتي رئیس صفی الله احمدزي، تجارتي رئیس، مالي رئیس او اداري رئیس سره جلا ـ جلا لیدنې ترسره کړې.
په یادو لیدنو کې د راتلونکي کال لپاره د پکتیا ولایت د برښنا اړوند بېلابېلې اړتیاوې او غوښتنې شریکې شوې، چې د افغانستان برښنا شرکت یادو مسؤلینو د دغو غوښتنو د پوره کېدو په برخه کې بشپړ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ مولوي محمد انور راشد د افغانستان برښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر سره هم لیدنه ترسره کړې وه.

د پکتیا برښنا ریاست له لوري د پکتیا ولایت  محبس ریاست  د درې فازه برښنا مېتر په 160KVA  ترانسفارمر د تقویې چارې په بریال...
11/01/2026

د پکتیا برښنا ریاست له لوري د پکتیا ولایت محبس ریاست د درې فازه برښنا مېتر په 160KVA ترانسفارمر د تقویې چارې په بریالیتوب سره بشپړې او نن د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۲۱ نېټې سره سم، د پکتیا برښنا ریاست د رئیس مولوی محمد انور راشد د عملیاتی چارو معاون انجنیر عبدالرحمن مخلص د تجارتی چارو معاون سید عبدالقدیر او انجنیرانو په حضور کې نوموړی ترانسفارمر د برښنا ملی شبکی سره وصل او ګټې اخیستني ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د پکتیا محبس ریاست د برښنا ستونزې تر ډېره هوارې شي او د برښنا د منظم او دوامدار جریان زمینه به برابره شي.
والسلام
د پکتیا برښنا ریاست

📢د ورښتونو پر مهال د برېښنا شارټیو شونتیا ډېره وي! د شارټۍ پېښې پر مهال د برېښنا له پایو او لویدلو مزو لرې شئ!
24/12/2025

📢د ورښتونو پر مهال د برېښنا شارټیو شونتیا ډېره وي!
د شارټۍ پېښې پر مهال د برېښنا له پایو او لویدلو مزو لرې شئ!

د ۱۴۰۴ کال د څلورمې دورې د بیل د چاپ خبرتیاد پکتیا برېښنا ریاست قدرمنو پېرېدونکو!د ۱۴۰۴ کال د څلورمې دورې بیلونه چاپ او ...
18/12/2025

د ۱۴۰۴ کال د څلورمې دورې د بیل د چاپ خبرتیا

د پکتیا برېښنا ریاست قدرمنو پېرېدونکو!
د ۱۴۰۴ کال د څلورمې دورې بیلونه چاپ او په مکمله توګه ویشل شوي دي. ګرانو پېرېدونکو! که چېرې تاسو د ۱۴۰۴ کال د نهمې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې خپل بیل تر لاسه نه کړ، مهرباني وکړئ د پکتیا برېښنا ریاست د سوداګریزو چارو معاونیت ته مراجعه وکړئ، تر څو د خپل بیل په اړه مالومات ترلاسه کړئ.
د برښنا لګښت(پیسو) پر وخت تحویلولو سره د خپلې برښنا د پرې کېدو مخنیوی وکړئ.
والسلام
د پکتیا برښنا ریاست

Address

Gardiz Paktia
Gardiz

Opening Hours

Monday 00:00 - 23:59
Tuesday 00:00 - 23:59
Wednesday 00:00 - 23:59
Thursday 00:00 - 23:59
Friday 00:00 - 23:59
Saturday 00:00 - 23:59
Sunday 00:00 - 23:59

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پکتیا برښنا شرکت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category