Ariana Hosa Engineering & Architectural Design Services

Ariana Hosa Engineering & Architectural Design Services زمونږ هدف د هیوادوالو لپاره خوندي ،پايدار ،اقتصادی او ښکلی چاپیریال برابرول.

20/05/2026

په ساختماني انجينرۍ کې Stirrups هغو د اوسپنې کړيو يا تړونکو سيخونو ته ويل کېږي چې د Beam (بيم) او کله وخت د Column (پايو) دننه د اصلي سيخونو چاپېره تړل کېږي.
د دې اصلي وظيفه د کانکريټي غړي قوي کول او د سيخونو منظم ساتل دي.
د Stirrups بڼه
د Stirrups مهم کارونه
1. د Shear Force مخنيوی
بيم کې يوازې اوږده سيخونه کافي نه وي.
کله چې بار زيات شي، بيم کې Shear Force پيدا کېږي. Stirrups د همدې قوو پر ضد مقاومت کوي او د بيم د چاودېدو مخه نيسي.
2. د اصلي سيخونو منظم ساتل
Stirrups د Longitudinal Bars (اصلي سيخونو) فاصله او موقعيت ثابت ساتي.
3. د Crack مخنيوی
د کانکريټ درزونه يا Crack کموي، په ځانګړي ډول د بيم په څنډو کې.
4. د زلزلې مقاومت زياتول
په Earthquake resistant structures کې ډېر مهم رول لري ځکه چې د ساختمان انعطاف او ثبات زياتوي.
د Stirrups ډولونه
1. Rectangular Stirrup
تر ټولو عام ډول دی چې په Beam کې استعمالېږي.
2. Circular Stirrup
اکثره په Circular Columns يا Piles کې استعمالېږي.
3. Helical Stirrup
د Spiral په شکل وي او د Column لپاره کارېږي.
د Stirrups فاصله (Spacing)
Spacing د ډيزاين مطابق ټاکل کېږي، خو عموماً:
د Beam په منځ کې: 150mm – 250mm
د Support سره نږدې: 100mm يا کم
ولې؟
ځکه چې Shear Force د Support سره نږدې زيات وي.
د Stirrups Hook
د Stirrups دواړه سرونه Hook لري څو ښه بند پاتې شي.
عام Hook:
90°
135° (زلزلې سيمو کې زيات استعمالېږي)
د Stirrups اندازه
عام Diameter:
8mm
10mm
12mm
دا د ساختمان د Load او Design پورې اړه لري.
په ساحه کې د Stirrups مهم ټکي
✅ بايد صحيح Spacing ولري
✅ Hook بايد سم تاو شوی وي
✅ زنګ وهلی سيخ استعمال نه شي
✅ Concrete Cover بايد مراعات شي
✅ ټولې تړنې Binding Wire سره کلکې وتړل شي
ساده مثال
که يو Beam لاندې سيخونه ولري، Stirrups داسې چاپېره تړل کېږي:
اصلي اوږده سيخونه د Flexure لپاره وي، او Stirrups د Shear لپاره.
په انجينرۍ اصطلاح کې کله کله ورته:
Shear Reinforcement
Links
Ties
هم ويل کېږي.

22/04/2026
حرارتي پوښ (Thermal Envelope):۱. د ودانۍ د جوړولو پر وخت باید له سپارښتل شوي حد څخه زیات عایق وکارول شي، ځکه چې په راتلو...
03/01/2026

حرارتي پوښ (Thermal Envelope):
۱. د ودانۍ د جوړولو پر وخت باید له سپارښتل شوي حد څخه زیات عایق وکارول شي، ځکه چې په راتلونکي کې د انرژۍ بیې لوړېږي او ښه عایق د تودوخې او یخوالي لګښتونه کموي، خو که ودانۍ یو ځل جوړه شي نو وروسته عایق زیاتول ډېر سخت او ګران وي، نو لږ زیات مصرف اوس د اوږدې مودې لپاره ډېره ګټه لري.
۲. تودوخې پلونه (Heat bridges) هغه ځایونه دي چې تودوخه ترې په اسانۍ بهر وځي یا دننه ننوځي، نو ځکه باید تر امکان پورې کم شي، په ځانګړي ډول لوی تودوخې پلونه، ځکه چې دا د انرژۍ ضایع زیاتوي، ودانۍ سړه یا ګرمه کوي او د انرژۍ لګښت لوړوي
۳. که د ودانۍ بیم یا سلب د حرارتي پوښ له لارې بهر ته ووځي، نو دا د تودوخې قوي پل جوړوي او انرژي ضایع کوي، له همدې امله باید بالکونۍ د اصلي جوړښت پر ځای ځړول شوې وي، تر څو جوړښتي عناصر د عایق د داخلي لوري ته پاتې شي او ودانۍ د تودوخې له ضایع کېدو خوندي شي.
۴. ټول ډکټونه او پایپونه باید د حرارتي پوښ داخلي لوري ته وي.
۵. که عایق د فولادي ستنو یا جویسټونو steel) studs or joists) ترمنځ واچول شي، فولاد تودوخه ژر لېږدوي او د عایق اغېز ډېر کموي، نو غوره ده چې عایق د دې ستنو له بهرني لوري وکارول شي، ځکه فولادي ستنې د تشې عایق اغېز تر شاوخوا ۵۰٪ پورې کموي او د انرژۍ ضایع زیاتوي.
۶. د SIP (Structural Insulated Panel) پینلونه ځکه غوره دي چې پکې عایق او جوړښت یو ځای وي، د تودوخې پلونه کموي، هوا نه پرېږدي، او د انرژۍ ضایع راکموي، نو هر وخت چې امکان وي کارول یې د ودانۍ حرارتي فعالیت ښه کوي.
۷. ډېر لوړ R-Value لرونکي کړکۍ وکاروئ، مګر که کړکۍ د غیر فعال لمریزې تودوخې د راټولولو لپاره کارېږي، نو پام وکړئ ځکه چې د R-Value په زیاتېدو سره د لمریزې وړانګې لېږد کمېږي.
۸. په سړو اقلیمونو کې، د جنوبي کړکیو لپاره دوه‌ګونی شیشه پرته له Low-E پوښ څخه وکاروئ، ځکه Low-E پوښ د لمریزې تودوخې د ترلاسه کولو ضریب (SHGC) کموي. پر ځای یې د شپې دننه عایق وکاروئ.
۹. حرارتي ډله (Thermal Mass) باید د عایق د داخلي لوري ته وي، خو له داخلي هوا څخه جلا (انسولېټ) نه شي.
۱۰. تودوخې ساتونکی (Thermal Mass) کولی شي تودوخه ذخیره او ورو ورو خوشې کړي، خو په عصري ودانیو کې یوازې د تودوخې ساتلو لپاره کافي نه ده، ځکه چې دا د عایق ځای نه نیسي. د انرژۍ موثریت لپاره هماغه شان ښه عایق ته اړتیا ده.
۱۱. د ځمکې لاندې یا نیمه ځمکني ودانیز سیستم (Earth Sheltering) په اړه فکر وکړئ، په ځانګړي ډول که ساحه د جنوب پر لور مایل وي، ځکه چې د لږو کړکیو سره هم ډېره لمرینه تودوخه ترلاسه کېدای شي. دا سیستم د توپانونو او شور پر وړاندې هم ساتنه کوي. له سورو یا نفوذ لرونکو خاوریني بندونو (Earth Berms) څخه ډډه وکړئ، ځکه هره پرانیسته پکې د تودوخې یو لوی پل جوړوي.

31/12/2025

په Ring (رینګ بیم) او Column (ستنه) کې د خرابو او سوري لرونکو تختو د استعمال تاوانونه په تخنیکي او ساده ډول:
۱. د کانکریټ کمزوری کیفیت
سوري لرونکې تختې د کانکریټ شیره (cement paste) بهر ته پرېږدي، چې له امله یې کانکریټ honeycomb کېږي او کلکوالی یې کمېږي.
۲. د Ring او Column د مقاومت کمېدل
کله چې قالب سم بند نه وي، کانکریټ سم نه ټینګېږي او د Column او Ring د بار وړلو وړتیا کمېږي.
۳. نابرابره او بدرنګه سطحه
خرابې تختې د Ring او Column سطحه کږه، سوري سوري او غیرمعیاري ښيي، چې بیا پلستر ته اړتیا ډېروي.
۴. د اوبو او رطوبت ننوتل
سوري لرونکې تختې د اوبو د ننوتلو لاره جوړوي، چې وروسته د اوسپنې زنګ وهل (corrosion) چټکوي.
۵. د اوسپنې زنګ وهل
کله چې کانکریټ کمزوری وي او سوري ولري، هوا او رطوبت اوسپنې ته رسېږي او د Column او Ring عمر کمېږي.
۶. د قالب خلاصېدو خطر
خرابې تختې د کانکریټ د وزن تحمل نه شي کولای، قالب خلاصیږي او د کارګرو لپاره د حادثې خطر پیدا کېږي.
Ariana Housa Engineering & Architectural Design Services Center
۷. د موادو او لګښت زیاتوالی
د کانکریټ ضایع کېدل، بیا ترمیم او اضافي پلستر د پروژې لګښت لوړوي.
۸. د ساختماني معیارونو خلاف کار
په Ring او Column کې د خرابو تختو استعمال د انجنیرۍ
اصولو او ساختماني ستندردونو خلاف دی.
Ariana Hosa Engineering & Architectural Design Services

30/12/2025

د کانکریټ د ماتېدو لاملونه

زنګ نیول او تدریجي خوړنه د کانکریټو ماتېدو یواځنۍ سرچینه نه ده. ځينې نور لاملونه هم شته چې د اوسپنیزکانکریټي ساختمانونو د خرابوالي (deterioration) او مخ په زوال کېدو لامل ګرځي.
کله چې د یو ساختمان تفتیش (inspection) ترسره کیږي، باید دا په پام کې ونیول شي.

د خرابېدو نورې سرچینې په لاندې ډول دي.

1. نامناسب مواد کارول
(Unsuitable materials).
2. خراب سیمنټ کارول
(Unsound aggregate).
3. د حساسو او غبرګون ښودونکو ډکوونکو موادو کارول
(Reactive aggregate).
4. د ککړو ډکوونکو موادو کارول
(Contaminated aggregate).
5. د غلط ډول سیمنټو کارول.
6. د سیمنټو په تولید کې غلطي.
7. د غلط ډول علاوه کوونکو کارول
(Wrong type of admixture).
8. ددویمه درجه علاوه کوونکو کارول.
9. د ککړو علاوه کوونکو کارول.
10. د عضوي ککړو اوبو کارول
(Organically contaminated water).
11. د کیمیاوي ککړو اوبو کارول.
12. د سیخانو غلطه نوعه کارول.
13. د سیخانو په سایز کې غلطي کول.
14. د کار ناسم ډول ترسره کول.
15. په ډيزاین کې نیمګړتیا.
16. د کانکریټو غلط مخلوطول (د اوبو اوسیمنټو لوړ نسبت کارول).
17. د سستو قالبونو کارول
(Unstable formwork).
18. د سیخانو ناسم ځای په ځای کول
(Misplaced reinforcement).
19. د کانکریټو د اچولو په وخت نا سم سمبالښت (بي ځایه اچول او لږ تخته کول.
20. پوره اوبه نه ورکول او کمزورې پاملرنه.
21. چاپیریالي عوامل.
22. د خاورې الکالیت درلودل.
23. د سمندر اوبه.
24. د تیزابو کارخانې شتون.
25. کنګل کیدل او ویلي کیدل
(freezing and thawing).
26. له ډیزاین څخه د بار زیاتیدل.
27. د پیښو منځ ته راتلل لکه چاودنه
(Accident as ballast load).
28. زلزلې د بار ناسمه محاسبه.

د لرګي او فلزي قالبنديفلزي قالبندي په هغه ځايونو کې استعماليږي، چې څو ځله د قالبونو استعمال ته اړتيا وي.د فلزي قالبونو ا...
30/12/2025

د لرګي او فلزي قالبندي

فلزي قالبندي په هغه ځايونو کې استعماليږي، چې څو ځله د قالبونو استعمال ته اړتيا وي.

د فلزي قالبونو ابتدایې مصارف زيات دي، مګر څو ځلي استعمال سره اقتصادي ثابتيږي، فلزي قالبونو نظر د لرګيو قالبونو ته په لاندې ډول دي.
① فلزي قالبونه په څو ځله استعمال کيدای شي، تقريبا د لرګيو د قالبونو په نسبت لس چنده زيات د استعمال وړ وي.
② فلزي قالبونه د کانکريټو څخه اوبه نه جذبوي.
③ فلزي قالبونه غونجيدنه (Shrinkage) نه کوي، نو ځکه یې نظر د لرګيو قالبونو ته دقت دي.
④ د فلزي قالبونو نصبول او خلاصول اسانه دي، نو کارګرانو سپما زياتيږي.
⑤ د کانکرېټو ښه همواره سطحه په لاس راځي، ډېر کم اصلاح کولو ته اړتيا لري.
⑥ فلزي قالبونه د زيات مقاومت لرونکي دي، دوام يې نظر د لرګيو قالبونو ته زيات ده.
⑦ د فلزي قالبونو د ډيزاين محاسبه اسانه ده، ځکه چې لرګيو ته يې ځانګرتياوې ښې معلومې دي

 #الله‌اکبر
29/12/2025

#الله‌اکبر

د برشنا شرکت مسؤلین وايي چې په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۱.۳ میلیارده ډالر د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه شوې ده. دغ...
29/12/2025

د برشنا شرکت مسؤلین وايي چې په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۱.۳ میلیارده ډالر د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه شوې ده. دغه پروژې د ګاز، اوبو، ډبرو سکرو او باد له لارې د برېښنا تولید که ونډه لري. د هېواد د برېښنا بشپړې اړتیا پوره کولو لپاره نږدې ۱۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده او د پانګونې د زیاتېدو هڅې روانې دي.

Code (کوډ)څه شی دی؟کوډ هغه قانوني اصول دي چې تطبیق یې لازمي وي.ځانګړنې:قانوني حیثیت لريد دولت یا رسمي ادارو له خوا جوړېږ...
25/12/2025

Code (کوډ)
څه شی دی؟
کوډ هغه قانوني اصول دي چې تطبیق یې لازمي وي.
ځانګړنې:
قانوني حیثیت لري
د دولت یا رسمي ادارو له خوا جوړېږي
د خوندیتوب او کیفیت لږ تر لږه شرطونه ټاکي
نه عملي کول یې غیرقانوني دي
بېلګې:
د ودانۍ کوډ
د اور خوندیتوب کوډ
د زلزلې کوډ
که کوډ مراعات نه شي، پروژه غیرقانوني ګڼل کېږي.

Standard (سټنډرډ)
څه شی دی؟
سټنډرډونه تخنیکي لارښوونې او غوره کړنلارې دي.
ځانګړنې:
خپله قانون نه وي
د مسلکي ادارو له خوا جوړېږي
ډېری وخت د کوډ برخه ګرځي
کیفیت او یوشان‌والی تضمینوي
بېلګې:
ACI سټنډرډونه
ASTM سټنډرډونه
ISO سټنډرډونه
سټنډرډ ښيي چې د کوډ غوښتنې څنګه پوره شي.

Specification (سپېسفیکېشن)
څه شی دی؟
سپېسفیکېشن د یوې ځانګړې پروژې لپاره تفصیلي تخنیکي سند دی.
ځانګړنې:
د هماغې پروژې لپاره لیکل کېږي
مواد، طریقه، کیفیت او ازموینې مشخصوي
د قرارداد برخه وي
د کوډ او سټنډرډ پر بنسټ جوړېږي
بېلګې:
د کانکریټ مشخصات
د فولادو ګریډ
د کار اجرا طریقه
سپېسفیکېشن قراردادي ته وایي چې څه شی، څنګه او په کوم کیفیت ترسره کړي.

د یاد ساتلو لپاره:
Code = قانون
Standard = تخنیکي لارښود
Specification = د پروژې شرطونه

د کوټو لپاره د ايرکنډېشن محاسبه.د ايرکنډېشن محاسبه کوټو جهت ته  په دوه طريقو ترسره کيږي.1-د هغه کوټو لپاره د اير کنډېشن ...
25/12/2025

د کوټو لپاره د ايرکنډېشن محاسبه.
د ايرکنډېشن محاسبه کوټو جهت ته په دوه طريقو ترسره کيږي.
1-د هغه کوټو لپاره د اير کنډېشن محاسبه چې لمر وړانګو ته مخامخ يا د لمر وړانګې مستقیمآ د کوټې په دېوالونو لږيږي.
Formula : X tons Air-condition =(L*W*H*300)/12000
بېلګه:
دهغه کوټې لپار چې لمر ته مخامخ دى ايرکنډېشن محاسبه کړئ چې طول شپږ متره عرض څلور متره او ارتفاع درې متره وي؟
L=6
W=4
H=3
فارمول لرو چې :
X =((L*W*H*300) /12000)tons
X=(6*4*3*300)/12000
X= 1.8 tons
ددې کوټې لپاره دوه ټنه اير کنډېشن ته ضرورت دى.
2-دهغه کوټو لپاره چې د ايرکنډېشن محاسبه چې د لمر وړانګې د کوټو په دېوالونو مستقیمآ نه لږيږي.
Formula : X tons Air-condition =(L*W*H*250)/12000
بېلګه:
دهغه کوټې لپار چې ديوالونه يې لمر وړونکې ته مخامخ نه دي ايرکنډېشن محاسبه کړئ چې طول شپږ متره عرض څلور متره او ارتفاع درې متره وي؟
L=6
W=4
H=3
فارمول لرو چې :
X =((L*W*H*250) /12000)tons
X=(6*4*3*250)/12000
X= 1.5 tons
ددې کوټې لپاره يو نيم ټن ايرکنډېشن ته ضرورت دى.

Address

تلاشي چوک
Jalalabad

Telephone

+93788145712

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ariana Hosa Engineering & Architectural Design Services posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Ariana Hosa Engineering & Architectural Design Services:

Share