مزل تولیدي شرکت Mazal Manufacturing company

مزل تولیدي شرکت  Mazal Manufacturing company مزل تولیدي شرکت د نوښت او کیفیت نوم

د هیواد تولید د هیواد ویاړ د مزل تولیدات ترلاسه کړئ پته جلال اباد ښار
01/12/2025

د هیواد تولید د هیواد ویاړ د مزل تولیدات ترلاسه کړئ
پته جلال اباد ښار

07/11/2024
کیفیت او نوښت د مزل سره تجربه کړیادرس _ننګرهار ولایت جلال اباد ښاراړیکو شمیری 0093788100680   #0093766100680
07/11/2024

کیفیت او نوښت د مزل سره تجربه کړی
ادرس _ننګرهار ولایت جلال اباد ښار
اړیکو شمیری 0093788100680 #0093766100680

06/09/2024

🔴(۱)سوال:اسلام څه ته وايي؟
🟢(۱)جواب:اسلام په لغت کې انقياد ياغاړه ايښودلوته وايي.

🔴(۲)سوال:ايمان څه ته وايي؟
🔵(۲)جواب:ايمان په لغت کې اقرارکول په ژبه تصديق کول په زړه سره.

🔴(۳)سوال:قران په لغت کې څه ته وايي؟
🟠(۳)جواب:قران په لغت کې بار'بار ويلو ته وايي اوپه اصطلاح کې دالله تعالی کتاب دجبريل (ع)په واسطه په محمد (ص)باندې په درويشت کلونو کې لږ'لږ نازل شوی کتاب دی.
🔴(۴)سوال:مذهب په لغت کې څه ته وايي؟
🟣(۴)جواب:مذهب په لغت کې لارې او طريقې ته وايي.

🔴(۵)سوال:فرض څه ته وايي؟
🟡(۵)جواب:فرض په لغت کې دالله تعالی حکم ته وايي چې داسې قطعې دليل سره ثابت وي چې هغه کې هيڅ شک او شبهه نه وي دفرض پريښودو سره لمونځ نه کيږي.

🔴(۶)سوال:واجب څه ته وايي ؟
🟤(۶)جواب:واجب په لغت کې هغه عمل ته وايي چې داسې دليل سره ثابت وي چې د هغې ثبوت قطعې وي خو مراد يي قطعی نه وي د واجب ترک کولو سره سجده سهوه لازميږي.

🔴(۷)سوال:سنت څه ته وايي؟
🟢(۷)جواب:سنت په لغت کې هغه عمل ته ويل کيږي چې رسول الله (ص)هميشه کړي وي خوکله 'کله يوځل يا دوه ځله پريښي وي.

🔴(۸)سوال:مستحب څه ته وايي؟
🔵(۸)جواب:مستحب په لغت کې هغه عمل ته ويل کيږي چې په کولو ثواب او په نه کولو يي عذاب نشته. مستحب کولو سره د مسلمان عمل زياتيږي.

🔴(۹)سوال:مباح څه ته وايي؟
⚫(۹)جواب:مباح هغه عمل ته ويل کيږي چې په کولو او يا پريښودو کې څه عذاب نه وي.

🔴(۱۰)سوال:مکروه څه ته وايي؟
🟠(۱۰)جواب:مکروهات په لغت کې هغه عمل ته ويل کيږي چې ظني دليل سره ثابت نه وي.

🔴(۱۱)سوال:مفسدات څه ته وايي؟
🟡(۱۱)جواب:مفسدات په لغت کې هغه عمل ته ويل کيږي چې ديو جايز عمل ماتوونکی وي.

درې لنډې کيسې له لوړو مفهومونو سره:(۳) يو وخت کليوالو پريکړه وکړه چې ټول به د باران ورېدلو لپاره لاس په دعا‌ کيږي، د لما...
03/09/2024

درې لنډې کيسې له لوړو مفهومونو سره:

(۳) يو وخت کليوالو پريکړه وکړه چې ټول به د باران ورېدلو لپاره لاس په دعا‌ کيږي، د لمانځه کولو په ورځ ټول خلک سره راټول شول، يواځې يو ماشوم له چترۍ سره راغلو.
دې ته قوي عقيده وايي.

(۲) کله چې يو ماشوم هوا ته پورته کړئ، هغه خاندي دا ځکه چې هغه پوهيږي چې ته ښکته ولاړ يې او ماشوم نيسې.
دې ته اعتبار وايي.

(۳) هره شپه کټ ته د خوب کولو په موخه ځو پرته له دې چې کوم تضمين هم نشته چې سبا به مړه وو او که ژوندي خو بيا هم ساعت د الارام لپاره برابروو تر څو مو ويښ کړي.
دې ته هيله او اميد وايي.

د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکو روغتون لپاره ۴ جريبه ځمکه ځانګړې کړه.د عامې روغتيا رياست له لوري ټاکل شوي هيئت، چې څو وخت وړ...
02/09/2024

د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکو روغتون لپاره ۴ جريبه ځمکه ځانګړې کړه.

د عامې روغتيا رياست له لوري ټاکل شوي هيئت، چې څو وخت وړاندې يې په دره نور ولسوالۍ کې د ولسوالۍ روغتون جوړولو ارزونه کړې وه، ولسونو يې د ياد روغتون لپاره ۴ جريبه ځمکه په واک کې ورکړه.
د دره نور ولسوالۍ د صحت مسؤل ډاکټر رفيع الله حماد د سيمې اوسېدونکو سره په ګډه ياده ځمکه اندازه او له ولسونو يې تهعدپاڼه او د ځمکې اړين اسناد راټول کړل، چې د وروستو کړنو لپاره به د وزارت له مقام سره شريک شي.

ژوندون څۀ دے خو یو خوب دےځوانی وخت ــــــ د لېونتوب دےنن ځلمے ــــــــــــــــ سبا بوډا وید غريب څۀ ــــــــ ځلمیتوب دےپ...
02/09/2024

ژوندون څۀ دے خو یو خوب دے
ځوانی وخت ــــــ د لېونتوب دے

نن ځلمے ــــــــــــــــ سبا بوډا وی
د غريب څۀ ــــــــ ځلمیتوب دے

پۀ تمامه ــــــــــــــــ زندګۍ کښې
ښکلے وخت ــ د ماشومتوب دے

انتقام باتوری ـــــــــــــــــــ نۀ ده
پۀ بخښنه کښې ـــــــ نرتوب دے

مال دولت ـــــــــــ د لاسو خيرے
اصل شے خو ــــــــ سړیتوب دے

زلفې سپورې ـــــــ شونډې اوچې
د غربت څۀ ـــــــــ پېغلتوب دے

دردیدلی ملت خپل خوښی هم په ژړا پیلوی د ذکیه خدادادی بریا د ټول افغان ولس ته مبارک وی
30/08/2024

دردیدلی ملت خپل خوښی هم په ژړا پیلوی
د ذکیه خدادادی بریا د ټول افغان ولس ته مبارک وی

دا چې پاکستان دومره بشر دوست او پښتونپال ندی چې د پښتون غږ واوری خو د پښتون ژغوزنی غورځنګ غړی د ګیله من وزیری وژل کیدو و...
22/07/2024

دا چې پاکستان دومره بشر دوست او پښتونپال ندی چې د پښتون غږ واوری خو د پښتون ژغوزنی غورځنګ غړی د ګیله من وزیری وژل کیدو وروسته
د دي غورځنګ قهر راپارولی او د یو انقلاب په مخه اقدام یی کړی نو پاکستان د دوه مخی سیاست په کارولو سره د محمود خان اڅکزی او د چمن پرلت غوښنه منلو سره غواړی بله لوبه ترسره کړی

پاکستان د یکشنبې په ورځ د چمن لار تر شاوخوا لسو میاشتو وروسته د خلکو پر مخ پرانیسته.

د یکشنبې په ورځ د چمن د پرلتوالو پر وړاندې د بلوچستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ملک عنایت کاسي د چمن د بیا پرانیستل کېدو اعلان وکړ.

هغه وویل: "څه چې د تاسو د پرلت یوولس میاشتې خواري او ستړیاوې وې، څه مطالبات وو هغه سل په سلو کې ومنل شوې، تر دې وروسته به ستاسو تګ راتګ په شناختي کارت او تذکره باندې دی."

ملک عنایت کاسي د پاکستان د حکومتي پلاوي غړی و چې د چمن له پرلتوالو سره یې وروستي دور مذاکرې د شنبې په ورځ په کوټه کې کړې وې.

هغه ونه ویل چې حکومت په کومو شرایطو د پرلتوالو اساسي غوښتنې ومنلې.

د چمن د پرلت یوه غړي ولسیارخان د ازادي راډيو مشال څانګې ته منلې چې د پاکستان حکومتي پلاوي د دوی بندیان هم خوشې کړي دي.

د پرلت اکثر غړي په چمن او سپین بولدک کې ځايي کارګر او پنډیان وو چې په میاشتو میاشتو یې کارونه بند وو او سختې بې‌وزلۍ یې وګاللې.

د چمن د پرلت مشر منډولي خان هم تایید کړه چې پر افغان تذکرو او پاکستاني شناختي کارتونو د خلکو تګ راتګ پيل شو.

هغه زیاته کړه: "تقریباً لس میاشتې او پنځه ورځې تېرې شوې، په دې ځای کې موږ د چمن ولس ډېرې خوارۍ او ستړیاوې تېرې کړې، یقیناً دا که یواځې لس ورځې په کراچۍ، پنجاب یا لاهور دا حال راغلی وای اوس به ټول خالي وو، خو د چمن ولس ډېر غیرتي دی، دلته یې شهیدان ورکړل، خلک په‌کې زخمیان شول، خو په بدل کې یې د شهیدانو وینو رنګ راوړ او لار خلاصه شوه، نو له دې وروسته به په تذکره او شناختي کارت باندې تګ او راتګ وي."

لا د طالبانو حکومت یا سپین بولدک کې ځایي طالب چارواکو د چمن د بیا پرانیستل کېدو په تړاو څه تبصره نه ده کړې.

د پرلت مشر منډولي خان بیا وویل چې دوی د افغانستان له خوا کومه اندېښنه نه لري ځکه لار د پاکستان حکومت ور تړلې وه.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت چې له دغه هېواده یې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه هم پيل کړې وه ورسره هممهاله د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په پیل کې ویلي وو چې پر چمن به د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه غواړي.

دې پرېکړې د سیمې د خلکو او د کارګرو کلک غبرګونونه وپارول او له هغه راهیسې سلګونو کسانو خپل کارونه پرېښودل او په اعتراضي پرلت کې یې ګډون وکړ.

که څه هم پاکستاني چارواکو نه ده منلې، خو د راپورونو له مخې او د پرلت د مشرانو په خبره چې د دوی په کمپ باندې د پاکستان سرحدي ځواکونو سږ کال د مې په څلورمه برید وکړ.

په هغه برید کې دوه پرلتوال وژل شوي وو او تر لسو نور زیات کسان ژوبل وو.

پاکستان د یکشنبې په ورځ د چمن لار تر شاوخوا لسو میاشتو وروسته د خلکو پر مخ پرانیسته. د یکشنبې په ورځ د چمن د پرلتوالو پر وړاندې د بلوچستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ملک...

نن د سرطان ۲۶مه په افغانستان کې د جمهوريت د تاسيس ۵۱مه کليزه ده.له نن څخه ۵۱ کاله وړاندې داود خان د ځوانو افسرانو په مرس...
16/07/2024

نن د سرطان ۲۶مه په افغانستان کې د جمهوريت د تاسيس ۵۱مه کليزه ده.

له نن څخه ۵۱ کاله وړاندې داود خان د ځوانو افسرانو په مرسته د محمد ظاهر شاه د څلور لسیزو شاهي نظام نسکور او د لومړي ځل لپاره يې په افغانستان کې د جمهوریت بنسټ کېښود.

سردار محمد داود خان د کودتا له بریا وروسته په لومړنۍ وینا کې ولس ته وویل، دا کار یې د اصلاحاتو او د اصلاحاتو په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په هدف کړی دی.

د کودتا پر مهال د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه د روم په بهرني سفر بوخت و او د مهمو چارو سرپرستي د هغه د تره د زوی سردارولي پر غاړه وه.

د سردار داود خان د جمهوریت په لومړنیو کلونو کې په بېړه پر پنځو کلنو کې پر انکشافي پلانونو کار وشو.

ان ځینې مهمې پروژې لکه د سلما بند، د کمال خان بند او یو شمېر نورې چې په دې وروستیو کلونو کې بشپړې شوې، هغه مهال طراحي او ډیزاین شوې وې.

داود خان په افغانستان پنځه کال واکمني وکړه، خو د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه نېټه د خلق دیموکرات ګوند پرې کودتا وکړه چې په پایله کې داود خان د کورنۍ له ۱۷ غړیو سره یو ځای ووژل

نن د سرطان ۲۶مه په افغانستان کې د جمهوريت د تاسيس ۵۱مه کليزه ده. له نن څخه ۵۱ کاله وړاندې داود خان د ځوانو افسرانو په مرسته د محمد ظاهر شاه د څلور لسیزو شاهي نظام نسکور ...

ستاد صفت او د ثناء په خاطر د محمد رسول الله په خاطر صحت کامل د ګیله من کړه یوځل زرغون دغه چمن کړه رحم د غواړم غنی باداره...
08/07/2024

ستاد صفت او د ثناء په خاطر
د محمد رسول الله په خاطر
صحت کامل د ګیله من کړه
یوځل زرغون دغه چمن کړه
رحم د غواړم غنی باداره
خپل نظر وکانده غیبی باداره
دغه جانان ته نوی ژوند ورکړه
مات بشر ته بیا پیوند ورکړه

هره ورځ مو اختر شهاختر مو بختور شه د نیکمرغی لوی اختر د رارسیدو له کیله لمړی تاسی او بیا ستاسی عزتمندی کورنۍ ته مبارکي و...
16/06/2024

هره ورځ مو اختر شه
اختر مو بختور شه
د نیکمرغی لوی اختر د رارسیدو له کیله لمړی تاسی او بیا ستاسی عزتمندی کورنۍ ته مبارکي وړاندی کوم
د الهی رب په درشل کې مو کړی عبادات، صدقه. او قرباني مو د قبول او مقبول شه

Address

Jalalabad
8ZIP

Telephone

+93788100680

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مزل تولیدي شرکت Mazal Manufacturing company posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share