22/09/2025
🦠د خولې باکتریاوې یوازې په خوله کې نه پاتې کېږي ــ بلکې د بدن مهمو غړو ته هم داخلېدای شي.
د غاښونو سوري کيدل یوازې "سوری په غاښ کې" نه دي. کله چې کیویتي یا سوری دومره ژور شي چې د غاښ منځنۍ برخې (pulp ــ د غاښ ژوندی مرکز) ته ورسېږي، زیانمن باکتریاوې د وینې وړو وړو رګونو ته مستقیم لاسرسی پیدا کوي. له همدې ځایه دوی وینې ته ننوتلای شي ــ دې بهیر ته bacteremia ویل کېږي. که څه هم د بدن دفاعي سیستم ورسره جګړه کوي، خو که دا باکتریاوې پرلهپسې یا بیا بیا وینې ته داخل شي، د دې خطر زیاتېږي چې انتان د خولې نه هاخوا نورو غړو ته خپور شي.
وروستي څېړنې ښيي چې د خولې باکتریاوې، په ځانګړي ډول Streptococcus mutans او Porphyromonas gingivalis، په زړه والو، د رګونو په دېوالونو او حتی په مغز کې ډېر ځل موندل شوي دي. دا میکروبونه یوازې د وینې په واسطه نه انتقالېږي، بلکې د بدن د التهابي غبرګون، د رګونو د بستې جوړېدو (plaque buildup) او په سختو مواردو کې د زړه د استر خطرناک انتان (endocarditis) سبب هم کېدای شي. څېړونکي په زیاتېدونکي ډول د غاښونو د نه درمل شویو سوریو او د غاښونو د غوښو انتانات د زړه د ناروغیو، د شکرې د پیچلتیاوو او د امیندوارۍ د بدو پایلو سره تړاو ورکوي.
ساینس روښانه دی: یو "وړکی" سوری په غاښ کې د ټول بدن لپاره لویې پایلې لرلای شي. تر ټولو خوندي لاره دا ده چې وخت پر وخت د غاښونو معاينه، ژر پېژندنه او پر وخت درملنه وشي. منظم مسلکي چکاپونه، پاکول، او سمه د خولې نظافت یوازې د ښکلا لپاره نه دي ــ بلکې د ټول بدن د روغتیا د خوندي کولو لپاره هم دي.
📄سرچينه:
Fang, Y., Chen, X., Chu, C. H., Yu, O. Y., He, J., & Li, M. (2024). Roles of Streptococcus mutans in human health: Beyond dental caries. Frontiers in Microbiology, 15, 1503657.