Hamid Qurishi

Call Directions Website Contact the business

Hamid Qurishi The journey of a thousand miles begins with a single step.

په نورستان ولایت کې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله، چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته پکې ځانې او مالي زیان اړول شوی او هیوادوالو خ...
20/07/2026

په نورستان ولایت کې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله، چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته پکې ځانې او مالي زیان اړول شوی او هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ، زه د زړه له کومې خپله ژوره خواخوږي او صمیمانه تسلیت د نورستان له درنو خلکو او د شهیدانو له کورنیو سره شریکوم.

الله تعالی دې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته بشپړه او ژر روغتیا، او ټولو غمځپلو کورنیو ته د جمیل صبر، زغم او ځواک ور په برخه کړي.

په دې سختو شېبو کې زموږ دعاوې او خواخوږي د نورستان له خلکو سره دي

د دولسمو ټولګیو او پوهنتونونو د فراغت مراسمو او همدارنګه د حج د راستنېدونکو حاجیانو د هرکلي پر مهال په ځینو لویو لارو او...
24/06/2026

د دولسمو ټولګیو او پوهنتونونو د فراغت مراسمو او همدارنګه د حج د راستنېدونکو حاجیانو د هرکلي پر مهال په ځینو لویو لارو او عامه سړکونو کې د ګڼې ګوڼې او ترافیکي بندښتونو رامنځته کېدل د خلکو لپاره جدي ستونزې جوړوي.

نن هم یو شمېر ناروغان، مسافر او دندې ته روان کسان د سختې ګرمۍ او ترافیکي بندښت له امله له ستونزو سره مخ وو. زه هم شخصاً د خپل تګ راتګ پر مهال له دې وضعیت څخه اغېزمن شوم.

له اړوندو ادارو څخه هیله کېږي چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او داسې تدابیر ونیسي چې د خوښۍ او لمانځنې مراسم د عامه نظم، د خلکو د حقونو او د ترافیکي اصولو په چوکاټ کې ترسره شي.

د اسلام سپېڅلي لارښوونې هم د نورو د تکلیف او ضرر مخنیوی مهم ګڼي؛ نو غوره ده چې د خوښۍ مراسم په داسې ډول ترسره شي چې د خلکو د ناراحتۍ او ستونزو سبب ونه ګرځي

Yesterday in Kabul: UNDP and partners are convening a dialogue under the Afghanistan Climate Change and Environment Stra...
15/05/2026

Yesterday in Kabul: UNDP and partners are convening a dialogue under the Afghanistan Climate Change and Environment Strategic Support (ACCESS) initiative.

The event brings together government institutions, UN agencies, development partners, NGOs, and academia to discuss Afghanistan’s growing environmental and climate challenges.

Participants are sharing key findings from the State of Environment Assessment 2025 and exploring ways to strengthen coordination, improve knowledge sharing, and advance climate financing and joint action.

یوناما پرون له غرمې وروسته د هېواد په ختیځ کې د کنړ ولایت د اسعدآباد ښار شاوخوا سیمو کې د بریدونو له امله د لسګونو ملکي ...
28/04/2026

یوناما پرون له غرمې وروسته د هېواد په ختیځ کې د کنړ ولایت د اسعدآباد ښار شاوخوا سیمو کې د بریدونو له امله د لسګونو ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښې ثبت کړې دي، چې په کې د کنړ پوهنتون هم شامل دی.

د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په شمول د تعلیمي بنسټونو، باید هر وخت خوندي وساتل شي.

موږ د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د ژر رغېدو هیله لرو

UNAMA has documented tens of civilians killed or injured yesterday afternoon in strikes on areas of Asadabad, eastern , including a university.

Under international humanitarian law, civilians and civilian sites, including educational facilities, must be protected at all times.

We extend our condolences to the families of those killed and wish a swift recovery to those injured.

السلام علیکم و رحمته الله و برکاته! دوستان محترم ! عید سعید فطر را از صمیم قلب به شما و از طریق شما به خانواده و دوستان ...
20/03/2026

السلام علیکم و رحمته الله و برکاته!
دوستان محترم !
عید سعید فطر را از صمیم قلب به شما و از طریق شما به خانواده و دوستان محترم شما تبریک و تهنیت عرض میدارم.

درنو ملگرو!
د کوچنې اختر د راسېدلو له امله تاسې او ستاسې له طریقه ستاسو د کورنیو درنو مشرانو او معززو ملګرو ته مبارکې وایم.
الله تعالي دې دغه اختر په هېواد کې د سولې او ښېرازی اختر وګرځوي.

18/01/2026

I had the honor of attending the meeting for the construction of an orphanage for 100 orphan boys in our province. This important project will be built in Islamabad District of Laghman Province on a 5,000 m² area, including 2,300 m² of covered facilities.

The orphanage will provide not only shelter, but also education and vocational training, with workshops in carpentry, tailoring, and IT/computer skills, helping children build a self-reliant and dignified future.

My sincere appreciation and thanks go to the generous donors, partners, and all those involved whose support and commitment are turning this vision into reality. Your contributions are planting seeds of hope and opportunity for the next generation.

د افغانستان لپاره موسمي اقلیمي وړاندوینه | دسمبر ۲۰۲۵ – فبروري ۲۰۲۶• تمه ده چې افغانستان به له وچ او د عادي کچې څخه له ت...
06/01/2026

د افغانستان لپاره موسمي اقلیمي وړاندوینه | دسمبر ۲۰۲۵ – فبروري ۲۰۲۶
• تمه ده چې افغانستان به له وچ او د عادي کچې څخه له تودوخې لوړې ژمي سره مخ شي، چې د کمزورې لا نینا(La Niña) اغېز به پرې وي.
• د لمدې فصل پیل د شدید باران د کمښت او د خاورې د رطوبت د ټیټې کچې سره شوی، چې د څو کلنې وچکالۍ دوام ښيي.
• د واورې زېرمه په وروستیو ۲۵ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۶ پسرلي لپاره د اوبو لګولو او اوبو شتون ته جدي ګواښ پېښوي.
• تمه ده چې په ډېرو سیمو کې، په ځانګړي ډول شمال، شمال ختیځ او مرکزي لوړو سیمو کې، باران له عادي کچې کم وي.
• باران ته متکي کرنیز حاصلات له ځنډني کرلو او د حاصلاتو د کمښت له خطر سره مخ دي، او څړځایونه او مالداري د علوفې له کمښت سره مخ کېدای شي.
• د واورې کمه زېرمه د سیندونو جریان، بندونو او کلیوالي اوبو رسولو ته ګواښ پېښوي او پر زیان‌منونکو ټولنو فشار زیاتوي.
• دا وضعیت د خوراکي ناامنۍ خطرونه زیاتوي او د چټک اقدام او اقلیم ته ځواب‌ویونکو معیشتي لارو اړتیا څرګندوي.

‎د اقلیم بدلون، د ژمي ککړتیا او زموږ ګډ مسؤولیتد ژمي سړې هوا را رسیدلو سره په ټول افغانستان په ځانګړي ډول په ګڼ مېشتو ښا...
08/12/2025

‎د اقلیم بدلون، د ژمي ککړتیا او زموږ ګډ مسؤولیت

د ژمي سړې هوا را رسیدلو سره په ټول افغانستان په ځانګړي ډول په ګڼ مېشتو ښارونو لکه کابل او هرات کې ډېری کورنۍ د تودوخې لپاره د ډبرو سکرو (coal) څخه کار اخلې. که څه هم دا د ډېرو لپاره یو اجباري انتخاب ښکاري، خو باید د ډبرو سکرو د سختو روغتیايي زیانونو او زموږ پر چاپېریال د هغې د فشار اغېزې له پامه ونه غورځوو.
د سکرو سوځول خطرناک ککړونکي مواد تولیدوي چې د خطرناکې لوګۍ (smog) سبب کېږي، د تنفسي ناروغیو، د زړه ستونزو او د ماشومانو او سپین‌ږیرو لپاره اوږدمهاله روغتیايي خطرونه رامنځته کوي. په داسې وخت کې چې د اقلیم بدلون زموږ ننګونې نورې هم زیاتوي، پدې برخه کې هر کوچنۍ عمل ارزښت لري.
راځئ سږ کال د ژمی د تودوخې ترڅنګ د سلامتيا فکر هم وکړو:
• تر امکان پورې پاکې او بدیلې سرچینې وکاروو
• غیر ضروري سوځول کم کړو
• په کورونو کې د هوا مناسب جریان وساتو
• د ټولنې په کچه د پاکې انرژۍ او چاپېریالي نوښتونو ملاتړ وکړو
د افغانستان د ملګرو ملتونو پرمختیایې پروګرام UNDP د کنړ او بدخشان په ولایتونو کې د Community-based Climate Responsive Livelihood and Forestry (CCLF) پروګرام پیل کړی. دا مهمه هڅه د یادو ولایتونو ټولنې هڅوي چې اقلیم‌ د بدلون اغیزو ته ځواب ووایې، د زیانمنو شوو ځمکو بیارغونه وکړې، د طبیعې ځنګلونو دوامداره مدیرت او څارنه او ارزونه وکړې او له زیان‌رسوونکو سونګونو څخه خپل تړاو کم کړي چې هم خلکو ته ګټه رسوي او هم چاپېریال ته.
راځئ د پاکې هوا، روغو کورنیو او اقلیمي مقاومت لپاره یو ځای ودریږو. د CCLF په څېر پروګرامونو ملاتړ کول یوازې چاپېریالي مسؤولیت نه دی بلکې اسلامي او انساني مسؤولیت هم دی.

Address

Talshay Square
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 08:30 - 15:30
Tuesday 08:30 - 15:30
Wednesday 08:30 - 15:30
Thursday 08:30 - 15:30
Saturday 08:30 - 15:30
Sunday 08:30 - 15:30

Telephone

0728318718

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hamid Qurishi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Hamid Qurishi:

Shortcuts

Share