ودان انجینري او مدیریتي خدمات

ودان انجینري او مدیریتي خدمات Engineering & Management Consultancy

د ننګرهار اقتصاد ریاست او ودان انجینري او مدیریتي مشورتي دفتر (WADAN Engineering & Management Consultancy) تر منځ د ګډې ...
12/08/2026

د ننګرهار اقتصاد ریاست او ودان انجینري او مدیریتي مشورتي دفتر (WADAN Engineering & Management Consultancy) تر منځ د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک (MoU) لاسلیک شو.

یو بل مهم ګامد ودان او د ننګرهار اقتصاد ریاست تر منځ د ګډې همکارۍ هوکړه ليک لاسلیک شو!!د دې سند تر چتر لاندې د زیاتو موا...
12/08/2026

یو بل مهم ګام

د ودان او د ننګرهار اقتصاد ریاست تر منځ د ګډې همکارۍ هوکړه ليک لاسلیک شو!!

د دې سند تر چتر لاندې د زیاتو مواردو تر څنګ به د یاد ریاست محترم کارکوونکي، همکارې ادارې او د یاد ریاست له لوري معرفي کېدونکو محصلینو ته د عالي ظرفیت‌سازۍ برنامې دایرې شي.

ضمناً، ودان اداره به د اقتصاد ریاست سره د څېړنو (Research) په برخه کې تخنیکي همکاري هم ترسره کړي.

یاد هوکړه لیک د اقتصاد ریاست او خصوصي سکټور تر منځ د ښې همغږۍ یوه ښکاره بېلګه ده.

 ‎د یوې قطعې ځمکې اندازه‌ګیري او تقسیمات‎ د ځمکې موقعیت: سرخرود📍‏‎که تاسې هم غواړئ چی خپل جایدادونه مو په دقیق ډول  اندا...
11/08/2026



‎د یوې قطعې ځمکې اندازه‌ګیري او تقسیمات

‎ د ځمکې موقعیت: سرخرود📍

‏‎
که تاسې هم غواړئ چی خپل جایدادونه مو په دقیق ډول اندازه او تقسیم کړئ او د آینده مشکلاتو د حل پخاطر د جایداد واضحه نقشه ولرئ، نو ودان ستاسې په خدمت کی دی.

📞 0789797996 | 0780488887

د ارایه شوي سیمینار «د کاروبار د پیل لپاره نوي شرایط او فرصتونه» اړوند عکسونه!ټولو هغه ملګرو چی د عکسونو غوښتنه مو کړې و...
10/08/2026

د ارایه شوي سیمینار «د کاروبار د پیل لپاره نوي شرایط او فرصتونه» اړوند عکسونه!

ټولو هغه ملګرو چی د عکسونو غوښتنه مو کړې وه لدې البم نه یی ترلاسه کړئ.

نوټ: هغه ملګري چې خپل سرټیفیکیټونه یی ندي ترلاسه کړي لطف وکړئ ودان دفتر نه مو سرټیفیکیټ ترلاسه کړئ

د خصوصي سکټور د تقویې او ملاتړ  لپاره د ننګرهار اقتصاد ریاست هلې ځلې د ستاینې وړ دي. د ملاتړ پدې لړئ کې د اقتصاد قدرمن ر...
09/08/2026

د خصوصي سکټور د تقویې او ملاتړ لپاره د ننګرهار اقتصاد ریاست هلې ځلې د ستاینې وړ دي.

د ملاتړ پدې لړئ کې د اقتصاد قدرمن رییس ( مولوي جان محمد حامد)، د موسساتو د نظارت آمر ( انجینر زید احمد هاشمي) او نورو مدیر صاحبانو نن ورځ د ودان دفتر نه لیدنه وکړه، د ودان فعالیتونه او ابتکارات یی وستایل او د هر راز همکارۍ ډاډ یی پریښود

دوه جریبه ځمکې اندازه‌ګیري.موقعیت: کامه، سرای
09/08/2026

دوه جریبه ځمکې اندازه‌ګیري.

موقعیت: کامه، سرای

08/08/2026



جمعه مبارکه ورځ، او د شل جریبه ځمکې اندازه‌ګیري.موقعیت: خیوې ولسوالۍ
07/08/2026

جمعه مبارکه ورځ، او د شل جریبه ځمکې اندازه‌ګیري.

موقعیت: خیوې ولسوالۍ

پلان شوی سیمینار «د کاروبار د پیل لپاره نوي شرایط او فرصتونه» د قدرمن استاد (امین ستانکزي صیب) لخوا په خورا فصیحه او خون...
06/08/2026

پلان شوی سیمینار «د کاروبار د پیل لپاره نوي شرایط او فرصتونه» د قدرمن استاد (امین ستانکزي صیب) لخوا په خورا فصیحه او خوندوره ژبه وړاندې شو.

د برنامې په جریان کې د صنعت او معدن خونې رئیس (اجمل شمس صیب)، په ختیځ کې د روشن کمپنۍ ځوان او فعال رئیس (عبدالباسط نبیل صیب)، او ځوان استاد (وحید زهیر صیب) د علمي معلوماتو او تجربو شریکولو برخې برنامه لا خوندوره کړه، او ګډونوالو ترې ډېر څه واخیستل.

د غونډې په پای کې ګډونوالو ته د ودان معنوي ډالۍ (سرټیفیکیټ) او د ستانکزي صیب لیکل شوی معتبر اثر «د کاروبارونو کیلي» ډالۍ شول.

نوټ: د یوې بلې ارزښتناکې برنامې د زېري سره، ډېر ژر، ان‌شاءالله.

Address

Chiknawri, Jalalabad And Kama District
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 07:00 - 20:00
Tuesday 07:00 - 20:00
Wednesday 07:00 - 20:00
Thursday 07:00 - 20:00
Friday 07:00 - 12:00
Saturday 07:00 - 20:00
Sunday 07:00 - 20:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ودان انجینري او مدیریتي خدمات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share