08/04/2025
خادم انجینري خدمات – د ودانۍ بنسټیز کیفیت ته ژمن
د خادم انجینري خدماتو په تازه پروژه کې، لاندې تخنیکي مرحلې په پوره دقت او مسلکیتوب تر سره شوې دي:
✔ Raft Footing Reinforcement:
د ساختماني نقشي مطابق، د Raft footing لپاره فولادي جال جوړ او ځای پر ځای شوی، چې پکې ټول main bars، distribution bars، cut bars او extra anchorage bars برابر شوي دي.
✔ د Column Dowel Bars تثبیت:
د ستنونو لپاره د فولادو سیخانو عمودي برخې (dowel bars) د structural stability لپاره سم او دقیق نصب شوي دي.
✔ د Chairs کارول:
د reinforcing فولادو د مناسبه Concrete cover (خلا) برابرولو لپاره مو د steel chairs کارولی، تر څو فولاد د شګو، رطوبت او زنګ وهلو څخه خوندي پاتې شي، او د کانکریټ له ټولو خواوو سره مناسب bonding حاصل کړي. دا chairs د فولادي جال د سطحې او base ترمنځ یو معیاري واټن ساتي، چې د کیفیت ضمانت کوي.
✔ د Chairs تخنیکي اهمیت:
د Reinforcement chairs یا spacers اصلي هدف دا دی چې د reinforcing bars تر منځ مناسب فاصله وساتي، او جالونه له یو بل سره مستقیم تماس کې نه راولي. دا chairs د Raft footing د دوه طبقو فولادي جالونو (top & bottom mesh) تر منځ د ډیزاین مطابق ارتفاع لري، تر څو:
۱-مطلوبه Concrete cover تأمین شي.
۲-کانکریټ ته د جریان لپاره مناسب فضا برابر شي.
۳-د جالونو د یوځای کېدو مخه ونیول شي، کوم چې د structural ضعف سبب ګرځي.
۴-د کانکریټ حجم دقیق واچول شي، پرته له خالیګاوو یا کمزوریو.
په پروژه کې، موږ مسلکي چیرز کارولي چې د structural design مطابق یې لوړوالی او spacing ټاکل شوی، او دا تضمینوي چې د کانکریټ پوره قوت او دوام وساتل شي.
✔ د Bar Binding او Spacing:
ټولې فولادي برخې مو د معیاري واټن سره، د binding wire په واسطه کلکې تړلي، تر څو د کانکریټ اچولو پر مهال خپل موقعیت له لاسه ور نه کړي.
✔ تخنیکي څارنه:
ټول کارونه د تجربهلرونکو انجنیرانو تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شوي، تر څو د ډیزاین او سټنډرډونو سره مطابقت یقیني شي.
انځورونه:
انځورونه د سایټ حالت، فولادي جال ترتیب، Dowel bars تثبیت، او chairs ځای پر ځای کولو تخنیکي کیفیت ښيي.