01/06/2026
" د طبيعت هنري شاهکار ( ټراورټين)"
کله چې د ځمکې لاندی ګرمې معدني اوبه چې د کاربن ډاي اکسايد او کلسيم څخه ډکي وي سطحې ته راوځي او کاربن ډاي اکسايډ تر جلا کيږي چې دي پروسي ته (Degassing) وايې. د دي پروسي په پايله کې کلسيم کاربونيټ په اوبو کې نه حل کيږي او رسوب کوي ، چې د زرګونه کلونو وخت په تيریدو سره د طبیعت يو ښکلي اثر رامنځ ته کيږي چې مونږ یې ټراورټين بولو او په ټراورټين بدليږي. د دي ډبري د تشکيل پروسه ډیره په زړه پوري ده. دا ډبره د ځمکي د ژورو څاه ګانو د تودو اوبو د نڅاه محصول دي . کله چې د باران اوبه يا د ځمکي د سطحي نوري اوبه د ځمکي تل ته ښکته شي. د ځمکې په ژورو برخو کې د ولکانیکي سیمو او ژورو چاودنو په ګرمۍ سره توديږي او د ځمکي لاندي د چوني ډبري په ځان کې حلوي چې په دي سره يادي اوبه د کلسیم او کاربن ډاي اکسايد څخه مشبوع کيږي. بیا کله چې يادي ګرمي او مشبوع اوبه د ځمکې سطحې ته راپورته کيږي نو د فشار د ناڅاپی کمښت له امله د کاربن ډاي اکسايډ ګاز د اوبو څخه اوځي. بیا د ګاز په وتلو سره اوبه نور نشي کولي چې کلسیم په ځان کې منحل وساتي. نو کلسیم کاربونيټ په چټکۍ سره اوبو یا چينو په غاړو کې د پاڼو، اوبړيو او باکټرياوو په شاوخوا کې ترسب کوي. اوبړۍ(الجي) او بکټریاوي د اکسیجن په تولید کې مرسته کوي. کله چې دا نباتي مواد د وخت په تيریدو له منځه ځي د هغوي ځاي تش پاتي کيږي چې همدا د ټراورټین مشهور سوري(Cavities) رامنځ ته کوي.
ـ "فزيکي ځانګړتياوي"
ټراورټين په سپین، کریمي، ژیړ، نسواري، خړ او حتی سور رنګونو پیداکيږي. جوړښت یې سوري لرونکي او طبقه ای دی. سختي د ماوس جدول سره د پرتلي له مخي ۴-۳ ده. ښه پالش اخلي او ښکلي ځلا پیداکوي.
• د ټراورټین ترټولو ښکاره ځانګړنه پکي د وړو، وړو سوریو شتون دي. دا سوري د ګازونو (کاربن ډای اکسایډ) د وتلو او د هغه نباتاتو او الجی ګانو له امله رامنځ ته کيږي چې د اوبو په چينو کې شتون لري.
- "کيمياوي ځانګړتیاوي"
ترکيب یې کلسم کاروبونيټ (CaCO3) دي. د هایدرو کلوریک اسید(HCL) سره چټک عکس العمل ښایې او په تماس سره یې سمدستي جوش( فوران ) کوي چې د کاربن ډای اکسایډ ګاز خوشي کوي . د کاربن، اکسجن او کلسیم عناصرو څخه جوړ شوي دي. همدارنګه د اوسپني اکسايدونه Fe2O3 مګنيزیم او عضوي مواد پکي شامل دي چې د رنګ په تنوع کې مهم رول لري.
- "منرالوجيکي ځانګړتیاوي"
د دي ډبري عمده منرال کلسايټ دي. کله ناکله پکي د اراګونيټ او نورو ثانوي منرالونو نښي هم لیدل کيږي. د غه منرالونو د شتون له امله مختلف رنګونه لری.
- "جيمولوجيکي ارزښت"
که څه هم ټراورټين د قیمتي ډبرو په قطار کې نه راځي خو د خپل ځانګړي نقش، طبیعي رنګونو او د پالش د وړتیا له امله د زینتي ډبرو له مهمو ډولونو څخه شميرل کيږي او د ساختمانونو په ډیزاین کې ځانګړي رول لري.
- "ټراورټين منرال دي که ډبره ؟"
که په ډیر دقیق علمي نظر ټراورټين ته وګورو نو يوه ډبره ده نه منرال ځکه چې منرال يو ثابت کيمياوي ترکيب لري لکه کلسایټ. مګر ټراورټین يو ترکيب دي چې د زیاتو منرالونو لکه (کلسايټ او اراګونيټ ) او تر څنګ یي له عضوي موادو، اوبړيو( الجي) له پاتي شونو او نورو ناخالصو موادو څخه جوړه شوی دی. نو ځکه ورته رسوبي ډبره ویل کيږي.
- " د ټراورټين او مرمرو توپیر"
په بازار کې ډیري وخت خلک ټراورټین ته هم يو ډول مرمر وایې، مګر په جيولوجيکي توګه دا دواړه يو له بل سره توپیر لري. ځکه چې ټراورټين يوه رسوبي ډبره ده چې د کلسیم کاربونيټ لرونکي اوبو د ترسب به پایله کې جوړيږي. خو مرمر یوه ميټامورفيک ډبره (منرال) دي چې د لمسټون يا چوني ډبري يا ټراورټين باندي د سخت فشار او تودوخي په پایله کې د میلونونو کلونو وخت په تیریدو کې رامنځ ته کيږي.
- "د ټراورټين د استخراج، پروسس او پالش تخنیکونه"
د استخراج ميتود : د ټراورټين په استخراج کې تر ټولو مهم اصل دادي چې ډبره باید په لویه پیمانه او سالم بلاک په شکل راپري شي نو ځکه دلته د چاودني اجازه نشته ځکه چاودنه معدني مواد ډير بي کاره کوي. د اسخراج لپاره په لاندي ډول عمل کوو.
د الماسي سيم په واسطه پري کول: دا تر ټولو عصري او مکرر ميتود دي. چې لومړي به ډبره کې عمودي او افقي سوري کيږي، بیا د الماس تار ورڅخه تيریږي او د اوبو په مرسته بلاکونه په پوره ظرافت سره پري کيږي.
هايدرولیکي جکونه او کڅوړې: د تار له پري کولو وروسته دا هایدرو لیکي بالښتونه د سوریو په منځ کې پړسول کيږي تر څو لويه ډبره په ارامۍ سره له غره څخه جلا شي.
د پروسس او پالش طریقه: لومړي استخراج شوي بلاکونه فابریکي ته وړل کيږي هلته په مختلفو سایزونو سره پري کيږي. وروسته که اړتيا وي د ځانګړو سیمنټي موادو په واسطه یی سوري ډکول کيږي. او بيا د ډبره پالش کيږي او بازار ته عرضه کيږي.
- "په افغانستان کې د ټراورټين کانونه"
کله چې د افغانستان د ټراورټين نوم اخیستل کيږي نو زړه د وياړ او کله ناکله د يوي ژوري هيلي له امله دریږي. چې د هيواد په لاندي سیمو کې پیداکيږي.
د بامیانو د بند امير او غلغلې ټراورټين : په باميانو کې سپین، ژیړ او په زړه پوري چاکلیټي او کریمي ټراورټين شتون لري. د بند امير د جهيلونو په شاوخوا کې د زرګونو کلونو اوبو ترسب داسي طبیعي منارونه او ديوالونه جوړ کړي دي چې هر لیدونکي عقل ورته حيرانيږي.
د ميدان وردګو او پروان کانونه: په دي سيمو کې هم د لوړ کيفيت لورنکي رنګه ټراورټين شتون لري چې د هيواد د ابادۍ لپاره يو ستر پټ ځواک دي.
د هرات او هيواد سویلي سیمي: دي سیمو کې هم د ټراورټين داسي رګونه شتون لري چې په نړيوال بازار کې تر ټولو لوړ قیمت لرلي شي.
دا چې افغانستان د طبیعي ډبرو له پلوه بډايه هيواد دي، نو د ټراورټين نوري زیرمي د هيواد په ګڼو سیمو کې موندل شوي دي، لکه د کابل، سمنګان، بلخ، ننګرهار او ځينو نورو ولایتونو کې موندل کيږي.
- "د استعمال مهم ځايونه او موارد یې"
ټروارټین ودانیو د مخامخ پوښ، د فرش او ديوالونه په زینت او سینګار، زینو او ساختمانونو د اخلي برخو ډیزان، تاریخي او عصري ودانیو، پارکونو، فوارو او منظره سازۍ کې پکاريږي.
ټراورټين نن ورځ د نړۍ تر ټولو مشهورو ارائشي او ساختماني ډبرو څخه ده. ځکه چې نوموړي ډبره د سورویو له امله کم وزن لري، د هوا د بدلون په وړاندي مقاومت ښایی او د د تودوخي او غږ د لیږد مخه نیسي.
نو!
ټراورټين يواځي يوه ډبره نه ده، دا دطبیعت هغه خاموشه کيسه ده چې د اوبو، وخت او ځکې په ګډه همکارۍ لیکل شوي ده. هره طبقه یی د زرګونو کلونو تاریخ په ځان کې ساتلی او هره رنګه کرښه یی د طبیعت د هنر يوه بیلګه ده.
Abdul Basir Dadman
Afghan Geo-Miner “Basir”