23/02/2026
باچا او شمايله- ديارلسمه برخه!
د عراق د باچا زوی له هغې انجلۍ سره واده وکړ. په مينه او سکون کې يې ژوند پيل کړ. وخت تېرېده او د دواړو له ګډ ژوند څخه دوه ښکلي زامن پيدا شول.
يوه ورځ چې اختر ته څو ورځې پاتې وې، زامنو خپل پلار ته وويل:
— د وزيرانو ټول زامن اختر کې ماما کره ځي، موږ هم غواړو ماما کره ولاړ شو.
پلار هڅه وکړه خبره واړوي، خو د ماشومانو شله توب نه تم کېده. بالاخره يې زړه پرې وکړ چې هغوی د مور خپلوانو ته ورسوي.
ماشومان له اصلي حقيقت نه خبر نه وو؛ نه پوهېدل چې مور يې د خپلې کورنۍ لپاره مړه بلل شوې وه. د ماما کره تګ پرېکړه مور ته هم سخته وه. هغې په زړه کې ويل: که ولاړه شم، پلار ته به د استاد د ظلم، د ورور د بې رحمۍ او په ځنګل کې د پرېښودو ټوله کيسه وکړم.د باچا زوی د خپلې باچاهي وزير را وغوښت ورته وې ويل:
سبا سهار له سل تنو سپرو لښکرو سره چې مشري به يې ستا په غاړه وي افغانستان ته حرکت وکړئ، زما ښځه او ماشومان نيکه کره بوځه.
په لار کې چې مېرمنې يا ماشومانو څه غوښتل ورته چمتو يې کړه. زه هم درسره تلم خو پلار مې کمزوری دی او د پاچاهي کارونه زما تر غاړه دي.
په يوه ساه مزل مه کوئ، ماشومان ستړي کېږي، کوښښ وکه چې څو دمې وکړې.
بيا يې ټولو عسکرو ته وويل:
— وزير چې هر امر کوي، بې له خبرې يې ومنئ. که چا سرغړونه وکړه، سزا يې اعدام دی.
وزير ورسره منلې او سهار وختي يې له پاچاهي ماڼۍ حرکت کړی دی.
پنځوس تنه سپاره له ښځې او ماشومانو مخکې روان دي او پنځوس تنه شاته، ماشومان او ښځه په منځ کې روانه ده.
په ورځو ورځو مزل يې کړی دی، هر ځای به يې چې دمه کوله خېمې به يې ودرولې او ويده به شول.
له ښه مزل وروسته وزير عسکرو ته امر کړی چې دا ځای د دمې لپاره سم دی، د سيند غاړه او د غره لمنه ده.
وزير چې د ښځې ښايست ليدلی کرار کرار يې سوچ ورته خرابېده. خېمې ودرول شوې او مېشت شول.
عسکرو ته يې غږ کړ چې زما خېمه د باچا د اېنګور او ماشومانو مخ ته ودروئ، که څه ته يې اړتيا وي زه به ور لنډ يم.
عسکرو همداسې وکړل او د وزير خېمه يې د ښځې او ماشومانو خېمې ته مخامخ لکه کړې ده.
شپه ناوخته شوه، ټول ويده شول. وزير غلی د ښځې خېمې ته ورغی.
ورته ويل يې:
کوم څه چې درنه غواړم په خپله خوښه يې راکه، که مخالفت وکړې نن به دې وروستۍ شپه وي او دا ټول عسکر زما تابع دي.
ښځې ورته وويل:
- ښاغلی وزير صاحب، څه غواړئ له ماسره خو څه نشته؟
- غواړم له ماسره څملې او نن شپه خوږه تېره کړو.
- نه، زه دا خيانت نشم کولی، د الله خاطر وکه ماسره کار مه لره، زه د مېړه امانت يم له تاسره. په امانت کې خيانت مه کوه.
وزير ور غوسه شو چې چټيات نه منم څه چې غواړم هغه په زور کوم. زورونه يې سره کړي دي خو ښځې ځان نه دی ور سپارلی.
وزير له تېغه توره را وويسته، ښځې ته يې وويل که زما خبره و نه منې دا زوی دې وژنم او مېړه ته دې وايم چې دې وژلی.
ښځې بيا هم نه ده ورسره منلې. بالاخره وزير يې يو زوی په توره وواژه. د هلک غږ هم پورته نشو ځکه ویده وو.
ښځې يې بيا هم غوښتنه نه ده منلې.
دا ځل يې د بل زوی د وژلو ګواښ وکړ، خو ځواب منفي وو، بل زوی يې هم ور وواژه.
وزير چې په خونکار لېوه بدل شوی وو، غوښتل يې ښځه هم ووژني. ښځې په ژړغوني غږ وويل:
سمه ده زه ستا خبره منم.
وزير خوشاله شو او ورته ويل يې چې که اول دې منلې وای زامن به دې هم اوس ژوندي وای.
له وزير يې وغوښتل چې لږ وخت راکه، په کاليو او بدن مې د بچيانو وينې دي، سيند کې به يې پاکې کړم او بيا به راشم څه چې غواړې هغه راسره وکه.
وزير ورسره منلې ده او په خېمه کې ورته په تمه شوی. ښځې د خيمې له دروازې د خپلو کوچنيو زامنو دوه کوترې هم له ځان سره را واخيستې د سيند په لوري لاړه.
سيند هم خېمو سره شل متري کې نېږدې وو.
دواړه کوترې يې په پلاستيک پورې وتړلې او اوبو کې يې پرېښودې. خپله د غره په طرف په منډو منډو روانه شوه.
دا چې کوترو شړپاری( اواز) کاوه، وزير فکر کړی دی چې ښځه لګيا ده ځان مينځي. کوترو په اوبو کې تګ کاوه او د پلاستيک اواز يې د وزير تر خيمې ورتلو.
شل دقيقې وشوې، خو ښځه رانغله. وزير له خېمې ور ووت چې ورته ووايي دا څومره ډېرې اوبه په ځان اچوې؟
کله چې سيند ته راغلی ګوري چې اواز د ښځې نه دی، د کوترو دی. ژر يې خپل عسکر ويښ کړي چې هله ښځه پیدا کړئ، وتښتېده.
عسکر خواره شول، په نيمه شپه يې غرونه او سمې چيک کړې خو ښځه يې و نه مونده. د سهار لمر را وخوت ټول خواره شوي عسکر بېرته د دمې ځای ته خالي لاس راغلل.
ښځه چې په نيمه شپه په غره واوښته، له چا يې د خپل پلار د کلي او وطن پوښتنه وکړه چې کومه لاره ورغلې؟
د خلکو په لارښوونه يې ښه ډېر مزلونه کړي دي تر څو د پلار کور ته لاړه شي. دا يې ښه ګڼلې ده چې پلار ته د استاد، ورور، د عراق د باچا زوی او د وزير کيسه وکړي.
له ښه ډېر مزل وروسته خپلې ساحې ته رسېدلې. ووېرېده که مستقيم پلار کور ته لاړه شم، خبرې ته مې نه پرېږدې او وژني مې.
د سړيو کالي يې پيدا کړي دي، له ځان يې سړی جوړ کړی دی او خپلې ساحې ته داخله شوې.
د شپې وږې شوې ده يو هوټل ته ننوتې چې څوک نه و پکې. هوټل والا ځوان ته(په اصل کې ښځه ده) ښه راغلاست ويلی او د ډوډۍ ست يې ورته کړی.
يادونه: اوس به همدا ښځه د ځوان په نامه کيسه کې يادوو ځکه چې له ځان يې نقلي سړی جوړ کړی دی.
ځوان د هوټل والا ته وويل: زه مسافر يم پيسې نه لرم، ډوډۍ راکه په بدل کې به يې دلته کار کوم. که دنده مو راکړه الله به اجر درکړي ځکه زه ډېر ښه اشپز يم.
د هوټل والا په نيمه بيه دنده ورکړې ده.
د ښځې کيسه تر دې ځايه په ذهن کې وساتئ
اوس به د کيسې بل اړخ ته راشو چې هغه وزير او عسکرو څه وکړل؟
څنګه چې وزير بېرته عراق ته د باچاهي ماڼۍ ته رسېدلی نو د باچا زوی ته يې په ژړا پيل کړی دی.
د عراق د باچا زوی وزير ته وويل:
- څه خبره شوې ولې ژاړې؟
- ما تاته ويلي وو چې دا ښځه دې ځنګلي ده. د انسانانو ژوند ته جوړه نه ده. موږ يو ځای کې د شپې دمه وکړه سهار چې را پورته شوو ګورم چې ښځې دې دواړه بچيان مړه کړي او خپله تښتېدلې ده.
ډېر پسې وګرځېدو، خو درک يې مالوم نشو. مجبور شوو بېرته را وګرځېدو.
د باچا زوی چې دا کيسه واورېده ناهيلی شو او خپل ټول پوځ ته يې امر وکړ چې سبا چمتو شئ د افغانستان په طرف ځو د ښځې د پلار وطن ته.
هغې قاتلې به حتمن د پلار کور ته پناه وړې وي.
سهار وختي يې د ښځې پلار ته خط ور ولېږه چې د عراق د باچا زوی ستا مېلمه دی او له خپلو کسانو سره ستا خواته در روان دی.
نور وروسته
نوټ: دا کيسه هم د دولسمې برخې په ترتيب کېږي او ټېپ يې کوي. عثمان او شمايلې دوی غوږ ورته نيولی.
نورې دولس برخې همدې پاڼه کې خپرې شوې دي.
😎