10/05/2025
مونږ بايد خپل اديبان وپيژنو
نن، د غوايي ۲۰ مه یې د مړینې ۴۱م کال دی. که یې عمر له ۷۴ کالونو ورسره ډیره ملتیا کړې وای، حتما به یې ډېرې هغه پټې تاریخي برخې هم راښکاره کړې وې چې لا هم تر ننه پټې پاتي. مړینې یې ډېری هغه مسایل تر څيړنې پاتې کړل چې حبیبي صاحب تر لاس لاندې درلودل. د قلم ګرځېدا یې ناښکاره برخې راښکاره کړې، ولې متاسفانه چې په مړینې سره یې ډیرې غوړېدونکې څيړنې په خپلو غوټیو کې بندې پاتې شوې.
حبیبي صاحب د څيړنې دومره لیواله وه چې کور کې یې د لیکلو او څيړنې لپاره دوه میزه اېښې وه، هر میز یې جلا عینکې، قلمونه، کاغذونه او کتابچې درلودې.کله به چې په یوه میز باندې ستومانه شو، ددې میز عینکې او قلمونه به یې همدلته پرېښوده، پورته به شو او هغه بل میز ته به کیناست، عینکې به یې په سترګو کړې، کتابچه بې راواخيسته او لیکل به یې پیل کړل. دا نو د حبیبي صاحب ځانګړی سبک دی چې له لیکلو پیدا شوې ستوماني په لیکو باندې ماتوي.
نن، نه یوازې ۴۱ کاله د حبیبي صاحب د مړینې کیږي، بلکې د میتودولوژیکې څيړنې د نشتون هم ۴۱ کاله وشوه. هغه ډول میتودولوژیکې څيړنې، موندنې او سپړنې چې حبیبي صاحب ترسره کړي بیا مو په هیڅ ډول سره په علمي او معرفتي حوزه کې ونشوې موندای؛ دریغا دا چې افغان ټولنې تر ننه پورې بل داسې کس ونشو روزلی. نن ورځ هره لویه څیړنه د ادب په برخه کې د حبیبي صاحب د څيړنو په ریفرینس ترسره کیږي اما متاسفانه چې د استاد ډیری اثار او ترسره شوې څيړنې درګرده د مرګ او باد فنا لور ته سم دي. تر ۱۰۰۰ زیاتې مقالې او ۱۱۷ پورې کتابونه لري مګر نن لدې جملې څومره د لاس رسي وړ دي؟ زرګونې مقالې، زرګونې څيړنیزې مسئلې دي او هره څيړل شوې مسئله یې یو مقاله ده، که یې موږ مقالې ته لاس رسۍ ونه لرو، د زرو(۱۰۰۰)له عدد سره څه کوو او څه پرې حلولی شو؟ د استاد لخوا هغې څيړل شوې مسئلې سره په مخاوي کې چې اوس یې رانه هم څېړنه ورکه شوې او هم پرې خبر نه یم، له کوم ډول زحمت او فشار سره مخ کیږو؟