Engineer/انجینر

Engineer/انجینر This is an informative page for civil engineers, Here you can get important information like constru

د کانکریټو ریولوژي   Rheology of Concreteد کانکریټو  د ریولوژي  د تازه کانکریټو د یوشمیر خواصو لکه  تغیر شکل ،د مخلوط کی...
19/02/2026

د کانکریټو ریولوژي Rheology of Concrete
د کانکریټو د ریولوژي د تازه کانکریټو د یوشمیر خواصو لکه تغیر شکل ،د مخلوط کیدو خاصیت او د مخلوط د ځای په ځای کیدو په اړه مالومات ورکوي.ریولوژي اصطلاح معمولا د هغه مایعاتو لپاره کاریږي د چا خواص چې په طبیعي ډول پیچلي وي.ریولوژي کیدای شي داسې تعریف شي چې د موادو د تغیر شکل او بهیدو (flow) د ساینس مطالعه ریولوژي بلل کیږي .د کانکریټو په مطالعه کې د ریولوژي نظریه ددې لپاره کاریږي چې د سختو کانکریټو تغیر شکل ،د سیمنټي خمیرې او دوغې چلند ،ددې سمبالول او په تازه حالت کې د مخلوط کانکریټو ځای په ځای کول د تحلیل او څیړنې څیړنې لاندې ونیسي .نو ویلی شو ریولوژي هم په سختو کانکریټو او هم په تازه کانکریټو پلي کیږي .
د تازه کانکریټو ریولوژي . Rheology of Fresh Concrete

کله چې دتازه کانکریټو په اړه خبره وي ،د ثبات (stability)،حرکت(mobility) او تخته کولووړتیا (compact ability)فکتورونه باید په پام کې ونیول شي .دا هغه اصلي فکتورونه دي چې له مخې یې د کانکریټي مخلوط مناسب والی (suitability)اندازه کیږي .د ثبات ،حرکت او تخته کولو وړتیا فکتورونه د هغو قوو یا تشنجاتو له مخې پیژندل کیږي چې له کانکریټو مخلوط سره سراوکار لري .دا قوې په کانکریټو کې د میخانیکي تشنجاتو د انتقال له امله منځ ته راځي .
د کانکریټو ریولوژي په لاندې ډول ښودل کیږي .
1. انحراف زیات شي او په سیخانو کې تشنجات زیات شي .
2. له کانکریټو څخه سیخانو ته د قوو تدریجي انتقال.
3. په مخکې متشنج شوو کانکریټو کې د مخکې تشنجاتو یو اندازه ضایع کیدل .
لومړی .د تازه کانکریټو په ریولوژۍ کې د ثبات فکتور . Stability Parameter in Fresh Concrete Rheology
کانکریټي مخلوط هغه وخت ثبات خاصیت لري کله چې په مخلوط کې د ډکوونکې موادو ذرات متجانس(homogeneous) خپوروالی(dispersion) ولري او په ټولو برخو یوشان خواص ولري . دا خاصیت باید د لیږد ،ځای په ځای کولو او تخته کولو پرمهال له ځانه وښایي .دکانکریټي مخلوط ثبات خاصیت د دوه فکتورونو له مخې اندازه کیږي .
1. د موادوجلا کیدل Segregation
2. اوبه بهیدل Bleeding
د موادو جلا کیدل د مخلوط د ډکوونکو موادو د سره نښتواو کیناستوپیښه (phenomenon)ده چې د کمزوري کانکریټي مخلوط له امله په متجانس خپریدو کې منځ ته راځي .کمزوري کانکریټ یو بې ثباته(unstable) مخلوط پیژندل کیږي. په مخلوط کې د جلا کیدو پروړاندې مقاومت زیاتیدل د ذراتو ترمنځ په سلیښت کیدو پورې اړه لري .د موادو جلا کیدل یواځې په لوند حالت ثبات پورې محدود نه دی .دا کیدای شي په وچ مخلوط کې هم منځ ته راشي .اوس لوند مخلوط (wet mix) کې،د موادوجلا کیدل هغه وخت منځ ته راځي کله چې په مخلوط کې داوبو مقدارداسې ترتیب شي چې ونشي کولی په لیږد ،ځاي په ځای کولو او تخته کولو کې د سیمنټو خمیره په سم او ویشلي ډول ډکوونکي مواد ونیسي.
د اوبو او سیمنټو ټیټ نسبت له امله رژیدونکی مخلوط جوړیږي چې په پایله کې د موادو وچ جلاکیدل منځ ته راځي .معمولا دا جلا کیدل د سمبالولو په وخت را ښکاره کیږي .وچ جلاکیدل په کراره د تخته کیدوپه وخت کې سمبالیږي او خپل بیرته خپل ځای ته راځي .د تخته کیدو پرمهال له ویبراتور کارولو سره ،کانکریټ مایع والی او سلیښت کیدل او همدارنګه د د عرضي قوې پروړاندې مقاومت ترلاسه کوي .کله چې مخلوط لا هم بي ثباته حالت کې وي د اوبو پریښودو(water release) پیښه د اوبو بهیدل بلل کیږی .د اوبو بهیدل باید کنترول کې وساتل شي او د پیښیدو چانس یې کم شي .
دویم . د کانکریټو په ریولوژۍ کې د حرکت فکتور Mobility Parameter in Rheology of Concrete
د کانکریټي مایع مخلوط د بهیدو وړتیا د هغې حرکت بلل کیږي .دا حرکت د میخانیکي تشنجاتو د عمل په نتیجه کې چې دمومنټ لیږد هم بلل کیږي منځ ته راځي .څو فکتورونه چې د کانکریټو بهیدل محدودوي په لاندې ډول دي .
1. د نښتو یا اتصال قوې Cohesive forces
2. د اصطکاک قوې Frictional forces
3. د سلیښت کیدوقوې Viscous forces
د ډکونکو موادو او نورو موادو ترمنځ د نښتو یا اتصال قوې د موادو ترمنځ نښتل زیاتوي کوم چې په خپل وار د مخلوط د بهیدو ظرفیت محدودوي .نښتل هغه فکتور دی چې د کانکریټي مخلوط کششي مقاومت زیاتوي .لکه وړاندې مو چې وویل د پارامتر په کانکریټو د موادو جلاکیدو مخنیوی کوي .د بهیدو پروړاندې مقاومت سلیښت ناکه کیدل (viscosity)بلل کیږي .ددې پارامتر له مخې به دکانکریټي مخلوط حرکت اندازه شي .همدارنګه دا پارامتر د کانکریټي مخلوط هغه وړتیا راښایی چې کانکریټ په قالب څنګه ځای پرځاي شي.
د مخلوطولو خاصیت په ټیټ تشنجاتو کې به هیڅ وخت بهیدل نه وي لکه جامد مواد .دا په مانا چې هغه به لوړ سلیښت ناک والی ولري .د تشنجاتو په زیاتیدو سره به دهغه مقاومت کم شي کوم به چې میټریک سره ونښلوي .دا کموالی به کافي نه وي چې د بهیدو پروړاندې مقاومت وکړي .نو د مایع دننه کې د سلیښت کیدو قوې کموي او په دې توګه جامد خاصیت به مایع حالت ته واوړي .
په مخلوط کې داخلې اصطکاک قوې (frictional force internally)هغه وخت منځ ته راځي چې کله له خپل ځایه بې ځایه شي .دا حالت ډکوونکي مواد اړ کوي چې واوړي او دوران (rotate)وکړي.هغه مهم فکتورونه چې مرسته کوي کانکریټي مخلوط د تغیر شکل پروړاندې مقاومت وکړي په لاندې ډول دي .
1. په کانکریټي مخلوط کې د کارول شوو ډکوونکو موادو شکل او جوړښت .
2. په کانکریټي مخلوط کې د اوبواو سیمنټو نسبت او د سیمنټو ډول .
یو بل فکتور چې د کانکریټي مخلوط حرکت ورپورې اړه لري داصطکاک زاویه ده .د درې محوره فشاري ټیسټ ددې لپاره ترسره کیږي چې د کانکریټي مخلوط حرکت پیداکړي .د Vee-Bee ټیسټ ددې لپاره اجرا کیږي چې په ساحه کې اړونده کانکریټي مخلوط حرکت پرې مالوم شي .
درییم .د کانکریټو په ریولوژۍ کې د تخته کیدو وړتیا پارامتر Compact ability Parameter in Rheology of Concrete
هغه اسانتیا په کوم سره چې کانکریټ تخته کیږي د تخته کیدو د وړتیا فکتور په واسطه ښودل کیږي .د تخته کیدو په پروسو کې په کانکریټي مخلوط کې د شته هوا پوکاڼیو له منځه وړل (expulsion of air bubbles)او د ډکوونکو موادو بیرته ځای پرځای کول شاملیږي .باید هڅه وشي د موادو د جلا کیدو مخه ونیول شي .د تخته کولو وړتیا د تخته کولو د فکتور د ټیسټ په واسطه اندازه کیږي.دا میتود یوشمیر محدودیتونه لري .کله چې مخلوط ټیټه یا ډیر لوړه کاري وړتیا ولري ددې میتود کارولو په نتیجو کې یو شمیر متغیروالي له ځانه ښایي.
دتخته کولو سمه اندازه کونه په دوه پړواونو کې سرته رسیږي .په لومړی پړاو کې په نه تخته شوي حالت کې د مخلوط غلظت اندازه کیږي .په دې وخت کې کانکریټي مخلوط په Hopper کې پرته له کوم تخته کولو کې ځای په ځای کیږي.دویم پړاو کې د مخلوط تخته شوی حالت اندازه کیږي .دلته مخلوط په درې طبقو کې ځای په ځای کیږي هره طبقه 25mm قطر لرونکې داخلي ویبراتور په واسطه تخته کیږي . د تخته کیدو له سټندرډ فکتور ټیسټ سره دپورته دوه قیمتونو پرتله کول به له نه تخته شوي حالت څخه تخته شوي حالت ته انتقالي حالت راوښایي .په دې سره په کانکریټو کې شته خلا او تشه(void) اندازه شي .د خلا مقدار به مرسته وکړي څو د کاري وړتیا ، اوبو نفوذ(permeability) او کانکریټو مقاومت شاخص راڅرګند شي .
انجنير صاحب محمد فريد عاطف

17/02/2026

د کانکریټو په اړه 50 پوښتنې او ځوابونه .
1. د ماتیدو مودول ( Modulus of Rapture)د مالومولو لپاره د ،د نمونې سایز په لاندې ډول دی .
‏a) 150×150×500 mm
‏b) 100×100×700 mm
‏c) 150×150×700 mm
‏d) 100×100×500 mm
ځواب :C
2. د تازه کانکریټو هغه خواص چې د مخلوط اوبه په کې بره سطحې ته راجګیږي () ورته ویل کیږي.

‏a) دموادو جلاکیدل (segregation )
‏b) د اوبوبهیدل (bleeding )
‏c) پړسیدل .
‏d) کریپ .creep
ځواب :b
3. د کانکریټودمرکبه موادو هغه چې مواد یوله بله جلاکیږی .
‏a) جلاکیدل segregation
‏b) تخته کیدل .
‏c) انقباض .shrinkage
‏d) پړسوب.bulking
ځوب .a
4. د کانکریټ کار وړتیا مستقیما متناسب دی له.
‏a) ډکوونکو موادو او سیمنټو نسبت سره.
‏b) لیږد وخت سره .
‏c) ډکوونکو موادو درجه بندی سره.
‏d) ټول پورته .
ځواب :c
5. د کانکریټ کاروړتیا غیرمستقیما متناسب دی له .
‏a) د لیږد وخت .
‏b) د اوبو –سیمنټو نسبت .
‏c) په مخلوط کې اوبه .
‏d) د ډکوونکو موادو سایز.
ځواب .a
6. د کانکریټو د نسبي اوږدیدنې انقباض قیمت .
‏a) 0.003
‏b) 0.0003
‏c) 0.00004
‏d) 0.03
ځواب .b
7. په کانکریټو کې په قصدې شکل هواوردننه کول لاندې خواص زیاتوي .
‏a) کاروړتیا .
‏b) مقاومت .
‏c) دتودوخې بدلون اغیز.
‏d) واحد حجمي وزن .
ځواب :a
8. مودولې ماتیدو fcr ،ماتیدو مقاومت fcs او مستقیم کششي مقاومت fcl ترمنځ اړیکه په لاندې ده .
‏a) tcr-rcs=tct
‏b) fcr>fcs>fc
‏c) fcrfcr>fc
ځواب :b
9. د کانکریټو مستقیم کششي مقاومت اوانحنايي مقاومت ترمنځ د نسبت تقریبي قیمت .
‏a) 0.33
‏b) 0.5
‏c) 0.75
‏d) 1
ځواب :b
10. د کانکریټو مقاومت زیاتیږي له :
‏a) د اوبو-سیمنټو د نسبت له زیاتیدو سره ،
‏b) د سیمنټو له میده والي سره .
‏c) د اوبو ورکولو د وخت له کمیدو سره .
‏d) د ډکوونکو موادو د سایز له کمیدو سره.
ځواب :b
11. د کانکریټو د ماتیدو مودول(modulus of rapture) fcr اوکرکرستیک مقاومت fck ترمنځ اړیکه په لاندې ډول ده.
‏a) fcr=0.35Vf7
‏b) fcr=0. 57f7
‏c) fcr=0.7Vf7
‏d) fcr=1.2Vf7
ځواب :c
12. د 150mm مکعبې نمونې په پرتله د 100mm مکعبي نمونې فشاري مقاومت :
‏a) کم دی .
‏b) زیات دی.
‏c) مساوي دی.
‏d) هیڅ یو.
ځواب:c
13. د کانکریټوالاستیکي مودول Ec کیدای شي لاندې قیمت ونیول شي.
‏a) Ec=5700
‏b) Ec=570
‏c) Ec=5700 fck
‏d) Ec چیرې چې fck N/mm2=700 کرکرستیک مقاومت وي .
ځواب :a
14. په کانکریټ کې د لمدبل مقدار زیاتیدل .
‏a) مقاومت کموي .
‏b) مقاومت زیاتوي .
‏c) مقاومت کې بدلون نه راولي.
‏d) پورته ټول .
ځواب :a
15. د عادي پورتلنډ سیمنټو په پرتله ،د پوزولنايي سیمنټو کارول .
‏a) کاروړتیا کموي.
‏b) د اوبوبهیدل زیاتوي.
‏c) انقباض زیاتوي.
‏d) مقاومت زیاتوي.
ځواب :c
16. هغه علاوه کوونکي مرکب چې د وختي ځان نیونې او سختیدو لامل ګرځي .
‏a) د کاروتیا علاوه کوونکي نومیږي.
‏b) چټک کوونکي (accelerator) نومیږي.
‏c) وروسته کوونکي (retarder) نومیږي.
‏d) هوا ورکونکي عامل نومیږي.
ځواب b:
17. ترټولو مشهور علاوه کوونکی مرکب چې د ځان نیونې او سختیدو وخت غځوي.
‏a) ګچ نومیږي.
‏b) کلسیم کلورایډ نومیږي.
‏c) سوډیم سلیکیټ نومیږي.
‏d) پورته ټول .
ځواب :a
18. په سیمنټو کې د خالیګاو فیصدي تقریبا.
‏a) 25%
‏b) 40%
‏c) 60%
‏d) 80%
ځواب :b
19. وروسته له یوه کال څخه د کانکریټو مقاومت د هغې د 28 ورځو مقاومت په پرتله .
‏a) له 10 تر 15% زیات وي.
‏b) له 15 تر 20% زیات وي.
‏c) له 20 تر 25% زیات وي.
‏d) له 25 تر 50% زیات وي.
ځواب :c
20. د عادي پورتلنډ سیمنټو په پرتله د لوړ المونیمي سیمنټو خواص :
‏a) لوړ ابتدايي ځان نیونې وخت ،ټیټ وروستی ځان نیوني وخت .
‏b) ټيټ ابتدايي ځان نیونې وخت لوړ وروستی ځان نیونې وخت .
‏c) لوړ ابتدايي او وروستی ځان نیونې وخت .
‏d) ټیټ ابتدآيي او وروستی ځان نیونې وخت .
ځواب :a
21. د کانکریټو د ماتیدو مودول (modulus of Rapture) د لاندې خاصیتونو د اندازه کولو لپاره کاریږي.
‏a) انحنايي کششي مقاومت .
‏b) مستقیم کششي مقاومت .
‏c) فشاري مقاومت .
‏d) د دوه ټوټه کیدو کششي مقاومت .
ځواب :a
22. د کانکریټو د ښې کاروړتیا ترلاسه کولو لپاره د ډکوونکو ترټولو ښه شکل :
‏a) ګرد .(rounded)
‏b) اوږدې ټوټې .(elongated)
‏c) څو مخه .(angular)
‏d) پورته ټول.
ځواب :a
23. په کانکریټو کې د کلسیم کلورایډو اغیز:
‏a) څو انقباض زیات کړي.
‏b) څو انقباض کم کړي.
‏c) د ځان نیونې وخت زیات کړي.
‏d) د ځان نیونې وخت کم کړي.
ځواب :b
24. د شګې د حجم پړسوب زیات وي که چیرې د لمدبل مقدار .
‏a) 2% وي.
‏b) 4% وي.
‏c) 6% وي.
‏d) 10% وي.
ځواب :b
25. د سیمنټو ډیر میده والي .
‏a) د کانکریټو ابتدايي مقاومت ترلاسه کول اغیزمنوي.
‏b) د کانکریټو نهايي مقاومت ترلاسه کول اغیزمنوي.
‏c) هم a او هم b
‏d) په مقاومت هیڅ اغیز نه لري.
ځواب a:
26. د کانکریټو لپاره د پیوسون نسبت (Poisson’s Ratio)
‏a) ثابت پاتې کیږي.
‏b) له غني مخلوط سره زیاتیږي.
‏c) له غني مخلوط سره کمیږي.
‏d) هیڅ یو .
ځواب:b
27. په کانکریټو مخلوط کې 1% خالیګاوې د هغې مقاومت .
‏a) 5% راکموي.
‏b) 10% راکموي.
‏c) 15% راکموي.
‏d) 20% راکموي.
ځواب:a
28. د شګې د میده والي مودول (fineness modulus)
‏a) له 2 تر 3.5 حدودو کې دی .
‏b) له 3.5 تر 5 حدودو کې دی .
‏c) له 5 تر 7 حدودو کې دی .
‏d) له 6 تر 8.5 حدودو کې دی .
ځواب :a
29. خوندیتوب فکتور(safety factor ) د :
‏a) د سیخ او کانکریټو یوشان دی .
‏b) د سیخ کم دی له کانکریټو نه .
‏c) د سیخ زیات دی له کانکریټو نه .
‏d) هیڅ یو.
ځواب :b
30. په لاندې جملو کې سمه جمله په نښه کړۍ .
‏a) د سیخانو د خوندیتوب فکتور باید د سیالیت تشنج(yield stress) پراساس ونیول شي.
‏b) د سیخانو د خوندیتوب فکتور باید د نهایي تشنج(ultimate stress) پراساس ونیول شي.
‏c) د کانکریټو د خوندیتوب فکتور باید د سیالیت تشنج(yield stress) پراساس ونیول شي.
‏d) د کانکریټو د خوندیتوب فکتور باید د نهایي تشنج(ultimate stress) پراساس ونیول شي.
ځواب:a او d
31. د اوسپنیزکانکریټي مقطعې لپاره .د عرضي تشنج دیاګرام .
‏a) ټول پارابولي دي.
‏b) ټول مستطیلي دی.
‏c) له خنثی محور پورته پارابولي او لاندې مستطیلي،
‏d) له خنثی محور پورته مستطیلي او لاندې پارابولي.
ځواب :c
32. په بیم کې وتري کشش (diagonal tension)
‏a) په خنثی محور (neutral axis) کې ترټولو زیات وي.
‏b) له خنثی محور لاندې کمیږي او له خنثی محور پورته زیاتیږي.
‏c) له خنثی محور لاندې زیاتیږي او له خنثی محور پورته کمیږي.
‏d) ثابت پاتې کیږي.
ځواب :c
33. که یو بیم په نښتلو (bond) کې ناکامیږي نو د نښتلو مقاومت یې زیاتیدو لپاره .
‏a) د بیم ژوروالی زیات شي.
‏b) د سیخانوشمیر زیات اوقطر یې کم شي.
‏c) د سیخانو شمیر کم او قطر یې زیات شي.
‏d) عمودي ګژدمکونه ورکول شي.
ځواب:b
34. که په یو عنصرکې نومینال عرضي تشنجات Tv له ډیزاین عرضي تشنجاتو Xcزیاتیږي نو د عرضي تشنجاتو د لیږد لپاره نومینال عرضي سیخان مساوي دي په :
‏a) XV
‏b) XC
‏c) XV-TC
‏d) Tv+Tc
ځواب:c
35. که په یو بیم کې د حقیقي خنثی محور ژوروالي له بحراني خنثی محور (critical Neutral axis) زیات وي ،نو بیم ته .
‏a) بیلانس شوی بیم ویل کیږي.
‏b) کم تقویه شوي (under reinforced ) بیم ویل کیږي.
‏c) زیات تقویه شوی (over reinforced) بیم ویل کیږي.
‏d) هیڅ یو.
ځواب :c
36. که په یوګوني سیخ بندي شوې مستطیلي مقطع کې د خنثی محور ژوروالي په kd سره وښودل شي ،د بیلانس شوې مقطعې لپاره د k قیمت .
‏a) یواځې په ښAst پورې اړه لري.
‏b) په AcBc پورې اړه لري.
‏c) په Ast او AcBc پورې اړه لري.
‏d) له Ast او AcBc دواړو مستقل دی .
دلته d د مقطعې موثر ژوروالی دی ،Ast په سیخانو کې په کشش کې مجاز تشنجات دي او AcBc په کانکریټوکې کې کوږوالي کي مجاز تشنجات دي .
ځواب:a
37. که په سیخانو کې مجاز کششي تشنجات 140 N/mm2 وي،نودیوګوني سیخ بندي شوې بیلانس مستطیلي مقطعې لپاره خنثی محور ژوروالی .
‏a) 0.35 d
‏b) 0.40 d
‏c) 0.45 d
‏d) د کانکریټومارک پورې اړه لري.
ځواب : b

38. د سیخانو الاستیکي مودول :
‏a) 20 kN/cm2
‏b) 200 kN/cm2
‏c) 200 kN/mm2
‏d) 250 kN/cm2
ځواب:c
39. په اوسپنیزکانکریټي مقطعو کې د کانکریټو لږترلږه مارک .
‏a) M15 وي
‏b) M20 وي.
‏c) M10 وي.
‏d) M25 وي.
ځواب:a
40. پرته له ویبراتوره د زیاتو سیخانولرونکو مقطعود کانکریټو لپاره د کانکریټو کاروړتیا چې د تخته کولو په توګه ښودل کیږي،
‏a) له 0.75 تر 0.80
‏b) له 0.80 تر 0.85
‏c) له 0.85 تر 0.92
‏d) له 0.92 پورته .
ځواب:d
41. د M15 مارک کانکریټو لپاره په 50kg سیمنټو کې د اړتیا وړ ترټولو زیاتې اوبه :
‏a) 28 لیتره
‏b) 30 لیتره
‏c) 32 لیتره
‏d) 34 لیتره
ځواب:c
42. د لاس په واسطه د کانکریټو مخلوطولو پروخت ،د سیمنټو مقدار چې ورزیات کړای شي.
‏a) 5%
‏b) 10%
‏c) 15%
‏d) 20%
ځواب:b
43. د دیوالونو ،پایو او د عناصرو عمودي مخونو څخه د قالب د رالرې کولو وخت .
‏a) له 24 تر 48 ساعتونو .
‏b) درې ورځې.
‏c) اوه ورځې.
‏d) څوارلس ورځې.
ځواب:a
44. د کانکریټو دفشاري مقاومت د مالومولو په وخت د نمونو دازمایښت پایلو ترمنځ جداګانه توپیر باید له لاندې قیمتونو زیات نه وي.
‏a) مثبت منفي 5% د اوسط قیمت .
‏b) مثبت منفي ض10% د اوسط قیمت
‏c) مثبت منفي 15% د اوسط قیمت
‏d) مثبت منفي 20% د اوسط قیمت
ځواب:c
45. د یو کنسول د 0.5m موثر ژوروالي لپاره ،ترټولو زیاته وایه چې عمودي کړوپیدنه په کې د منلووړ وي.
‏a) 3.5m
‏b) 4m
‏c) 4.5m
‏d) 5m
ځواب :a
46. د 3m*3.5m سایز لرونکي سلب عمومي ژوروالي چې عمودي کړوپیدونه کې د منلو وړ حد کې وي.
‏a) 50mm
‏b) 75mm
‏c) 100mm
‏d) 120mm
ځواب:b
47. د کانکریټو انحنايي مقاومت ،
‏a) مستقیما متناسب له فشاري مقاومت سره .
‏b) معکوسا متناسب دی له فشاري مقاومت سره.
‏c) مستقیما متناسب دی د فشاري مقاومت له جذر مربع سره .
‏d) معکوسا متناسب د فشاري مقاومت له جذر مربع سره .
48. د ساختماني مقرراتو له مخې پایه هغه ساختماني عنصر دی چې موثر اوږودوالی یې زیات دی له .
‏a) ترټولو کمې جانبي اندازې څخه .
‏b) ترټولو کمې جانبې اندازې له دوه چنده څخه .
‏c) ترټولو کمې جانبې اندازې له درې چنده څخه.
‏d) ترټولو کمې جانبې اندازې له څلورچنده څخه.
ځواب:‍c
49. د ساختماني مقرراتو له مخې د لنډو پایو لپاره د نریوالي نسبت (slenderness ratio)
‏a) له 12 کم .
‏b) له 18 کم .
‏c) د `18 او 24 ترمنځ .
‏d) له 24 زیات.
ځواب:a
50. په فشار کې سیخانو یو بل کې تیرول (lap)
‏a) 15 d
‏b) 20 d
‏c) 24 d
‏d) 30 d
‏d د سیخ قطر دی.
#داوبورسونی #انجینری #انجینر #ابیاری

17/02/2026

سوالات بسیار مهم و اساسی در آزمون های استخدام پست های انجنیری:

• بخاطر تقلیل بخشیدن قوه های زلزله در تعمیرات کدام نقاط باید مدنظر گرفته شود؟
جواب:
1- پلان تعمر باید مغلق نبوده و ساده باشد. کوشش شود تا طول تعمیر باید کمتر از سه چند عرض ان باشد.
2-چون قوه زلز له تابع کتله است لذا تعمیر باید سبک بوده بخصوص بامهای طبفه بالایی باید تا حد ممکن سبک باشد.
3-پلان های مغلق را توسط درزهای زلز له به پلان ساده تبدیل نمود.
4- در قسمت جاینت ها باید تدابیر اضافگی مدنظر گرفت.
5- زمین های پرنشیب بخاطر وقوع لغزش و سقوط سنگ ها باید انتخاب نگردد.
6- در محلات پرانه شده و محلاتی که سطح اب های بلند ویا خاک ضعیف یا ریگ میده سست باشد کوشش شود تعمیر اعمار نگردد ویا تدابیر لازمه گرفته شود.

• Boulder چیست؟
عبارت از سنگ های دریایی میباشند که سایز آن بیشتر از 100 میلیمتر باشد.

• در کدام حالت ریگ موجود در ساحه را رد یا Reject مینمایید؟
هر گاه ریگ موجود در ساحه دارای مقدار زیاد خاک باشد و در آن مواد عضوی دیگر شامل باشد و نیز سنگ ها و جغل ها با سایز های بزرگ شامل آن باشد ریگ مذکور باید از ساحه رد یا Reject گردد.

• Road way چیست؟
عبارت از عرض سرک میباشد که جهت عبور و مرور ترافیک بوده و شانه های سرک Shoulders نیز شامل آن میباشد.

• قبل از عمل کانکریت ریزی در ساحه، انجنیر مؤظف کدام عوامل را بررسی مینماید؟
قبل از عمل کانکریت ریزی باید اولتر از همه سیخ بندی و قالب بندی چک گردد که مطابق دیزاین و نقشه بوده و قالب نیز قابلیت استوار نگهداشتن عنصر ساختمانی را داشته باشد بعد از آن مواد و مخلوط آن، نوعیت و کیفیت مواد مانند سمنت، ریگ، چغل و .. بررسی میگردد در صورت صحیح بودن آن اجازه کانکریت ریزی داده میشود.

• از Slump test در ساحه به چه منظور استفاده میشود؟
از سلمپ تست جهت تعیین مقدار آب مخلوط کانکریت و غلظت کانکریت در ساحه صورت میگرد و مقدار مطلوب آب مخلوط کانکریت تعیین میگردد.

• شناسایی خشت درجه یک و با کیفیت در ساحه چگونه صورت میگیرد؟
خشت خوب و درجه یک را در ساحه اگر به هم بزنیم صدای فلز داشته و پخته میباشد. خشت خوب دارای منفذهای زیاد نبوده و شکل منظم دارد و خوب فشرده Compact شده است. ابعاد آن منظم باشد و اگر خشت درجه یک و خوب را از ارتفاع 90 سانتی متر الی 1 متر رها کنیم نمی شکند.

• یک انجنیر که دیزاین ساختمان را به عهده دارد، کدام بارها را باید مورد مطالعه قرار دهد؟
وظیفه بسیار مهم و اساسی که دیزاینرهای ساختمان با آن روبه رو هستند عبارت از تخمین دقیق بارهایی که بالای ساختمان در زمان بهره برداری عمل میکند، میباشد. بعد از تثبیت بارهای متذکره مرحله دوم آن آمیزش بارها و دریافت حالت خطرناک بارگذاری میباشد که در یک زمان معین بالای ساختمان عمل میکند و بارهای ذیل در دیزاین حتمی میباشد:
بارهای مرده Dead Load
بارهای زنده Live Load
بارهای محیطی Environmental Load

برای سوالات ذیل جواب مناسب ارائه کنید:

1. بارهای مرده Dead Load در ساختمان کدام بارها اند؟
2. بارهای زنده Live Load در ساختمان کدام بارها اند؟
3. طبقات سرک را نام بگیرید.
4. کمپکش در سرک چه رول دارد؟

17/02/2026

.د پلستر عیبونه او د مخنیوي لارې چارې
Defects of Plaster and its Prevention Ways
معمولا په پلستر کې اته ډوله عیبونه منځ راځي .
لومړی .غیرساختماني درزونه
Non-structural cracks
دویم .ساختماني درزونه
Structural cracks
درییم .جلاکیدل
De bonding
څلورم .د سختوالي نه شتون
Lack of hardness
پنځم .ګریننګ
Grinning
شپږم .انبساط
Expansion
اوم .پوستکی ایستل
Peeling

اتم .ښوره کیدل
. EFFLORESCENCE
لومړی .غیر ساختماني درزون
ه NON-STRUCTURAL CRACKS
چاودونه Crazing
چاودونه(Crazing) نري درزونه دي چې د شپږضلعې (hexagonal)نمونو په شکل د پلستر په مخ پیداکیږي .ددوي اوږدوالی له 5mm څخه 7mm پورې وي .ډیر وخت دا چاودونه سطحي وي او د پلستر په ژوروالي کې نه وي .دداسې چاودونو لامل د پلستر پرمخ د زیاتې ګلمالې (trowelling) وهل او یا هم په شګه کې د ګرد او میده خاورې شتون وي (هغه خاوره چې له 0,0075mm غلبیل 15% زیاته تیره شي ).ډيری وخت د پلستر کولو څو ساعته وروسته په پلستر کې داسې چاودونه پیدا کیږي خو ترهغې نه ښکاري چې سطحه لمده شوې نه وي او پرې ګرد نه وي لویدلی .چاودونه دومره د اندیښنې وړ خبره نه وي خو داچې بدښکاري د منلو نه دي .که داسې سطحې ته ښه مناسب رنګ ورکول شي کیدای شي پټ شي .که اړتیا ولیدل شي کیدای شي د رنګ په وخت له هغې سره ښیښې انساج(glass tissue) ورګډ شي .
د نقشې درزونه (map cracks)د چاودونو په شان دي خو معمولا دا لږ ژور وي او د پلستر دننه کیوزي .ددې نمونې دشپږضلعې په شان وي چې 200mm یو بل کې تیر شوي وي .د نقشي درزونه معمولا هغه وخت منځ ته راځي چې بډایه سیمنټي مساله وکارول شي او یا پلستر ته اجازه ورکړل شي چې ډیر زر وچ شي .د پلستر د زر وچیدو لاملونه په لاندې ډول دي
1. که دیوال له لمر او باد څخه خوندي نه وي تبخیرات (Evaporation) ترې زیات وي .
2. که ددیوال خښتې اوبه جذبونکي وي او یا ښې لمدې شوې نه وي د پلستر اوبه جذبوي.
3. د شګې درجه بندي خرابه وي او میده ذررات ونه لري ( له 0,075mm غلبیل څخه له 5% کم تیر شي )
4. کله چې شګه سمه میده دانه ونه لري د ودانیزې چونې نه وکارول شي.
کله چې پلستر لا په پلاستیکي حالت کې وي او په کې درزونه ښکاره شي نو د ګلماله کولو په واسطه بیرته جوړیږي .یا هم کیدای شي لږ وروسته له رنګ سره ښیښه یی انساج ګډ شي او پرې پټ شي .هغه درزونه چې د پلستر په هغه لومړیو ساعتو کې د هغې له سطحې د زیاتو اوبو ضایع کیدو په پایله کې منځ ته راشي پلاستیکي انقباض درزونه بلل کیږي .د نقشي درزونه به کیدای شي د پلاستیکي انقباض له امله وي او دا ډیری د کړکیو ترمنځ او کنجونو کې منځ راځي .معمولا په سخت پلستر کې د وچیدو انقباض (Drying shrinkage)درزونه د لمدبل د ضایعاتو له امله منځ ته راځي. خو ښه به دا وي چې نري وي او د لیدو وړ نه وي او له خالیګاو سره نژدي برخو کې پیدا شي .هغه پلستر چې مساله کې دسیمنټو مقدار زیات وي او خراب کیفیت لرونکې شګه په کې له زیات مقدار اوبو سره کارول شوې وي کیدای شي پراخه درزونه په کې منځ ته راشي .هغه پلستر چې ډیر پیړ وي هم کیدای شي په دا ډول درزونه په کې پیدا شي .داسې درزونه باید په مناسب ډول ډک شي او رنګ په واسطه پټ شي .
دویم .ساختماني دزونه STRUCTURAL CRACKS
په پلستر کې یو شمیر د لیدو وړ(visible) درزونه کیدای شي د دیوال درز له امله وي .داسې درزونه کیدا ی شي دتهداب د غیر منظم نشست ،د معماري واحدونو د وچونکي انقباض او انبساط او یاهم د بام د حرارتي حرکت له امله وي .داسې درزونه ډیری وخت د مستقیم عمودي او یا افقي خط ،او یا پته مایل خط په شکل وي.دداسې درز پلنوالی د اړونده شرایطو پورې اړه لري.څرنګه چې داسې درزونه له دیوال څخه وي د پلستر ترمیم به کومه ګټه ونه لري .په کار ده چې متخصص کس د درز څیړنه وکړي او درز د ترمیم په اړه مناسبه پریکړه وشي .په ساختماني تدابیرو کې دا هم راځې چې ساختمان ته بدلون (alterations)ورکول شي او درز په حرکت جینت واړول شي .جینټ ته پوښونکې مواد ورکول کیږي څو ښکاره نه شي او سیل شي .
درییم .جلا کیدل . . DEBONDING
د پلستر جلا کیدل معمولا د سوړو (hollow sound)په شکل وي ،په داسې حالت کې پلستر ول ول تاوبږي (curl)او له راجلا کیږي ځکه د پلستر باندی قشر چې له هوا پروړاندې لوڅ وي د پلستر له هغې برخې سره مختلف انقباض درجه لري چې د دیوال سره په تماس کې وي .دا هغه وخت لا ښه صدق کوي چې د پلستر پیړوالی زیات وي .ددې لپاره چې د پلستر او دیوال ترمنځ ښه نښتل رامنځ ته شي باید لاندې ټکو ته پام وشي .
1. د غوړو او ګردجنو دیوالونو مکمل پاکول .
2. له پلستر کولو څلورویشت ساعته وړاندې د دیوال پوره لمدول .
3. ددیوال سطحې ته له پلستر وړاندې د سیمنټي دوغه (slurry)ورکول .
څلورم .د سختوالي نه شتون LACK OF HARDNESS
د پلستر د سختوالي یا مقاومت په اړه کوم ځانکړي مشخصات نه دي په ګوته شوي او ددې د مالومولو کومه ډاډمنه لاره هم نشته. خو معمولا دپلستر د سختوالې د مالومولو لپاره د پلستر سطحه د سخت تیزڅوکې جسم (hard sharp object)په واسطه لکه د پیچ کش یا کیلي په واسطه توږل (scratching)کیږي .ډیری وخت د قوي پلستر پرځای دلږ کمزوري پلستر کارول غوره ګڼل کیږي ځکه په لږ کمزوري پلستر کې د قوي پلستر په پرتله درزونه کم منځ ته راځي. خو په کمزوري پلستر کې ستونزه دا وي چې د ټکان او اوبو نفوذ پروړاندې لږ مقاومت لري سربیره پردې کله چې میخ په کې ټک وهل کیږي بیرته راوځي .ددې سره په څنګ کې که په پلسترکې ډيره کمزورې مساله وکارول شي یو ډول نبات چې ګل سنګ(moss)بلل کیږي کیدای شي را زرغون شي .
د نرم پلستر یا هغه پلستر چې سختوالي نه لري پنځه لاملونه لري .
1. د نه کافي اندازه سیمنټو کارول .
2. دداسې شګې کارول چې ګرد ولري (هغه خاوره چې له 0.075mm غلبیل sieve له 15% تیر شي )
3. دداسې مخلوط کارول چې د اوبو ساتلو(retention) کمزوری خاصیت لري .
4. له لومړی مخلوط کولو وروسته داوبو ورزیاتول چې معمولا ملایم کول(re tempering) بلل کیږي .
5. د لمر او باد لاامله زر وچیدل .
د پلستر د مقاومت او یا سختوالي مالومولو لپآره د پورته لاملونو له ډلې یواځې د نه کافي سیمنټو کارول کیدای شي په لابراتور کې مالوم شي او په لابراتور کې دا نور لاملونه مالومول ستونزمن دي .د پلستر هغه سطحې چې لا رنګ شوي نه وي د میتایل میتاکریلیت(methyl methacrylate) په کارولو رغول کیدای شي .ددې موادو کارول کولی شي د پلستر د سختوالي درجه لوړه کړي .د رنګ شوو سطحو یواځنۍ چاره داده چې پخوانی پلستر رالرې او پرځای یې نوي پلستر وشي .که د پلستر لرې کول شوني نه وي نو کیدای شي د زوړ پلستر سطحې ته قوي رنګ ورکول شي چې په دې سره به لږه ترلږه دیوال ته د اوبو دنفوذ مخه ونیول شي .
پنځم .ګرایننګ. GRINNING
ګرایننګ په لغت کې په ډکه خوله خندولو ته وایې خو دلته یې مانا داده چې کله پلستر د مسالې درزونه له لرې ځای ښکاریږي دیته د پلستر ګرایننګ وایې .ددې لامل داوي چې د پلستر د مسالې اوبه د دیوال د خښتو په واسطه کش شوي وي .د ګرایننګ مرحله که سمه کنترول نه شي په دیوال کې لوی درزونه پیداکولی شي .که دیوال ته د پلستر د استر قشر ورکول شي د ګرایننګ مخنیوی کیدای شي .
شپږم .انبساط : EXPANSION
په دې کې د پلستر نرمیدل ،درز کول او د پلستر جلا کیدل کیدل راځي .انبساط معمولا له ګچو تولیداتو سره مل وي .په لندبل شرایطو کې د ګچو سلفایټ د سیمنټو له خمیرې سره تعامل کوي او داسې مرکب منځ ته راوړي چې حجم یې زیات وي او همدا د حجم زیاتیدل پلستر خرابوي .په داسې حالت کې د حل یواځنۍ لار داده چې پلستر رالرې شي او پرځای ېې نوی پلستر وشي .
اوم .پوستکې ایستل .peeling
کله چې د پلستر د مخ وروستی پوخ له دننه پوخ راجلا شي دیته پوستکی ایستل وايي.
د پوستکي ایستلو لامولونه په لاندې ډول دي .
1. د پلستر وروستي مخ ته کمه ګلماله ورکول ددې لامل ګرځي چې وروستی پوخ له دنني قشر سره سم ونه نښلي
2. ډير سخت پلستر کیدای شي د پوستکي ایستلو لامل شي .
3. کله چې په د پلستر په مساله کې الکلي مواد ګډ وي .
4. کله چې زوړ پلستر لپاسه نوي پلستر وشي .
5. د پلستر لپآره سطحه سمه نه وي چمتو نه شي .
د پلستر پوستکې ایستلو د مخنیوي لاره داده چې د پلستر ښکاره مخ ته له پلستر کولو وروسته پوره اوبه ورکول شي ،که پلستر کې واړه سوري پاتې شوي وي په یو ګیلن اوبو کې باید ‎وینیګار Vinegar واچول شي او د دیوال په سطحه وپاشل شي .دیته باید تر هغې دوام ورکول شي چې سطحه سخته شي .داسې دیوال ته باید 30 انتظار وویستل شي چې رنګ ته چمتو شي .کوم پلستر چې یوځل پوستکی وویستل شي هغه باید رنګ نه شي او له رنګ کولو وړاندې باید هغه برخه بیخې لرې شي چې پوستکی یې وتلی دی .
اتم .د پلستر ښوره کیدل. EFFLORESCENCE
د پلستر په مخ سطحه باندې د سپین رنګه کرستالین مادې راښکاره کیدل دپلستر ښوره کیدل بلل کیږي .د پلستر د ښوره کیدو لوی لامل په سیمنټو،چونه ،شګه،خښته او حتې اوبو کې د مالګود شتون له امله وي .پلستر چې کله مکمل وچ شي دا منحله مالګې د اتوموسفیر د لمدبل په شتون کې ویلې کیږي او سوریو له لارې د پلستر سطحې ته راووځي بیا دلته د اتوموسفیر په لمدبل کې تجزیه کیږي او د سپین رنګه کرستالین په شکل ددیوال په مخ راڅرګندیږي چې د ودانۍ ښآیست ته لوی زیان اړوي .که دا ښوره په زړو دیوالونو کې رابرسیره شي نو د سلیکان مایع محلول په وهلو سره کیدای شي د ښورې د حرکت مخه ونیول شي .بله لاره یې داده چې د ښورې لپاسه بیټومین مواد وکارول شي څو د ښورې د راوتو مخه ډپ کړي.د خښتې دیوال لپاره د زنګ سلفایټ او اوبو ګډ محلول کارول کولی شي ستونزه حل کړي .د پلستر ښوره کیدو د مخنیوي لپاره لاندې ټکو ته پام وشي .
1. د پلستر په مساله کې له چونې او یا سیمنټو سره الم یا پټکری او یا صابون یو اندازه وکارول شي .که شوني وي اوبو ضد مساله په کې وکارول شي .
2. چیرته چې ضرور وي د لمدبل ضد طبقه وکارول شې.
3. ښې پخې خښتې او پاکې اوبه وکارول شي .
4. پلستر شوې سطحه باید له باران او شپې لمدبل نه خوندي وساتل شي
C
#داوبورسونی #انجینر #انجینری #ابیاری

 #داوبورسونی  #انجینر  #ابیاری              #انجینری
17/02/2026

#داوبورسونی #انجینر #ابیاری #انجینری

17/02/2026

د انجنيري مربوط لغاتونه .!!!
1. Flank wall کناري دیوال
2. Flat آپارتمان
3. Flat roof مسطح بام
4. Flemish bond د خښتو هالنډي پیوند
5. Flexible joint انعطاف پذیره جاینټ یا هم نرم جاینټونه
6. Flight د زینې پتې
7. Floor چت
8. Flow جریان
9. Flue دود کش
10. Flush door هموارې دروازې،
11. Flushing cistern وینځونکې ذخیره
12. Fly ash اورغورځوونکې ایرې
13. Foam اسفنج ،فوم
14. Foil فلزي کاغذ
15. Footing سپل
16. Footing on the slopes هغه تهدابونه چې په میلان لرونکي ساحې کې واقع وي
17. Force قوه
18. Format size شکلي اندازه
19. Formation level سطح تمام شده
20. Former قالب
21. Formwork قالب بندی
22. Foundation تهداب
23. foundation pit میخي تهداب
24. Frame چوکاټ
25. Framed building کرکاسي ودانۍ، چې د تعمیر ټول بارونه د پایو په واسطه تهداب ته انتقالیږي
26. Framing قالب بندي
27. Freezing منجمد کول
28. Frequency فرکانسی
29. Friction اصطکاک
30. Friction pile میخ اصطکاکی
31. Frictional resistance مقاومت اصطکاکی
32. Frost یخبندان
33. Frost resistance د یخبندان په مقابل کې مقاوم والی
34. Fulcrum د هرم اتکايي نقطې
35. Fundamental period اساسي پریود یا دوران
36. Fuse فیوز
37. Gallery گالری
38. Gap فاصله
39. Garage گاراژ
40. Gas cleaning د غازو پاکوونکې
41. Gas conduit , gasman گازرسانی
42. gas supply د غازاتو تامینوونکي مراد ترې کمپنۍ دي چې ګازات تولیدوي
43. gate (way) دروازه یا د داخلیدو لاره
44. Gauge مقیاس، اندازه،
45. General Forman د کاریګرو مشر
46. Girder ګاډر
47. Glass شیشه
48. Glass wool پشم شیشه
49. Graber گریدر
50. Gradient شیب
51. Grading هموارول یا مسطح کول
52. Granite گرانیت
53. Granular materials دانه اي مواد
54. Gravel جغل
55. Gravity جاذبه، چې مراد ترې د ځمکې د جاذبې قوه ده
56. Green concrete تازه کانکريټ
57. Grid صفحه ، شبکه
58. gross output ناخالصه تولیدات
59. Ground ځمکه یا هم خاوره
60. Ground level د ځمکې سطحه
61. Ground water د زیرزمینې اوبه یا د ځمکې ښکته اوبه
62. Grout سیمنټي شیره یا دوغه
63. Guide لارښود
64. Gully د اوبو ویستونکې لاره
65. Gutter ناوه یا هغه ساختمان چې د ودانۍ د پوښښونو څخه د باران د اوبو ویستلو لپاره په نظر کې نیول کیږي
66. Guy مهار
67. Handle دستگیر
68. Hardener سختونکې
69. Heat exchanger د تودوخې تبدیلوونکې
70. Heating تسخین
71. Helmet محافظتي خولۍ
72. High tensile steel لوړ کششي مقاومت لرونکي سیخان
73. high yield steelهغه سیخان چې د تسلیمیدو لوړه درجه ولري
74. Humidity رطوبت
75. Hydrogen هیدروژن
76. Hydrostatic pressure هیدرواستاتیکی فشار
77. Illumination روښنايي
78. Impact sound صوت ضربه ای
79. Impedance ظاهري مقاومت
80. Imposed load وارده باورنه یا عامل بارونه
81. Inclined load مایل بار
82. installation پروژه – project
83. Instructions , manual رهنمود
84. Insulating concrete عایق کوونکي کانکريټ
85. Insulating materials مواد عایق بندی
86. Insulation عایق کوونکي
87. insulation عایق کاری
88. Intrados داخلي قوس
89. Iron shoe اوسپنیزۍ پڼۍ
90. irrigation آبیاری
91. Isolated foundation فونداسیون مجزا
92. Jack جک
93. Joint درز، اتصال
94. Keratin کراتین
95. Kerb جدول، حاشیه
96. Key کلي یا چابي
97. Lamp لامپ
98. Landing د زینې چوک
99. Lateral force جانبي قواوې
100. Lavatory د ستشويي یا هغه لوښی چې لاسونه پکې وینځل کیږي
101. Lay out طرح
102. Lead سرب
103. Leader راهنما
104. Lean concrete ضعیفه کانکریټ
105. letal فلتر
106. Level سطح
107. Leveling , making oven هموارول
108. Lever اهرم
109. Light رڼا
110. Lime چونه
111. Lime آهک
112. Limestone چونې ډبره
113. Limits of elasticity د الاستیکي حد
114. Line خط،
115. Linoleum لینولیوم
116. lintel سرطاق
117. Lipping د سیخانو پیوند یا اورلپ کول
118. Liquid limit د یوې مادې رواني حد
119. Live load ژوندی بار
120. Living roomد اوسیدو خونه
121. load بار
122. Load bearing wall وزن برداره دیوال
123. Load carrying structure وزن برداره عناصر
124. load earring capacity د بارونو د زغملو وړتیا
125. Lock قفل
126. Longitudinal joint طولاني درزونه
127. Loose sand میده شګې
128. Loose soil ضعیفه خاوره
129. loss ضرر
130. Lumen لومن(د روښنائی د مقدار معلومولو واحد)
131. Lux لوکس(د نور د شدت د اندازه کولو واحد)
132. Magnesia اکسید منیزیم
133. Magnesium ox chloride اکسی کلراید منیزیم
134. Main اصلي
135. Main bar اصلي سیخان یا هغه سیخان چې په کشش کې کار کوي
136. Main beam اصلي بیم یا هغه بیم چې د ودانۍ وزن مستقیماً پایو ته انتقالوي
137. Mains شبکه
138. Maintenance ساتل
139. Maintenance تخنیکي مراقبت
140. Marionette آپارتمان دو پلکس
141. Major overhaul. Big repair اساسي ترمیم
142. Man hour نفر ساعت
143. management اداره
144. Mandrel محوري میله
145. Manhole د بیا کتنې لپاره یو سرخلاصې ساحه
146. Manometer د فشار د اندازه کولو آله
147. manufacturing cost تمام شوی قیمت
148. Marble مرمر
149. Missionary سنکاری-
150. Mass concrete تر ټولو ټیټ مارک کانکريټ دي چې د رطوبت د لمنځه وړلو په منظور پکار وړل کیږي.
151. Master plan , general layout ماستر پلان-پلان عمومی
152. Mastic ماستیک
153. Mastic asphalt آسفالت ماستیکی
154. Mat foundation فرشي تهداب
155. Material مواد
156. Material incentives مادي تشویق
157. Melamine ملامین
158. Member ساختماني اجزاء
159. Membrane غشاء ،
160. Mesh شبکه
161. Metal فلز
162. Meter متر، چې د اوږدوالي د اندازه کولو لپاره پکار وړل کیږي.
کاپی
#داوبورسونی #ابیاری #کابل #هرات #انجینر

Address

Kabul

Telephone

+93730880947

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Engineer/انجینر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Engineer/انجینر:

Share