Hydro Power Plant System - ریاست حوزه تولید برق

Hydro Power Plant System - ریاست حوزه تولید برق The Department of Electricity Production, which operates under the leadership of DABS.

10/01/2026
د برښنا د تولید حوزوي ریاست قدرمن رئیس او د سروبي ولسوالي قدرمن ولسوال په ګډې هوکړې د سروبي ولسوالي شیر خان کڅ له سیمې څ...
09/08/2024

د برښنا د تولید حوزوي ریاست قدرمن رئیس او د سروبي ولسوالي قدرمن ولسوال په ګډې هوکړې د سروبي ولسوالي شیر خان کڅ له سیمې څخه تر د ورښمین تنګي سورۍ تیږې پورې د هوټلدارانو د استازو سره په لاندې موضوعاتو غونډه وکړه .
څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده چې په دې ورستیو کې د کابل ننګرهار په لویه لاره سفر کوونکي مسافر سیند ته ښکته کیږي او یا هم لامبو وهي چې د بې پروایي له کبله په اوبو کې ډوبیږي او خپل ژوند دلاسه ورکوي چې جسد یې په اونیو هم نه پیدا کیږي چې بیا د افغانستان برښنا شرکت څخه د سیند وچیدو غوښتنه کوي چې په دې عمل سره هم ځان او هم بیت المال ته مالي زیان اړوي.
له تاسو هټیوالو څخه په لاندې موضوعاتو کې کلکه توجه غواړو :
1- هغو ځایونو کې چې سیند ته له هوټلونو څخه لاره ښکته شوې موانع نصب کړئ ( جالۍ تاوول ، سیم خاردار نصب او یا هم د سیمټي پایو کیښودل ) .
2- د قیر سړک دپاسه د موټرو له وینځلو څخه په کلکه ډډه کول .
3- د نغلو برښنا فابریکې او سروبی برښنا فابریکې بندونو په ساحه کې سیند ته له کثافاتو غورځولو څخه په کلکه ډډه کول .
همدارنګه هغه قدرمن هیوادوال چې په پورته ذکر شوې لویه لاره سفر کوي، سیند ته د ښکته کیدو او یا هم دلامبو وهلو څخه په کلکه ډډه وکړئ.

13/05/2024

د خوښۍ خبر!
دا چې د برښنا تولید حوزوی ریاست اړوند د نغلو آبي برښنا فابریکې ګلابې دروازې له تیرو څو لسیزو راهیسې غیر فعاله وې چې له امله یې د یادې برښنا فابریکې د اوبو ذخیروي کاسه کې د رسوباتو اندازه اعظمي حد ته رسیدلې وه، چې له نن څخه دوه کاله وړاندې د یادې برښنا فابریکې د اوبو د بند د کلابې دواړه دروازې په ډیر لږ لګښت د نغلو برښنا فابریکې په کار پوهه زړورو انجنیرانو بیاځلي فعاله او ګټه اخیستنې ته چمتو کړې چې په همغه کال یې عملآ د یادې برښنا فابریکې د بند د ګلابې چارې تر سره کړې.
دا چې د تیرو څو میاشتو راهیسې په ګران هیواد کې د ورښتونو کچه زیاته شوې او د نغلو برښنا فابریکې بند ته د اوبو راتلل هم په زیاته اندازه مثبتې شوي، نو د برښنا د تولید حوزوي راست په وړاندیز د برښنا شرکت عملیاتي ریاست په موافقه او د برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس په هدايت نن د دوشنبې په ورځ چې 1445/11/05 نيټې سره سمون خوري د نغلو برښنا فابریکې دکلني ترميماتي او مراقبتي پلان له مخې دګلابې دروازو دتخنيکي نورمونو مطابق د اوبو د سریزه د مخنیوي او د رسوباتو دتخليه کولو په موخه د مرکزي دسپیچنګ په همغږۍ په(12:20) دولس بجو او شل دقيقو د ګلابې دروازې پورته کړل شوې.
په داسې حال کې چې دبند د اوبو سطحه 1189.64 سانتي متره او د جنراتورنو توليد کچه هم 99 ميګاواته پورته شوې، یادې دروازې تر ( 03:20) درې بجو او شل دقيقو پورى خلاصې وې چې یو اندازه رسوبات ( خټې او خړې) په شدت سره تخلیه او جریان درلوده.
له يادو دروازو څخه په (3) ساعتونـو کې (1101600m3) متره مکعب اوبه او روسوبات تخليه شوه چې په ذکر شويو ساعتونو کې 13 سانتي متره له عمومي ذخيرې څخه اوبه منفي شوي دي.

22/02/2024

د شرق سب سټيشن او نغلو تر منځ پرې شوی فاز بېرته ونښلول شو

د برېښنا تولید حوزې ریاست لوړ ولټاژ کارکوونکو د کابل شرق سب سټيشن او نغلو برېښنا تولید فابریکې تر منځ پرې شوی فاز بېرته ونښلولو.
د یاد فاز نښلیدو سره د برېښنا جریان نورمال شو.
----------------
فاز قطع شده میان سب ستیشن شرق و نغلو دوباره وصل شد!

کارمندان ولتاژ بلند ریاست حوزه تولید برق، فاز قطع شده میان سب ستیشن شرق کابل و فابریکه تولید برق نغلو را دوباره وصل کردند.
همزمان با وصل فاز متذکره، روند برق رسانی به حالت عادی برگشت.

22/02/2024

درې ګونو فابریکو تېره میاشت کې له ۳۰زرو مېګاواټو زیاته برېښنا تولید کړې

د نغلو,سروبي او ماهیپر برېښنا تولید فابریکو تېرې سلواغې میاشت کې ټولټال (۳۰۰۴۶) مېګاواټه برېښنا تولید کړې ده.
تولید شوې برېښنا د عمومي سیستم له لارې شبکو ته ویشل شوې ده.
-------------
تولید بیش از ۳۰ هزار میگاوات برق در جریان ماه قبل از سوی فابریکات سه گانه!

فابریکات تولید برق نغلو، سروبی و ماهیپر در جریان ماه دلو در مجموع ۳۰۰۴۶ میگاوات برق را تولید نموده است.
برق تولید شده از طریق سیستم عمومی در شبکه توزیع شده است.

د نغلو برښنا فابریکې لــــومـــړی توربین جنراتور د پلاني ترمیم څخه وروسته بیرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.د نغلو برښنا فا...
27/09/2023

د نغلو برښنا فابریکې لــــومـــړی توربین جنراتور د پلاني ترمیم څخه وروسته بیرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د نغلو برښنا فابریکې لومړي توربین جنراتور ترمیم چارې چې په 1445/2/27نیټه د نغلو برښنا فابریکې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو او کارکوونکو له لوري پیل شوې وې دیاد توربین جنراتور ترمیم چارې د (۱۴) کاری ورځو په جریان کې په موافقانه ډول سره ترسره شوې چې ( لله الحمد) د سه شنبې ورځ چې د ۱۴۴۵ کال د ۳مې میاشتې ۱۱ مې نیټې سره سمون خوري یاد توربین جنراتور ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ترمیماتي چارو ټولو انجینرانو او فني کارکوونکو کړنې د برښنا د تولید حوزوي ریاست د رهبري له لوري وستایل شوې .

د برښنا د تولید حوزوي ریاست اړوند سیمه کې 10 میګاواټه لمریزې برښنا پروژه افتتاح شوه .د سه شنبې ورځ چې د 1445 کال د 3مې م...
20/09/2023

د برښنا د تولید حوزوي ریاست اړوند سیمه کې 10 میګاواټه لمریزې برښنا پروژه افتتاح شوه .
د سه شنبې ورځ چې د 1445 کال د 3مې میاشتې 4مې نیټې سره سمون خوري د برښنا د تولید حوزوي ریاست په مقر کې د 10 میګاواټه لمریزې تولیدي برښنا پرانست غونډې ته د ریاست ال/وزراء اقتصا/دي مرستیال ښاغلی الحا/ج م.لا عبدالغ/ني براد-ر، د اوبو او انرژي وزا-رت قدرمن و-زیر ښاغلی الحا/ج م.لا عبدالطیف منص-ور ، د اوبو او انرژي و-زارت س-لاکار ښاغلی ډاکټر فاروق اعظم او نورو اړونده قدرمنو مسؤ/لینو تشریف راوړی وه .
په لومړي سرکې ښاغلي منصو-ر صاحب د پروژې د اهمیت په اړه لا زیات وضاحت حاضرینو ته وړاندې کړ او زیاته یی کړه چې د ا-ا.ا تل هڅه کوي چې هیواد ته ژمن پانګوال تشویق کړي تر څو د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي چې د هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې رغنده رول لري .
ورپسې د ا-ا.ا د ریاست الو/زراء اقتصادي مر-ستیال ښاغلي ملا براد-ر د پروژې اقتصادي اهمیت په اړه حاضرینو ته معلومات ورکړل او زیاته یی کړه چې د برښنا له وارداتو څخه د ځان بسیا په برخه کې د داسې پروژو پلي کول غوره اقدام ده ، د اقتصاد روح او راوان په صنعت کې پروت ده او د صنعت د ماشین د څرخولو لپاره د برښنا اهمیت ټولو ته څرګند ده ، په همدې اساس ا- ا- د کورنۍ برښنا تولید یې په خپلو لومړیتوبونو کې شامل کړې ده .
د نورو مشرانو د هراړخیزه اقتصادي ویناو او د پروژې د افتتاح له مراسمو څخه وروسته غونډه په دوعائیه سره پای ته ورسیده .
د از-اد ، اباد ، سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله .

Address

Kabul
1056

Telephone

+93729002511

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hydro Power Plant System - ریاست حوزه تولید برق posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Hydro Power Plant System - ریاست حوزه تولید برق:

Share

Category