Elmy Complex Pharma علمی کمپلکس فارما

Elmy Complex Pharma علمی کمپلکس فارما Elmy Complex Pharma is a Pharmaceutical Company located in Kabul, Afghanistan

د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د علمي کمپلکس فارما د مشرتابه هیئت د مبارکۍ پیغام!علمي کمپلکس فارما د نېکمرغه کوچني اخت...
18/03/2026

د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د علمي کمپلکس فارما د مشرتابه هیئت د مبارکۍ پیغام!

علمي کمپلکس فارما د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت، د نړۍ ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه د افغانستان متدین، غیور او سرلوړي ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
الله تعالی دې زموږ او ستاسې لمونځونه، روژې او نور ټول عبادات په خپل دربار کې قبول او منظور کړي.

د اختر دا مبارکه ورځ دې زموږ په هیواد کې د یووالي، پرمختګ او نېکمرغۍ زېری راوړي.

اختر مو مبارک شه!

د روژې مبارکه میاشت مو مبارک شه!د علمي کمپلکس فارما رهبري د روژې مبارکه میاشت، چې د رحمت، مغفرت، برکت او د نفس د تزکیې م...
17/02/2026

د روژې مبارکه میاشت مو مبارک شه!

د علمي کمپلکس فارما رهبري د روژې مبارکه میاشت، چې د رحمت، مغفرت، برکت او د نفس د تزکیې میاشت ده، ټولو درنو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایي.

الله تعالی دې موږ او تاسو ته په دې مبارکه میاشت کې د عبادتونو د ترسره کولو توفیق راپه برخه کړي، او روژې، لمونځونه او ټول عبادتونه مو په خپل دربار کې قبول کړي.

هیله ده دا سپېڅلې میاشت ستاسو ژوند ته روغتیا، خوښي او سوکالي ورپه برخه کړي.

روژه مو مبارک شه!

د علمي کمپلکس فارما رهبري

د فاتحې اعلاند علمي کمپلکس فارما مؤسس او د استقلال شفاخانې رئیس، محترم ډاکتر میرویس «علمي» د پلار د وفات له امله ټولو خپ...
30/01/2026

د فاتحې اعلان

د علمي کمپلکس فارما مؤسس او د استقلال شفاخانې رئیس، محترم ډاکتر میرویس «علمي» د پلار د وفات له امله ټولو خپلوانو، دوستانو او خواخوږو ته خبر ورکول کیږي، چې د مرحوم جنازه مخکې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوې ده.

د مرحوم روح ته د دعاء په موخه د فاتحې مراسم به سبا د شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ نېټې سره سم، د خوشحال خان مېنې څېرمه د امام اعظم (رح) په جامع مسجد کې د ماسپښین له ۱:۳۰ څخه تر ۳:۳۰ بجو پورې ترسره شي.

د ښځینه وو فاتحه به د همدې مسجد په ښځینه صالون کې اخیستل کېږي.

له الله تعالی څخه مرحوم ته د فردوس جنت، او درنې کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوو.

إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

د خواشینۍ او غم‌ شریکۍ پیغام﴿الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ...
29/01/2026

د خواشینۍ او غم‌ شریکۍ پیغام

﴿الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾

د علمي کمپلکس فارما د موئسس (ډاکتر میرویس علمي) د قدرمن پلار (الحاج الف خان) د وفات له امله، موږ د زړه له کومې خپله ژوره خواشیني او غم‌ شریکي د محترم موئسس صاحب، د هغوی درنې کورنۍ او ټولو خپلوانو ته وړاندې کوو.

د علمي کمپلکس فارما د فابریکې رهبري او ټول پرسونل د لوی څښتن تعالی (ج) له دربار څخه د مرحوم لپاره پراخه رحمت، مغفرت او جنت‌الفردوس، او پاتې کورنۍ ته د صبر جمیل، زغم او اجر عظیم دعا کوي.

د علمي کمپلکس فارما رهبري

ستر تاریخي ګام!علمي کمپلکس فارما د افغانستان په درمل جوړونه کې نوی باب پرانیست او د زرقي سیفالوسپورین (سفتریاکسون) د تول...
14/09/2025

ستر تاریخي ګام!
علمي کمپلکس فارما د افغانستان په درمل جوړونه کې نوی باب پرانیست او د زرقي سیفالوسپورین (سفتریاکسون) د تولید خط په رسمي ډول پرانیستل شو!
د عامې روغتیا وزیرښاغلي الحاج مولوي نور جلال جلالي، امارتي چارواکو، د خصوصي سکتور استازو او ګڼو اکاډمیکو شخصیتونو په دې ستره پرانست غونډه کې ګډون وکړ.
د فابریکي مؤسس (الحاج ډاکتر میرویس علمي)وویل: زموږ موخه یوازې تولید نه دی، بلکې د نړیوالو معیارونو سره سم کیفیت، د خلکو باور او د روغتیايي سکتور پیاوړتیا ده.
په ټولیزه توګه د علمي کمپلکس فارما په تولیدي فابریکه کې ۲۵ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده، چې یوازې د زرقي سیفالوسپورین ځانګړې برخه کې یې شاوخوا ۳ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.
دا پروژه به د خلکو لپاره باکیفیته او ارزانه درمل برابر کړي، د وارداتو اړتیا به کمه کړي او کورني تولیدات به پیاوړي کړي.

دا لاسته راوړنه د افغانستان د ځان بسیاینې، ملي تولید او د روغتیايي سکتور د ودې لپاره یو مهم ګام دي.

#درمل #روغتیا #افغانستان

د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د علمي کمپلکس فارما د مشرتابه هیئت د مبارکۍ پیغام!علمي کمپلکس فارما د نېکمرغه لوی اختر د ...
06/06/2025

د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د علمي کمپلکس فارما د مشرتابه هیئت د مبارکۍ پیغام!

علمي کمپلکس فارما د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د نړۍ ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه د افغانستان متدین، غیور او سرلوړي ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
لوی اختر د مینې، ورورولۍ، همدردۍ او ایثار پیغام لري. الله تعالی دې زموږ او ستاسې لمونځونه، روژې، قربانۍ او نور ټول عبادات په خپل دربار کې قبول او منظور کړي.

د اختر دا مبارکه ورځ دې زموږ په هیواد کې د یووالي، پرمختګ او نېکمرغۍ زېری راوړي.

اختر مو مبارک شه!

𝐉𝐨𝐛 𝐕𝐚𝐜𝐚𝐧𝐜𝐲: 𝐆𝐫𝐚𝐩𝐡𝐢𝐜 𝐃𝐞𝐬𝐢𝐠𝐧𝐞𝐫𝐋𝐨𝐜𝐚𝐭𝐢𝐨𝐧: Kabul𝐍𝐮𝐦𝐛𝐞𝐫 𝐨𝐟 𝐏𝐨𝐬𝐢𝐭𝐢𝐨𝐧𝐬: 1𝐂𝐨𝐦𝐩𝐚𝐧𝐲: Elmy Complex Pharma𝐆𝐞𝐧𝐝𝐞𝐫: Male𝐕𝐚𝐜𝐚𝐧𝐜𝐲 𝐍𝐮𝐦𝐛𝐞𝐫...
13/05/2025

𝐉𝐨𝐛 𝐕𝐚𝐜𝐚𝐧𝐜𝐲: 𝐆𝐫𝐚𝐩𝐡𝐢𝐜 𝐃𝐞𝐬𝐢𝐠𝐧𝐞𝐫
𝐋𝐨𝐜𝐚𝐭𝐢𝐨𝐧: Kabul
𝐍𝐮𝐦𝐛𝐞𝐫 𝐨𝐟 𝐏𝐨𝐬𝐢𝐭𝐢𝐨𝐧𝐬: 1
𝐂𝐨𝐦𝐩𝐚𝐧𝐲: Elmy Complex Pharma
𝐆𝐞𝐧𝐝𝐞𝐫: Male
𝐕𝐚𝐜𝐚𝐧𝐜𝐲 𝐍𝐮𝐦𝐛𝐞𝐫: ECP-HR-GD25

𝐐𝐮𝐚𝐥𝐢𝐟𝐢𝐜𝐚𝐭𝐢𝐨𝐧𝐬:
• 𝐁𝐚𝐜𝐡𝐞𝐥𝐨𝐫’𝐬 𝐝𝐞𝐠𝐫𝐞𝐞 𝐢𝐧 𝐚𝐧𝐲 𝐟𝐢𝐞𝐥𝐝, 𝐩𝐫𝐨𝐯𝐢𝐝𝐞𝐝 𝐭𝐡𝐞 𝐚𝐩𝐩𝐥𝐢𝐜𝐚𝐧𝐭 𝐡𝐚𝐬 𝐜𝐨𝐦𝐩𝐥𝐞𝐭𝐞𝐝 𝐭𝐫𝐚𝐢𝐧𝐢𝐧𝐠 𝐨𝐫 𝐜𝐨𝐮𝐫𝐬𝐞𝐰𝐨𝐫𝐤 𝐢𝐧 𝐆𝐫𝐚𝐩𝐡𝐢𝐜 𝐃𝐞𝐬𝐢𝐠𝐧
• 𝐀𝐭 𝐥𝐞𝐚𝐬𝐭 𝟐 𝐲𝐞𝐚𝐫𝐬 𝐨𝐟 𝐩𝐫𝐨𝐯𝐞𝐧 𝐞𝐱𝐩𝐞𝐫𝐢𝐞𝐧𝐜𝐞 𝐢𝐧 𝐠𝐫𝐚𝐩𝐡𝐢𝐜 𝐝𝐞𝐬𝐢𝐠𝐧
• 𝐒𝐭𝐫𝐨𝐧𝐠 𝐜𝐨𝐦𝐦𝐮𝐧𝐢𝐜𝐚𝐭𝐢𝐨𝐧 𝐬𝐤𝐢𝐥𝐥𝐬
• 𝐏𝐫𝐨𝐟𝐢𝐜𝐢𝐞𝐧𝐭 𝐢𝐧 𝐃𝐚𝐫𝐢 𝐚𝐧𝐝 𝐏𝐚𝐬𝐡𝐭𝐨

𝐒𝐚𝐥𝐚𝐫𝐲: Attractive and negotiable based on experience

𝐇𝐨𝐰 𝐭𝐨 𝐀𝐩𝐩𝐥𝐲:
Qualified applicants are encouraged to send their CV mentioning the vacancy number (ECP-HR-GD25) in the subject line to:
Email: [email protected]
WhatsApp: 0785557141

𝐃𝐞𝐚𝐝𝐥𝐢𝐧𝐞: Applications must be submitted before May 20, 2025

12/05/2025

علمی کمپلکس فارما
(فابریکه تولید ادویه با معیارهای جهانی)

کیفیت، اولویت ماست.
با افتخار تولید می‌کنیم، با تعهد عرضه می‌کنیم — برای سلامت بهتر جامعه!

د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدلو په مناسبت د علمي کمپلکس فارما د مشرتابه هيئت د مبارکۍ پيغام!علمي کمپلکس فارما د نېکمرغه...
29/03/2025

د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدلو په مناسبت د علمي کمپلکس فارما د مشرتابه هيئت د مبارکۍ پيغام!
علمي کمپلکس فارما د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومي مبارکي وايي او د نیکمرغۍ، سوکالۍ او کامیابۍ هیله یې کوي.

نیکمرغه اختر ولرئ!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تاریخي بریا مبارک!نن زموږ د ملي اتلانو زړورتیا او هڅو یو ځل بیا نړۍ ته وښودله چې افغانان د ه...
26/02/2025

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تاریخي بریا مبارک!

نن زموږ د ملي اتلانو زړورتیا او هڅو یو ځل بیا نړۍ ته وښودله چې افغانان د هیلو، زحمتونو او بریا ملت دی! زموږ د کرکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي سیالیو کې د نړۍ له قوي ټیم څخه یوه بله تاریخي بریا خپله کړه او د انګلستان لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.
علمی کمپلکس فارما د دې سترې لاسته راوړنې له امله ټول افغان ولس، د کرکټ ملي لوبډلې غړو، روزونکو، او مینه‌والو ته د زړه له کومې مبارکي وایي. ستاسو زحمتونه، عزم او ملي ویاړ زموږ لپاره الهام بښونکی دی.
تل دې وي افغانستان، تل دې وي افغان اتلان!........................................
پیروزی تاریخی تیم ملی کریکت افغانستان مبارک باد!
امروز قهرمانان ملی ما بار دیگر به جهانیان نشان دادند که افغان‌ها ملت امید، تلاش و پیروزی هستند! تیم ملی کریکت افغانستان در مسابقات چمپینز ترافی یک بار دیگر تاریخ‌ساز شد و تیم قدرتمند انگلستان را شکست داد.
علمی کمپلکس فارما این دستاورد بزرگ را به تمام مردم افغانستان، بازیکنان تیم ملی، مربیان و هواداران عزیز تبریک می‌گوید. تلاش‌ها، اراده و افتخارآفرینی شما الهام‌بخش ماست.
زنده باد افغانستان، زنده باد قهرمانان افغان!

د کارموندنې خبرتیا…………………………………………................... د بست عنوان : مایکروبیولوژيست, د تولید برخې فارمسست,د خامو موادو د...
28/10/2024

د کارموندنې خبرتیا
…………………………………………...................
د بست عنوان : مایکروبیولوژيست, د تولید برخې فارمسست,د خامو موادو د گدام مسئول
مربوطه اداره : علمي کمپلکس فارما
موقعیت : کابل
معاش : د علمي کمپلکس فارما د پالیسۍ سره سم
د بست تعداد:3
جنسیت : نارینه
د بست د اعلان تاریخ: 1403/08/07
د اعلان د ختم تاریخ: 1403/08/13
علمي کمپلکس فارما د خپلو اداري کدرونو د تکمیل په موخه درۍ بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.
تحصیلات , تجربه او مهارتونه:
1. د فارمسۍ په برخه کې د لیسانس تر کچې او یا هم له هغه څخه پورته زده کړې
2. په مربوطه برخه کې حد اقل دوه کلنه تجربه
3. د هیواد په ملي ژبو او همدارنګه انګلسي ژبه تسلط درلودل
په شرایطو برابر کسان کولای شي چې د اعلان د ختم تر تاریخ 1403/08/13 پورې خپل اړوند اسنادونه او (CV) لاندې ایمل آدرس او یا د واتساپ شمیرې ته ولیږي.
ایمیل آدرس: [email protected]
واتساپ شماره : 0785557141

افغان ابدالیانو د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله د افغان ځوانانو دا ستره بریا دې ټولو هېوادوالو او د کرکټ مینه وا...
27/10/2024

افغان ابدالیانو د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله

د افغان ځوانانو دا ستره بریا دې ټولو هېوادوالو او د کرکټ مینه والو ته مبارک وي.
-----
افغان ابدالیان قهرمان جام ملت های ایمرجینگ آسیا شدند

این پیروزی بزرگ جوانان افغان را به همه هموطنان و علاقمندان کرکت تبریک می‌گوییم.

Address

Kabul Kandahar Highway, Arghandi Industrial Estate, Paghman District, Kabul, Afghanistan
Kabul
1064

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Telephone

+93766669963

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Elmy Complex Pharma علمی کمپلکس فارما posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Elmy Complex Pharma علمی کمپلکس فارما:

Share