04/05/2026
موډل(Model) څه شی دی؟
موډل (Model) د یوې پروژې، ساختمان، ماشین، یا هر بل جوړښت کوچنی، ساده او واضح تمثیلي شکل ته ویل کېږي، چې د اصلي جوړښت بڼه، ترتیب او ځانګړتیاوې څرګندوي!
�✨ موډل یوازې یو جوړښت نه دی، بلکې د فکر، خلاقیت او انجینري د هنر ژوندی انځور دی!
هغه څه چې په ذهن کې د تصور په بڼه وي، د ډیزاین، محاسبې او دقیق پلان وروسته په یو حقیقي موډل بدلېږي.
موډل موږ ته دا فرصت راکوي چې هغه ساختمان، مارکېټ، کور، پل یا هره پروژه چې مو ډیزاین کړې وي، په عملي او درېبعدي (3D) شکل وګورو
ځکه موډل د انجینر فکر ژوندی تصویر بلل کېږي؛
ځکه له تصور څخه حقیقت ته د پروژې لومړی قدم همدا دی.
دا زموږ د تېر سمستر د پروژې 3D ډیزاین او فزیکي موډل وو،
خپله مې ډېر خوښیږي ځکه یې درسره شریکوم،
چې پکې مو خپل علم، خلاقیت او انجینري مهارتونه عملي کړي دي.
انجینري یوازې محاسبه نه ده؛
بلکې د راتلونکې جوړولو هنر دی.
ستاسو په نظر، د یوې پروژې په بریا کې موډل څومره اهمیت لري؟�
مسلکی مشوری لپاره راسره په تماس شئ
0789549288
0781340781