Eng. Zearmal Safi زیارمل ساپۍ

Eng. Zearmal Safi زیارمل ساپۍ Information about Structural and civil engineering

19/11/2023

سوالونه اوجوابونه
(۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟
جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده
(۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟
جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟
جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴)سوال:استنادی دیوالونونه نظرکوموفکتورونو(عواملو)ته ترسره کیږی؟
جواب:داستادی دیوالونونه لاندی څلوروفکتورونو (عواملو)ته اجراکیږی؟
الف:دښویدنی په مقابل کی
ب:دچپه کیدوپه مقابل کی
ت:دماتیدوپه مقابل کی
ث:داستواري په مقابل کی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵)سوال:(DBST )څه معنی لری تشریح کړی؟
جواب:Dabble Bitumen Surface Thionic
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)سوال: یوپلچک ډیزاین څوقسمه بارونو ته محاسبه کیږی؟
جواب:دپلچک په ډیزاین کی دری قسمه بارونه محاسبه کیږی
(۱)ډینامیکی بار(۲)ستاتیکی بار(۳)دواوری بار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۷)سوال:دویشلی باردمومنټ فرمول ولیکی؟
جواب:دویشلی باردمومنټ فرمول عبارت دی له M max =QL2 /8
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۸)سوال:سوپرایلیویشن تعریف کړی؟
جواب:هغه وخت چی افقی ګولایی کی دفرارالمرکزقوه په جذب المرکزقوه بدله شی دسوپرایلیویشن په نوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۹)سوال:دفرارالمرکزقوه تعریف کړی؟
جواب:کله چی په افقی ګولایی کی موټردخپل خط السیرڅخه فرارکوی عبارت دفرارالمرکز
دقویی څخه دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۰)سوال:ددیدفاصله کوم ډول فاصلی ته ویل کیږی ؟
جواب:ددیدفاصله دموترچلوونکی دسترګودلیدوفاصلی ته د(۴۵)درجی زاویی لاندی لیدل کیږی ددیدفاصله ورته وایی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۱)سوال: په عمومی ډول سره قیرپه څوډوله دی؟
جواب: قیرپه دوه ډوله دی (۱)قیر (۲) ټار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۲)سوال: د(۱۵۰)متره مکعبه سنګ کاری کی دسیمنټواوشګی اندازه پیداکړی په هغه صورت کی چی مارک 150 وی؟
جواب:150= 1:2:4 مارك مونږپه سنګ کاری کی د( 30-35 )فیصده پوری مساله په نظرکی نیول کیږی چی مونږیی دلته (35%)په نظرکی نیسو
150*0, 35= 52, 5
Total Volume= 150- 52, 5 =97,5m3
Cement = 152, 5/ 7*1*1, 52*1440 =16416kg / 50 =328 Bag
Sand = 152, 5/ 7*6* 1, 52 = 68,4m3

(۲)

(۱۳)سوال: دسمنټوحجمی وزن ولیکی؟
جواب: دسمنټو حجمی وزن عبارت دی له (1440- 1448m3)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۴)سوال:عمودی ګولایی په څوډوله دی نومونه یی ولیکی؟
جواب: عمودی ګولایی په دوه ډوله ده(۱) محدبه ګولایی (۲)مقعره ګولایی
چی شکلونه په لاندی ډول سره دی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ(۱۵)سوال:دافقی ګولایی دعناصرونومونه تشریح کړی؟
جواب:دافقی ګولایی عناصر په لاندی ډول دی (R- PL- PT- PC- T) اوشکل یی دادی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۶)سوال:دسرک هندسی اجزاتشریح کړی؟
جواب:(الف)عرضی مقطع،کمبراوسوپرایلیویشن (ب)ددیدفاصله(ت)افقی اوعمودی ګولایی
(ث)دسرک چوکونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۷)سوال:دهندسی اجزاودیزاین دکومو فکتورونوتابع دی؟
دهندسی اجزاوډیزاین دشپږوفکتورونوتابع دی
(۱)دډیزاین سرعت(۲)دعراده جاتوفزیکی طرح(۳)دسرک نوعیت اوموقعیت(۴)دساحی توپوګرافی(۵)په فی ساعت کی دترافیکوحجم(۶)محیطی شرایط
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۸)سوال: کمبرڅه ته وایی تشریح کړی؟
جواب:کمبردسرک دعرضانی میل څخه عبارت دی

(۳)
(۱۹)سوال: کراون(Crown)څه ته وایي ؟
جواب:دسرک دسطحی په مرکزی قسمت کی په محدب شکل دیو لوړوالی لرونکی وی چی دغه لوړوالی یا لوړترینه نقطه دکراون پنوم سره یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۰)سوال:دسرک دسطحی کمبردشکل له مخی په څوډوله دی دشکل سره یی واضیح کړی؟
جواب: دسرک دسطحی کمبردشکل له مخی په دری ډوله دی
(۱)مستقیم خط په شکل(۲)دپارابول په شکل(۳)دپارابول اومستقیم خط(مختلط)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۱)سوال:دسرک حدود څه ته وایی و لیکی؟
جواب:هغه ساحه چی دسرک په امتداددسرک مسیر لپاره لازم وی دسرک دحدودپنوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۲)سوال:سرکونونه د طبقه بندی له نظره په څونوعه دی ویی لیکی؟
جواب:(۱)دسرکونونوعه نظردعراده جاتوحجم ته(۲)دسرکونونوعه نظردحرکت سمت ته
(۳)دسرکونونوعه نظردتګ راتګ خط ته(۴)دسرکونونوعه نظردساحی طبیعی شکل ته
(۵)دسرکونونوعه نظردهغوی قیمت ته(۶)دسرکونونوعه نظردهغوی موقعیت اواهدافوته
(۷)دسرکونونوعه نظردسطحی سختۍ ته
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۳)سوال:دساحی دسروی اوحقیقی معلوماتودراټولولپاره کوم مطالعاتوته ضرورت لیدل کیږی تشریح کړی؟
جواب:لاندی څلور مطالعاتواومعلوماتوته
(۱)اقتصادی معلومات(۲)مالی مطالعات(۳)ترافیکی مطالعات(۴)انجینری مطالعات

(۴)
(۲۴)سوال:سرک تعریف کړی؟
جواب:سرک عبارت دهغی ساختمان یالاری حخه دی چی دهغی دپاسه وسایط،بایسکل سواراوپیاده خلک په قانونی ډول دیوی منطقی څخه بلی منطقی ته تګ راتګ کوی دسرک په نوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۲۵)سوال:ملی سرک(Country Road)څه ته وایی؟
جواب:هغه سرک چی یوولایت دبل ولایت اویاهم یوه ولسوالۍ دبلی ولسوالۍ سره وصلوی دملی سرکونوپنوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۶)سوال:سوپرهاییوی(Super Highway)څه ته وایی؟
جواب:هغه لوی لاری چی په هغه باندی دزیات سرعت وسایط په جدا(Carriage way) تګ راتګ وکړی ددسوپرهاییوی پنوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۶)سوال:کریجوی(Carriage way)تعریف کړی؟
جواب:دسرک هغه قیرشوی یاکانکریټ شوی برخه چی ترافیکی وسایط پری تګ راتګ کوی دکریجوی پنوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۷)سوال:لینډوایډ(Land width) څه ته وایی؟
جواب:دسرک دموترروبرخی(Carriage Way)،شولډر(Shoulder)،جانبی معبرونواودسرک دواړوخواوته هغه ساحه چی ونۍ پکی کرل کیږی دلینډوایډپنوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۹)سوال:ترافیک لین(Traffic Lane) تعریف کړی؟
جواب:دکریجوی(Carriage way)دهغه واحدعرض څخه عبارت دی چی یواځی اویواځی پیاده خلک تری استفاده کوی دترافیک لین پنوم یادیږی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۰)سوال:دسرک فرش تعریف کړی؟
جواب:فرش دسرک دساختمان اخیری برخه ده چی دمتراکم شوی خاوری یاپرکاری شوی خاوری اویاهم دکندنکاری شوی خاوری دپاسه جوړیږی دسرک دفرش پنوم یادیږی

(۵)
(۳۱)سوال:دA- B-Cکلاس سرکونه تشریح کړی؟
جواب:د(A)کلاس هغه سرکونه چی مجاوری ولسوالۍ ګانی سره وصلوی او عرض یی د(۷)متروپه اندازه وی د(B)کلاس هغه سرکونه چی ولسوالۍ دعلاقه داری سره وصلوی او عرض یی د(۶)متروپّه اندازه وی د(C)کلاس هغه سرکونه چی قریه جات سره وصلوی او عرض یی د(۵)متروپه اندازه سره وی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۲)سوال:دسرک شولډر(Shoulder)تعریف کړی؟
جواب:دسرک هغه برخه چی د(Carrige Way)اوجانبی معبرترمنځ قرارلری دشانویادسرک دشولډرپنوم سره یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۳)سوال:دسرک دساختمان اجزا(طبقات )تشریح کړی؟
جواب:(۱)دسرک دبسترطبقه(Subgrade)(۲)لاندینۍ فرعی طبقه(Sub Base Course)(۳)لاندینۍ طبقه(Base course)(۴)دسرک دسطحی پوشش طبقه(Wearing Course)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۴)سوال:لغزش څه ته وایی؟
جواب:دځمکی تحت العرضی اوبودموجودیت دناپایدارۍ په اساس دخارودکتلو بی خایه کیدني ته لغزش وایی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۵)سوال:دلغزش علامات اودمخنیوی لاری چاری یی تشریح کړی؟
جواب:علامات یی(۱)دځمکی لاندی اوبو اوهمدارنګه دځمکی دسراوبو موجودیت
(۲)دونوبوټوشنه کیدل(۳)دغره لمنوموازی شکل غوره کیدل
مخنیوی:(۱)داوبودردولوسیستم جوړول(۲)دغونډیودپاسه اضافی وزن ایښودل
(۳)استنادی دیوالونوجوړول چی دریناژونه ولری(۴)دلغزشی دامنوپه لاندینۍ قسمت کی داوبودجمع کیدوپخاطرددریناژونو جوړول(۵)دلغزشی دامنوپه علیایا پورتنۍ برخه کی داوبودجمع کیدودردیدوپخاطردریناژونه جوړول(۶)دلغزشی دامنوتحکیم کاری دمیخی اهن کانکریټی میخونوپواسطه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۶)سوال:حفظ ومراقبت تعریف کړی؟
جواب:دسرکونوڅخه دپلان مطابق په مناسب ترینه طریقه ګټه اخیستنه اواستفاده کول یاټول هغه ترمیماتی امورات چی دهغی په اساس سرکونه دترافیکی چلندپرمخ خلاص وساتل شی دحفظ ومراقبت څخه عبارت دی

(۶)
(۳۷)سوال:دسرکونواهمیت تشریح کړی؟
جواب:داچی سرکونه ملی شتمنی ده ددی لپاره یومنظم اوقوی پلان ته ضرورت دی ځکه چی دسرکونوپه ذریعه اولسونه شفاخانو،مکتبونو ،مارکیټونواوهمدارنګه دمملکتونوترمنځ اقتصادی اوسیاسی ارتباطاتوټینګښت اوداسی نورواموراتوته په اسانۍ سره رسیدګی کولای شی که چیری دسرکونو منظم پلان اوحفظ ومراقبت ته خاصه پاملرنه ونشی نودسرکونودتخریب اودمنځه تلوله امله پورتنی خدمات نشی وړاندی کیدای اوټول ګټه اخیستونکی دنعمت څخه محروم پاتی کیږی نوبنادسرکونو اعمارول ډیرزیات اهمیت لری
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۸)سوال:حفظ ومراقبت په څوډوله دی تشریح کړی؟
جواب:حفظ ومراقبت په دری ډوله دی۰(۱)جاری:چی په جاری حفظ ومراقبت کی دسرکونو داغګیری،درزګیری اوداضافی سیلابی رسوبی موادوپاک کاری شامل دی
(۲)دورانی حفظ ومراقبت:چی پدی حفظ ومراقبت کی کله چی دسرک دسطحی فرش اواړونده ساختمانونوحجم د(25%)څخه زیات شی یوه طبقه اسفالټ اچول کیږی چی داپه دورانی حفظ ومراقبت کی شامل دی
(۳)ایمرجنسی حفظ ومراقبت: په ایمرجنسی حالاتوکی لکه برف کوچ،یخک،لغزش،زلزله اودغرونوریزش په کی شامل دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۹)سوال:دسرک په ساختمان کی کوم نوع ټسټونه اجراکیږی تشریح یی کړی؟
جواب:(۱)درطوبت(C-B-R)ټسټ (۲)معین مساعدشوی رطوبت (PROCTOR)ټسټ (۳)کمپکشن((F-D-T ټسټ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۰)سوال:درزونه په سرک کی په څوډوله دی تشریح کړی؟
جواب: په سرک کی درزونه په (۵)ډوله دی۰(۱)موازیکی درزونه (۲)دسرک کناری درزونه (۳)خطی (طولی اوعرضی)درزونه (۴)قطعه یی درزونه (۵)لغزشی درزونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۱)سوال:داسفالټ بیټون مخلوط فیصدی تشریح کړی؟
جواب: (۱)قیرد(4-5%) (۲)منرالی فوډرد(1-1,5%) (۳)شګه(30%) (۴)فرکشنی جغل په سایزد(5-25mm)(25%) (۵)جغل په سایزد(25-70mm)(30%)پوری په نظرکی نیول کیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
)۴۲)سوال:سرکونونه دطبقه بندی له مخی په څوډوله دی تشریح کړی؟
جواب:(۱)منطقوی شاهراه(Regional Highways) (۲)ملی شاهرا(National Highways) (۳)ولایتی سرکونه(Provincial Roads) (۴)دهاتی سرکونه(Rural Rods)

(۷)
(۴۳)سوال:دسرک دشولډرودشکل دهی اهداف تشریح کړی؟
جواب: (۱)دسرک دفرش دسطحی څخه داوبوتیریدنه(۲)دسرک دفرش حمایه کوونکی
(۳)داضطرارحالت لپاره ساحه(۴)دسرک دکنارڅخه جلوګیری
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۴)سوال:دسرکونو شولډری څه وخت ترمیم ته اړتیالری؟
جواب:(۱)کله چی په شولډروکی سوری ایجادشوی وی(۲)درشتی یازیږوالی د(3%)زیات شی(۳)دسرک سلوب کم شی(۴)اضافی مواداوواښه شنه شوی وی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۵)سوال:کوم وسایل دسرک دشکل دهی لپاره ضروری دی تشریح کړی؟
جواب: (۱)ډمټرک اواوبه شیندونکی موترونه(۲)ګریډر،رولراولوډر(۳)تخته (۴)بیل اوزنبیل(۵)کلنګ اوجارو(۵)لاسی کراچۍ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۶)سوال:دسرک دشولدرودشکل دهی لپاره کوم مراحل په نظرکی نیول کیږی؟
جواب: (۱)دساحی بندول دترافیکی کنترولی علایموپواسطه
(۲)دتخریب شوی ساحی نښه کول په هندسی شکل (۳)دساحی پاک کاری دمخروبه موادوڅخه
(۴)دتخریب شوی ساحی دپاسه دنوی اضافی موادواچول(۵)دساحی هموارول(۶)دساحی تپک کول
(۷)دسرک دمیل چیک کول(۸)دسرک څخه داضافی موادوپاکول(۹)دترافیکی کنترولی علایموجمع کول اودوسلوروفکتورونو (عواملو)ته اجراکیږی؟
الف:دښویدنی په مقابل کی
ب:دچپه کیدوپه مقابل کی
ت:دماتیدوپه مقابل کی
ث:داستواري په مقابل کی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵)سوال:(DBST )څه معنی لری تشریح کړی؟
جواب:Dabble Bitumen Surface Thionic
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)سوال: یوپلچک ډیزاین څوقسمه بارونو ته محاسبه کیږی؟
جواب:دپلچک په ډیزاین کی دری قسمه بارونه محاسبه کیږی
(۱)ډینامیکی بار(۲)ستاتیکی بار(۳)دواوری بار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۷)سوال:دویشلی باردمومنټ فرمول ولیکی؟
جواب:دویشلی باردمومنټ فرمول عبارت دی له M max =QL2 /8
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۸)سوال:سوپرایلیویشن تعریف کړی؟
جواب:هغه وخت چی افقی ګولایی کی دفرارالمرکزقوه په جذب المرکزقوه بدله شی دسوپرایلیویشن په نوم یادیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۹)سوال:دفرارالمرکزقوه تعریف کړی؟
جواب:کله چی په افقی ګولایی کی موټردخپل خط السیرڅخه فرارکوی عبارت دفرارالمرکز
دقویی څخه دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۰)سوال:ددیدفاصله کوم ډول فاصلی ته ویل کیږی ؟
جواب:ددیدفاصله دموترچلوونکی دسترګودلیدوفاصلی ته د(۴۵)درجی زاویی لاندی لیدل کیږی ددیدفاصله ورته وایی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۱)سوال: په عمومی ډول سره قیرپه څوډوله دی؟
جواب: قیرپه دوه ډوله دی (۱)قیر (۲) ټار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۲)سوال: د(۱۵۰)متره مکعبه سنګ کاری کی دسیمنټواوشګی اندازه پیداکړی په هغه صورت کی چی مارک 150 وی؟
جواب:150= 1:2:4 مارك مونږپه سنګ کاری کی د( 30-35 )فیصده پوری مساله په نظرکی نیول کیږی چی مونږیی دلته (35%)په نظرکی نیسو
150*0, 35= 52, 5
Total Volume= 150- 52, 5 =97,5m3
Cement = 152, 5/ 7*1*1, 52*1440 =16416kg / 50 =328 Bag
Sand = 152, 5/ 7*6* 1, 52 = 68,4m3

(۲)

(۱۳)سوال: دسمنټوحجمی وزن ولیکی؟
جواب: دسمنټو حجمی وزن عبارت دی له (1440- 1448m3)
ـــــــــــــــایلوپاکول اومناسب ځای ته انتقالول اوذکرشوی ساحه دترافیکودچلندپروړاندی خلاصول
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۷)سوال: دسرک په لاندینۍ طبقه(Base Course)کی کوم تسټونه اجراکیږی تشریح کړی؟
جواب: (۱)Aggregate Gradation Test (۲)LA- Lose Angles Test(۳)MDD- Maximum Dry Density Test )۴)OMC- Optimum Moisture Content Test (۵)CBR- California Bearing Ratio Test (۶)PI- Plastic Index -LL- Liquid limit- PI-Plastic limit(۷)FDD- Field Dry Density Test
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴۸)سوال:دسرک په (Surface Course)طبقه کی کوم ټسټونه اجراکیږی تشریح کړی؟
جواب: (۱)Bitumen Test (۲)DBST Test (۳)Shoulder Test(۴)Concrete Test

(۸)
(۴۹)سوال:دوایرینګ کورس په طبقه کی کوم ټسټونه اجراکیږی تشریح کړی؟
جواب: (۱)Comb Gradation Test(۲)Extra Ction Test(۳)Stability Test(۴)Flow Test
Cover test :6 Field Density Test: 5
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۰)سوال:دسرک په شولډروکی کوم ټسټونه اجراکیږی تشریح کړی؟
جواب: (۱)Grade Tinos Test (۲)LA- Lose Angles Test
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۱)سوال:په قیرکی کوم ټستونه اجراکیږی تشریح کړی؟
جواب: (۱)Peen traction Test (۲)Softening Point Test (۳)Ductility Test (۴)Flash Point Test
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۲)سوال:په کانکریټ کی کوم ټسټونه اجراکیږی تشریح یی کړی؟
جواب: (۱)Aggregate Gradation Test (۲)Compressive Strength Test(۳)Work ability Test
(۴)Mix Design Test (۵) LA – Lose Angles Test
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۵۳)سوال:دسرک عرض ،نوعیت اودخطونوتعداد نظرڅه ته ډیزاین کیږی ویی لیکی؟
جواب: دسرک عرض،نوعیت اودخطونوتعداد ترافیکودحجم په اساس طرح اوډیزاین کیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۴)سوال:دسرک میل نظرڅه ته تعینیږی تشریح کړی؟
جواب: دسرک میل نظرداراضی تفاوت ته په ساحه کی تعینیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۵)سوال: سرک دفرش له لحاظه په څوډوله دی تشریح کړی؟
جواب:(۱)اسفالټ بیتون (۲)اسفالټ کانکریټ (۳)انجزاب طریقه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۶)سوال: دسرک داساسی اجزاوعناصرکوم دی تشریح یی کړی؟
جواب: (۱)R دګولایی شعاع (۲)Tدزاویی تانجینټ (۳)Kمنحنی طول (۴)Cاضافی عنصر
(۵)Dناصف الزاویه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۷)سوال:دسرک په طرح ریزی کی کوم عوامل په نظرکی نیول کیږی ویی لیکی؟
جواب: (۱)اجتماعی تقاضا(۲)اقتصادی تقاضا(۳) کلتوری تقاضا(۴)اقلیمی شرایط
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۸)سوال:دتراکمیت ضریب څه ته وایی؟
جواب:هغه عدددی چی دسرک فرش دموادودمتراکم کولوپخاطر په نظرکی نیول کیږی دتراکمیت دضریب څخه عبارت دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵۹)سوال:کومی خاوری اومواددسرک دبدنۍ دساختمان لپاره استعمالیږی ویی لیکی؟
جواب:(۱)تیږی لرونکی خاوری اوجغل(۲) سنګپلی خاوری اوشګی(۳)خاوره لرونکی شگی .
راتلونکی: مطیع الله مایارد سرکونو په اړه سوالونه او ځوابونه
انجینر شهزادالحق اشنا
بلخصوص CBR امتحانونو لپاره
(۱)
سوالونه اوجوابونه
(۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟
جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده
(۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲)سوال:یوکارمندڅه وخت اوڅنګه ارزیابی کیږی؟
جواب:یوکارمنددکال په اخرکی ارزیابی کیږی البته ارزیابی یی دکاری پلان پربنادلایحی وظایفومطابق داجرا شوی فعالیتونوموخوته درسیدوپه منظور ترسره کیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳)سوال:د(۲۰۰مارک)کانکریټو اجزاولیکی؟
جواب:د(۲۰۰)مارک دکانکریټواجزاعبارت دی(1:1,5:3 )یعنی یوه برخه سیمنټ یوه نیمه برخه شګه اودری برخی کرش یاجغل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Nazifullah Zearmal

07/08/2023

د ساحوي انجنیر او ساحوي سوپروایزر ترمنځ توپیر. DIFFERENCE BETWEEN CIVIL SITE ENGINEER AND SITE SUPERVISOR:

د ساحوي انجنیر او ساحوي سوپروایزر د دندې اهداف لاندې تشریح شوي .
ساحوي سوپر وایزر. SITE SUPERVISOR:
1. .فعالیتونه د ورځې –تر ورځې پراساس ترتیبول.
2. نقشي مطالعه کوي او دورځني پلان له مخې مواد،مزدور او ماشینونه اداره کول .
3. د وخت او بودیجي په دننه کې له کیفیت او سټنډرډونو سره سم د کار د خوندیتوب په اړه ډاډ ترلاسه کوي.
4. د ټولو کارونو پرله پسې او منظمه څارنه کول .
5. د کار له پیل وړاندې ،ساحوي منیجر د ساحوي کارمندانو اداره کولو سره ساحه برابرول او د ساحوي کارمندانو لپاره د پلان سره سم دفتر چمتو کول .
6. د کار پرمختګ څارل او ارزول یې ،موادو رسول ډاډمنول ،د خوندیتوب کتل او په کار کې د پیداکیدونکو ستونزو لپاره ترتیب جوړول.
7. د ساختماني کار په هر پړاو کې دمزدور څارنه کول.
8. د کار د پرمختګ ارزونه کول او اوسني حالت په اړونده مسول کس ته راپور ورکول.
9. د ساحې اړوند ټولو کسانو سره نژدې اړیکه ساتل او مهندس ،انجنیر ،سروي کوونکي او پلانونکي سره په اړیکه پاتې کیدل .

ساحوي انجنیر. SITE ENGINEER:
د ساحوي انجنیر رول د کار په ډول په اړونده ساختماني پروژه کې دده په تجربې پورې اړه لري.د ساحوي انجنیر دندې او مسولیتونه په لاندې ډول دي .
1. د ورکول شوو نقشو او مشخصاتو سره سم د کارونو ترتیبول.
2. د ساختماني کارونو په تړاو د پلانونکي انجنیر سره اړیکه ساتل .
3. د موادو د مقدارونو محاسبه کول .
4. د مشخص شوو غوښتنو سره سم د کار د پرمختګ او موادو چک کول .
5. د خوندیتوب د غوښتنو مراعتول او پلي کول .
6. د اړونده چارواکو،قرارداد کوونکو استازو او موادو رسوونکو سره د تخنیکي مسلو حلول.
7. د ټاکل شوو تګلاره سره برابر او لیکل شوو موادو سره سم د کیفیت کنترول ،د پلان کیفیت او ازمایښتونو تفتیش چې د پروژې د بره چارواکو او قراردادکوونکو لخوا چمتو شوي وي .
8. له شرکت او یا خریدارۍ څانګې سره د ورکول شوو غوښتنو سره سم څو ډاډ ترلاسه شي فرمایشونه غوښتنې پوره کوي.
9. اندازه ګیري او قیمت ګذاري د ساحوي کارونو .
10. د ساحوي لارښونو فرمایش او تغیر(variation) په اړه مالومات برابرول ( که په ساحه کې کوم بدلون راځي ).
11. د کار پرمختګ په اړه ورځنی ،اونیز ،میاشتنی راپور ،تخنیکي راپور برابرول او ریکارډ کول ،د قراردادی بیلونه برابرول .
12. د موادو ضایعات تعقیب یا پل څار (Tracking).
13. د زده کړې لاندې انجنیرانو لارښونه .
14. د لاس لاندې کارکوونکو د دندې بیاځلې کتل .
Nazifullah Zearmal

01/05/2023

د درزونو ډولونه . Types of Cracks
درزونه د ساختماني انجنیرۍ یو اوږود او پیچلی بحث دی چې بیلابیلو پارامترونو ته په پام سره درجه بندي کیږي .د درز شدت (severity)کیدای شي نظر د هغې سمت ،پلنوالي او ژوروالي ته درجه بندي شي .درزونه کیدای شي په اوږدو ي وي ،په پلنو وي ،افقي وي ،عمودي وي ،مایل وي او یا ګډوډ وي .په کانکریټو کې درزونه د حرارتي ،کیمیاوي او یا میخانیکي پروسو له امله پیښیږي چې په پایله کې انقباض ،انبساط او یا هم انحنايي تشنجاتو لامل ګرځي.لاندې د کانکریټو د درزونو د ډولونو لست او د هغو د ممکنه لاملونه دي .
1. پلاستیکي –انقباض درزکیدنه . Plastic-shrinkage cracking
هغه درزونه چې د کانکریټو نیمايي ژورالي پورې رسیږي ،د کانکریټو په سطحه کې غیرمنظم ویشل کیږي ،معمولا داسې درزونه لنډ وي .
لامل:
معمولا داوبو ورکولو په وخت ، هغه وخت منځ ته راځي چې د کانکریټو سطحه د لاندې برخې په پرتله بره برخه په چټکۍ سره وچه شي .
2. چاودونه/د نقشې درزونه /چک کول . Crazing/Map cracking/Checking
د کانکریټو په سطحه کې د ،سطحې ،باریک درزونه چې د شبکې په شکل وي .
لامل :
درزونه هم د اوبو ورکولو په وخت پیښیږي ، کله چې د کانکریټو سطحه د دننه کانکریټو په پرتله په چټکۍ سره وچه شي ،خو د سطحې وچیدل په لږ ژوروالي کې وي .څرنګه چې دا ډول درزونه یواځي د کانکریټو په سطحې پورې محدود وي معمولا ساختمان ته خطرناک نه وي .
3. ویښته ډوله درزکیدنه : Hairline cracking
ډیر نري خو ژوروي.
لامل :
کانکریټو ته د اوبو ورکولو په وخت د کانکریټو نشست له امله .د دې درز د ژوروالی له امله ،کله چې کانکریټ وچ شي د لوی خطر پیدا کیدو لامل ګرځیدای شي .
4. داغونه : Pop-Outs
د کانکریټ د سطحې د یوې برخې مخروطي ټییټيدنه (Conical depressions) ده .
لامل :
داسې درزونه هغه وخت پیښیږي کله چې د کانکریټو سطحې ته نژدې د ډکوونکو موادو یوه برخه جذبونکي وي ،دا ددي لامل ګرځي چې ډکوونکي مواد انبساط وکړي او کانکریټو سطحه کې داغونه پیدا شي .
5. پړسیدل : Scaling
دکانکریټو په سطحه کې وړو د تڼاکو (pock) پیدا کیدل چې ورلاندې جغل ښکاره شي .
لامل :
کله چې اوبه ورکول شي ،که کانکریټ پوره ښویه کړای شوي کوم چې د اوبو دننوتو(penetration) مخه نیسي ،هغه اوبه چې کانکریټو ته لیکیج کیږي نو د یخ نیولو په وخت انبساط کوي ،د انبساط له امله د کانکریټو سطحه مخ دباندې لور ټیله کوي او پړسیدل پیدا کوي .
کله د نامناسبې اوبه ورکونې او یا هم لږ ویبراتور ورکولو له امله په کانکریټو کې اوبه او یا هوا پاتې شی .دا اوبه او یا هم هوا د کانکریټو سطحې ته راوځي او دسطحې لاندې برخه کې تڼاکو په شکل راڅرګندیږي .دا تڼاکي (pock) چې (blisters) هم ورته وایي د کانکریټو د سطحې مخ نری پوخ ماتوي او پړسوب منځ ته راوړي .
6. پوستکی ویستل : Spalling:
د سطحې ټیټیټدل (depressions)چې د پړسیدو په پرتله یې ژوروالی او غټوالی زیات وي .معمولا داسې درزونه خطي شکل لري او د سیخ مسیر تعقیبوي .
لامل :
د کانکریټ د سطحې لاندې برخې کانکریټ د فشار راتلو له امله وي .
په کانکریټ کې د سیخ د زنګ نیونې(Corrosion) یا هم د نامناسب جینت ورکولو له امله وي .
د سیخ د زنګ نیونې له امله هلته یو قشر منځ ته راځي چې په نتیجه کې کانکریټ مخ دباندې ټیله کوي .
د پوستکي ایستلو له امله په کانکریټو کې دننه سیخان لوڅیږي او په دې سره د سیخانو زنګ نیول له چټک کیږي .
7. د D درزکیدنه .
هغه درز چې تقریبا د کانکریټ له جینټ سره موازي غځیږي او له سطحې ژور وي .
لامل :
په جینټ کې د لمدبل نفوذ له امله .
8. د ټیټ کیدو درزکیدنه . Offset cracking
کله چې درز په یو طرف کانکریټ د هغه بل طرف د کانکریټو څخه ټیټ وي .
لامل :
د کانکریټو لاندې د غیرمنظمي سطحې له امله لکه د سب ګریډ د نشست او یا د کانکریټ لاندې د یو جسم لکه د ونو ریښو دخوځیدو او یا هم ورلاندې د سیخ د خويدو له امله .
9. د کنج مایل درزکیدنه : Diagonal corner cracking
هغه درزونه چې له یوجینټ څخه د هغې عمود جینټ ته د سلب په کنج کې غځیدلی وي .
لامل :
د کانکریټ سلبونو کنجونه د سلب په بیلابیل ژوروالي کې اوبو ورکولو په وخت د تودوخې د بدلون له امله تاو او بیچ (curling ) کیږي، او یا هم د اوبو ورکولو په وخت په بیلابیلو ژوروالیو کې د لمدبل د تبخیر له امله کږیږي .د کانکریټ وچ لیول او یا هم سوړ لیول به زیات انقباض وکړي او څومره چې سلب وچیږي درزونه به په کې پیدا شي .
څرنګه چې تاو او پیچ شوي او کاږه شوي کنجونه کله ورلاندې تش ځایونه لري ،داسې تش ځایونه هم د اوبو ورکولو وروسته د خپل وزن له امله کیني او درزونه پیداکیږي .

10. پورته کوونکې درزونه Heaving Cracks
پورته کول دادي چې د کانکریټ ورلاندې برخې د حرکت او یا هم کنګل کیدو او ویلي کیدو (freeze and thaw cycles)له امله پورته شي.
لامل :
د پلیو لارو کانکریټ چې د ونو په ریښو واچول شي د کانکریټ د پورته کیدو او درزونو لامل ګرځي .
11. دنشست درزونه . Settling Cracks
نشست درزونه د پورته کیدو درزونو معکس حالت چیرته کانکریټ کیني او نشست کوي .
لامل .
که له ځایه ونې وویستل شي او د هغې ریښي تجزیه کیدل شروع کوي .که لپاسه پرې کانکریټ واچول شي نو د تجزیه شوو ریښو په کیناستو سره نشست کوي .یو بل لامل هم د کانکریټ د پایپونو او لینونو غځول کیدای شي .د کانکریټ لاندې لږ حرکت هم د درزونو لامل کیدای شي .

30/04/2023

.د پلستر عیبونه او د مخنیوي لارې چارې
Defects of Plaster and its Prevention Ways
معمولا په پلستر کې اته ډوله عیبونه منځ راځي .
لومړی .غیرساختماني درزونه
Non-structural cracks
دویم .ساختماني درزونه
Structural cracks
درییم .جلاکیدل
De bonding
څلورم .د سختوالي نه شتون
Lack of hardness
پنځم .ګریننګ
Grinning
شپږم .انبساط
Expansion
اوم .پوستکی ایستل
Peeling

اتم .ښوره کیدل
. EFFLORESCENCE
لومړی .غیر ساختماني درزون
ه NON-STRUCTURAL CRACKS
چاودونه Crazing
چاودونه(Crazing) نري درزونه دي چې د شپږضلعې (hexagonal)نمونو په شکل د پلستر په مخ پیداکیږي .ددوي اوږدوالی له 5mm څخه 7mm پورې وي .ډیر وخت دا چاودونه سطحي وي او د پلستر په ژوروالي کې نه وي .دداسې چاودونو لامل د پلستر پرمخ د زیاتې ګلمالې (trowelling) وهل او یا هم په شګه کې د ګرد او میده خاورې شتون وي (هغه خاوره چې له 0,0075mm غلبیل 15% زیاته تیره شي ).ډيری وخت د پلستر کولو څو ساعته وروسته په پلستر کې داسې چاودونه پیدا کیږي خو ترهغې نه ښکاري چې سطحه لمده شوې نه وي او پرې ګرد نه وي لویدلی .چاودونه دومره د اندیښنې وړ خبره نه وي خو داچې بدښکاري د منلو نه دي .که داسې سطحې ته ښه مناسب رنګ ورکول شي کیدای شي پټ شي .که اړتیا ولیدل شي کیدای شي د رنګ په وخت له هغې سره ښیښې انساج(glass tissue) ورګډ شي .
د نقشې درزونه (map cracks)د چاودونو په شان دي خو معمولا دا لږ ژور وي او د پلستر دننه کیوزي .ددې نمونې دشپږضلعې په شان وي چې 200mm یو بل کې تیر شوي وي .د نقشي درزونه معمولا هغه وخت منځ ته راځي چې بډایه سیمنټي مساله وکارول شي او یا پلستر ته اجازه ورکړل شي چې ډیر زر وچ شي .د پلستر د زر وچیدو لاملونه په لاندې ډول دي
1. که دیوال له لمر او باد څخه خوندي نه وي تبخیرات (Evaporation) ترې زیات وي .
2. که ددیوال خښتې اوبه جذبونکي وي او یا ښې لمدې شوې نه وي د پلستر اوبه جذبوي.
3. د شګې درجه بندي خرابه وي او میده ذررات ونه لري ( له 0,075mm غلبیل څخه له 5% کم تیر شي )
4. کله چې شګه سمه میده دانه ونه لري د ودانیزې چونې نه وکارول شي.
کله چې پلست

30/04/2023

د نقشې تطبــــــــیق( خط اندازي):‼‼
له تطبیق څخه هدف دا دی چې پلان انجینر ته وسپارل شې(پلان د بل انجینر پواسطه ترتیب شوی وی) یا انجینر پخپله پلان ترتیب کړی وی او هغه د ګچ یا چونې پواسطه په ځمکه تطبیقوی.
لاندی نقطې په پام کې نــــــــــــــــــــیول کیږی:
1- د نقشې شمال لوری د ځمکې له شمالي لوری سره یو کول(دا کا د قطب نما په وسیله تر ســــــــــــــره کیږی).
2- د یو معلوم خط لرل: پدی معنی چی د نقشې یو ضلعه به په همدې جهت وي.
د لا ښه وضاحت لپاره یو پلان د نمونې په توګه راوړو چې شمالی او جنوبی ضلعې یې 10m همدارنګه شرقی او غربی ضلعې یې 8m دی. دغه ځمکه د شمــــــــــــــــال لوري سره د یو 16m سرک سره وصل ده.
تطبیق: د تعمیر د ابادۍ له ساحې لږ اندازه لیری (1m) یو میخ چې د off میخ په نړم یې نوموو ټک وهوو همداشان په بل طرف کې هم په همدې اټکلي اندازه میخ ټک وهل کیږی د تار (رجې) پواسطه دغه نقطې سره وصلوو دا لومړنی مسیر دی چې باید د نورو کارونو لپاره دغه تار خلاص نشې.
د دې لپاره چې د off میخ د کار په وخت کې لمنځه ولاړ نشي باید د تعمیر د کنج(نبش) له نقطې 1m لیری وی او د پروژې تر پای ته رسیدو پورې باید دغه میخ وساتل شي دا ځکه چې موږ ده همدې میخ په واسطه کولای شو تر څو د تهدابونو پلان، د پایو تطبیق، نما جوړولو او داسې نورې چارې ترسره کړو.
د نورور مسیرونو یا جهتونو د تطبیق لپاره له دوهمي نقطې یو متر لیری د off میخ ټک وهو تار همدې میخ کې وصلو او تر دریمې نقطې امتداد ورکوو. اوس د دواړو جهتونو تر منځ 90 درجې یا قایمه زاویه برابرو. باید یادونه وشي چی د ضلعو د قایم کولو لپاره د فیثاغورث قضیه کارو. په همدې توګه کولای شو چې دریمه څلورمه ضلع هم جدا او تطبیق کړو.

Address

Khoshal Khan
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Eng. Zearmal Safi زیارمل ساپۍ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share