05/06/2021
کامې ولسوالئ کي
د تذکرو یو مامورګوټی معامله ګر سیدولی شاه په لاس ټولو حقوقی او جنایئ کارمندانو ته ډالری رشوتونه ورکړل شوی او زما د شخصی ځمکې د غصب معامله ترسره شوی
مامور سیدولی شاه د دولت مامور او د خان شخصی نوکر دی چی د خپل دولتی ماموریت څخه په ناوړه استفادې په ولسوالئ کې د خان ناجائز کارونه د یو څو ډالرو په مقابل کې جائز کولی شی
1: د محکمې قاضی ته مو عریضه ورکړه دوه میاشتې بعد یی وویل چې تاسې باید حقوقو کې عارض شئ ( د محاکمو د قوانینو د دولسمې مادې له مخی قاضی مکلف دی چی د عارض عریضه واخلی او د غصب مخه ونیسی)
خو نپوهیږو قاضی ولې غصب ته ذوالیدی وایی او د قانون خلاف موضوع حقوقو ته رالیږی ترڅو هلته دوه دری میاشتې معامله په مختلفو بهانو وځنډول شی او د غصب کار په مخ لاړ شی
2: د مدنی ټولنو لسګونه غړی ، ځوانان ، علمأ کرام او د قوم مخور سپین ګیری ولسوال او قومندان ته ورغلل چی موضوع ترتعقیب لاندې ونیسی
ولسوال د ځان (صفایی) وړاندې کړه او وې ویل چې فورأ عریضه ولیکئ چې زه یی حقوقو ته راجع کړم او قومندان د غصب کار بند کړی، خو د حقوقو د مامورینو ډالری رویی عریضه وانخیسته ولسوال ته مو شکایت وکړ هغه هم وویل چې د غصب کار بندول زمونږ کار نه دی
3: مونږ قومندان ته ورغلو هغه هم معذرت وکړو او ویل دا کار مونږ نشو بندولی
3: مونږ د قومی مشرانو او مدنی ټولنو د استازو سره یوځای والی صیب ته ورغلو او خپل شکایت مو ورته وکړ
والی صیب سم د واره وویل چی همدلته عریضه ولیکئ چی زه د کار د بندولو احکام ورکړم مونږ همالته د والی په مخامخ عریضه ولیکله او والی په سریح الفاظو ولسوال ته حکم ورکړو چې د شخړې د مخنیوی په اساس فورأ د غصب کار بند کړئ
خو ولسوالئ په دې بهانه چې عریضه په کمپیوتر نه ده لیکل شوی د والی حکم ونه منلو
4: مونږ د استناف محکمې ته شکایت وکړ چی د کامې ابتدایئه محکمې قاضی زمونږ عریضه تر دوه میاشتو ځنډ وروسته بیرته حقوقو ته لیږلې ده
د استناف محکمې قاضی فورأ د کامې محکمې قاضی ته زنګ وهی او ورته د عریضې اخیستو حکم کوی
مونږ چی عریضه قاضی ته وروړه او ورته مو د غصب کار د بندیدلو وویل نو قاضی تراوسه چوپ دی
لنډه دا چی د عدلی او قضایی اورګانونو دروازې مو د انصاف لپاره ټکولی خو افسوس چی د یو څو ډالرو په مقابل کې هرڅوک چوپه خوله دی او د ولسوالئ په دیرش میترئ کې د خلکو جایدادونه غصب کیږی
بیا هم په دولتې چارواکو او د ولسوالئ اړونده کارمندانو څخه غواړو چي یاده موضوع جدي تعقیب کړي