09/08/2026
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر رئیس د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې څخه لیدنه وکړه.
یکشنبه، د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۵
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مقام د دفتر رئیس، محترم محمدالله بختیار، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې څخه لیدنه وکړه او د خونې له لومړي مرستیال الحاج محمد رفیع عظیمي، اجرائیوي سلاکار محترم مزمل شېرزاد، د عامل پلاوي له رئیس محترم محمد اسماعیل خان او ارشد مشاور ښاغلي عبدالکریم ملکيار سره یې وکتل.
د لیدنې په پیل کې، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې لومړي مرستیال الحاج محمد رفیع عظیمي، ښاغلي بختیار ته ښه راغلاست ووایه او د نوموړي لیدنه یې له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او د صنعتکارانو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ څرګنده نښه وبلله.
په دې ناسته کې، د خونې اجرائیوي سلاکار محترم مزمل شېرزاد د خونې د فعالیتونو، لاسته راوړنو، وړاندې کېدونکو خدمتونو او صنعتکارانو، معدنکارانو او پانګوالو ته د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل، چې خونه هڅه کوي خصوصي سکتور ته د غوره، چټکو او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، د صنعتکارانو او پانګوالو ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې او د حل لپاره یې په ګډه کار وکړي.
ورپسې، د خونې ارشد مشاور ښاغلي عبدالکریم ملکيار د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره د رامنځته شویو مثبتو اړیکو، همکاریو او اسانتیاوو قدرداني وکړه. نوموړي وویل، چې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه د صنعتکارانو د مشروع ګټو استازیتوب کوي او هڅه کوي د هغوی ستونزې پر وخت له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شرېکې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مقام د دفتر رئیس محترم محمدالله بختیار په خپلو خبرو کې وویل، چې صنعتکارانو ته د لازمې اسانتیاوو او خدمتونو برابرول د وزارت له اساسي مسؤلیتونو څخه دي. نوموړي زیاته کړه، چې وزارت د ملي صنعت د ودې، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه هڅې کوي.
په ناسته کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د اداري اصلاحاتو او ترسره شوو ریفورمونو، د چارو د معیاري کولو، د کاري بهیرونو د منظمولو او د فعالیتونو د لا مسلکي کولو په اړه هم بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي بختیار د خونې وروستي اداري اصلاحات او بدلونونه وستایل او څرګنده یې کړه، چې په اداره کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شوی او چارې په مسلکي او معیاري ډول پر مخ وړل کېږي.
د لیدنې په دوام، ښاغلي بختیار د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له بېلابېلو اداري برخو او څانګو څخه هم لیدنه وکړه او د خونې له فعالیتونو، خدماتو او د رامنځته شوو اسانتياوو له امله يې خوښي څرګنده کړه.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور ترمنځ پیاوړې همغږي او ګډې هڅې کولی شي د صنعت، پانګونې او اقتصادي ودې لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د لیدنې په پای کې، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له لوري د صنعت او خصوصي سکتور د ملاتړ او همکارۍ په برخه کې د ښاغلي محمدالله بختیار د ارزښتناکو هڅو او خدمتونو د ستاینې په موخه نوموړي ته افتخاري تندیس (اېوارډ) ورکړل شو او د درناوي په پار یې د اعزاز لونګۍ ور پر سر کړه.