16/07/2026
د یوې نوې پروژې د افتتاح مراسم:
د الله تعالی په فضل او کرم نن مو د خپلې نوې پروژې د افتتاح مراسم په بریالیتوب سره ترسره کړل.
نوموړې پروژه د کیفیت معیار او وخت پابندۍ په پام کې نیولو سره پلې کېږي او زموږ ژمنتیا دا ده چې ټاکل شوې موده کې یې
په لوړ کیفیت بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارو.
یاده ودانۍ به دزابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره دخاورینو دولتي او شخصي منازلو له سطحې څخه لوړه کانکریټي ودانۍ وي چې په دې اراضي کې رغیږي.
موږ د اسلامي امارت له مسؤلینو د سیمې له مشرانو انجنیرانو همکارانو او ټولو هغو کسانو څخه چې د دې پروژې په پیل کې یې زموږ ملاتړ کړی د زړه له کومې مننه کوو.
هیله لرو چې دا پروژه به د سیمې د پرمختګ خلکو ته د غوره خدمتونو او د هېواد د آبادۍ په برخه کې ارزښتناک رول ولوبوي.
په درنښت
آمورایز ساختماني او لوژیستیکي شرکت