29/12/2025
د کندهار ښار اوسني نرخونه ښيي چې شل لېټره غوړي ۲۳۰۰ افغانۍ، لس لېټره ۱۱۶۰ افغانۍ او درې لېټره ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي. د دې لوړ نرخونو له امله ګڼ شمېر هېوادوال اندېښمن دي او د اقتصادي ستونزو او غربت له امله د خپلې ورځې اړتیاوې پوره کول ورته ستونزمنې شوې دي.
خلک له دولت څخه غوښتنه کوي چې یوازې د ورځني کنټرول پر ځای د بازار د قیمتونو د تنظیم او کنټرول لپاره دوامداره اقدامات ترسره کړي، څو د کورنیو اقتصادي فشار کم شي او د ژوند اسانتیاوې خوندي شي.