Wadan Tatobay Engineering & Construction Services

Wadan Tatobay Engineering & Construction Services يو معتبر ساختماني او انجنيري شرکت، چې د با تجربه او تخصصي ټيم په مرسته، ستاسې ودانیزې پروژې په لوړ کیفیت، تخنیکي معیارونو او مناسب لګښت سره عملي کوي.

نا منظمه ځمکو اندازه کول يا جريب کشي کول: جریب کشي د ځمکې د مساحت معلومول او د جریب په واحد کې ښودل دي. (1 هکتار = 5 جری...
04/11/2025

نا منظمه ځمکو اندازه کول يا جريب کشي کول:

جریب کشي د ځمکې د مساحت معلومول او د جریب په واحد کې ښودل دي. (1 هکتار = 5 جریب)

میتودونه:

1. مثلث بندی (Triangulation)

ځمکه په وړو مثلثونو وویشئ.
د هر مثلث اړخونه او زاویې اندازه کړئ.
د ټولو مثلثونو مساحت سره جمع کړئ ترڅو د ځمکې ټول مساحت ترلاسه سي.

2. څو ضلعي میتود (Polygon Method)

ځمکه په څو ضلعي برخو وویشئ.
د هر څو ضلعي د کونجونو مختصات وکاروئ او مساحت یې د فورمولونو په مرسته محاسبه کړئ.

3. ټوټل سټیشن يا GPS ميتود

د ځمکې د سرحدي نقطو مختصات د وسایلو په مرسته معلوم کړئ.
سافټویرونه لکه AutoCAD, ArcGIS, Civil 3D مساحت دقیق محاسبه کوي.

4. ډرون سروې

د ځمکې هوایي عکسونه واخلئ.
سافټویرونه لکه Pix4D, DroneDeploy, یا Agisoft Metashape عکسونه ۳D ماډل ته بدلوي او د ځمکې مساحت محاسبه کوي.

د خپلو ودانيو د نقشه جوړونې او ډيزاين لپاره له موږ سره اړيکه ونيسئ.

برېښنالیک📧: [email protected]
د تماس شمېرې (ټیلیفون او واتساپ):📞: 0702068993
ادرس📍: کابل شاه د KIMS ښوونيز مرکز څنګ ته - کندهار افغانستان

 #دکارـجريانپروژه : د څښاک اوبو دپاره د ژورو څاګانو کيندل د برمو تعداد:  څلور حلقي ( ۵,۱۴,۱۵ نمبر علاوالدين ) او ۱ نمبر ...
14/07/2025

#دکارـجريان

پروژه : د څښاک اوبو دپاره د ژورو څاګانو کيندل
د برمو تعداد: څلور حلقي ( ۵,۱۴,۱۵ نمبر علاوالدين ) او ۱ نمبر افشار
مشخصات: د برمو کيندل ؛Casing , Centralizers Electro Log Test
ادرس: کابل - کمپنی او افشار
تمويل کوونکي: د کابل د ښاري اوبو رسولو او فاضلاب دولتي شرکت
تطبيق کوونکې: ودان ټاټوبی ساختماني شرکت

" ودان ټاټوبی" شرکت د انجینري او ساختماني خدماتو په وړاندې کولو او د پروژو په عملي کولو کې بډایه تجربه لري او ژمن دی چې ستاسو ارمانونه په واقعیت بدل کړي.
هر ځای چې اړتیا وي، موږ حاضرو!
ډیزاین، نظارت، بیا رغونه، جوړول، تطبیق او مسلکي مشورې – هر هغه څه چې تاسو ورته اړتیا لرئ، موږ یې د نوې تکنالوژۍ، تجربه‌لرونکي ټیم، مناسب لګښت او لوړ کیفیت سره برابر کړو.
که د یو متفاوت، مسلکي او دوامداره خدمت په لټه کې یاست – یوازې یو تماس بس دی!

برېښنالیک📧: [email protected]

د تماس شمېرې (ټیلیفون او واتساپ):📞: 0702068993

ادرس📍: کابل شاه د KIMS ښوونيز مرکز څنګ ته - کندهار افغانستان

موږ نه وایو چې تر ټولو غوره یو، خو داسې خدمت کوو چې تاسو ووایاست: "هو، دوی تر ټولو غوره دي!"
ودان ټاټوبی – د ښه ژوند لپاره یو پیاوړی قدم!

🌟 ګژدمکونه (Stirrups) ولې په پایو (Columns) کې کارېږي؟ ۱. د فولادي سیخانو محکم ساتنه:ګژدمکونه مرسته کوي چې طولي سیخان (V...
27/06/2025

🌟 ګژدمکونه (Stirrups) ولې په پایو (Columns) کې کارېږي؟

۱. د فولادي سیخانو محکم ساتنه:
ګژدمکونه مرسته کوي چې طولي سیخان (Vertical bars) خپل موقعیت کې کلک ودرېږي، خاصتاً د کانکریټ اچولو پر مهال. دا کار پایې ته ښه شکل ورکوي.
۲. د عرضي قوې (Shear Force) مقابله:
په پایو کې کله کله د ځمکې د خوځښت یا وزن له امله عرضي قوه پیدا کېږي. ګژدمکونه دا قوتونه جذبوي او د پایې د ماتېدو مخه نیسي.
۳. د فشار پر مهال د کږېدو مخنیوی:
کله چې یوه پایه د ډیر وزن لاندې راشي، طولي سیخان ښايي کږ شي. ګژدمکونه دا سیخان یو له بله سره نښلوي او د کږېدو یا Buckling مخه نیسي.
۴. د زلزلې پر وخت د ماتېدو مخنیوی:
زلزله کې چې کله ډېر قوت راشي، ګژدمکونه د پایې نرمښت (Ductility) زیاتوي، چې دا د ناڅاپي او خطرناک ماتېدو مخنیوی کوي.
۵. د کانکریټ جوړښت ته قوت ورکول:
ګژدمکونه د پایې دننه فولادي جوړښت کلکوي، تر څو کانکریټ ښه ونښلي، قوي شي او اوږدمهاله پاتې شي.

✅ پایله:
ګژدمکونه که څه هم کوچني وي، خو د پایې د ځواک، مقاومت، او خوندیتوب لپاره خورا مهم رول لري. دا د پایې زړه ته لکه د رګونو جال وي، چې ټوله بڼه منسجمه ساتي.

د خپلو ودانيو د نقشه جوړونې او ډيزاين لپاره له موږ سره اړيکه ونيسئ.

برېښنالیک📧: [email protected]

د تماس شمېرې (ټیلیفون او واتساپ):📞: 0702068993

ادرس📍: کابل شاه د KIMS ښوونيز مرکز څنګ ته - کندهار افغانستان

 #دکارـجريان د ساختمان ډول : د استوګنې کورد تعمير مساحت:   130 متره مربع د منزلونو تعداد: دوه منزله مشخصات:  زير خانه او...
21/06/2025

#دکارـجريان

د ساختمان ډول : د استوګنې کور
د تعمير مساحت: 130 متره مربع
د منزلونو تعداد: دوه منزله
مشخصات: زير خانه او دوهم منزل کور .. د ټولو اسانتياوو په شمول.
ادرس: اوله ناحیه - کابل شاه

" ودان ټاټوبی" شرکت د انجینري او ساختماني خدماتو په وړاندې کولو او د پروژو په عملي کولو کې بډایه تجربه لري او ژمن دی چې ستاسو ارمانونه په واقعیت بدل کړي.
هر ځای چې اړتیا وي، موږ حاضرو!
ډیزاین، نظارت، بیا رغونه، جوړول، تطبیق او مسلکي مشورې – هر هغه څه چې تاسو ورته اړتیا لرئ، موږ یې د نوې تکنالوژۍ، تجربه‌لرونکي ټیم، مناسب لګښت او لوړ کیفیت سره برابر کړو.
که د یو متفاوت، مسلکي او دوامداره خدمت په لټه کې یاست – یوازې یو تماس بس دی!
د اړیکې شمېره (واتساپ): 0702068993
موږ نه وایو چې تر ټولو غوره یو، خو داسې خدمت کوو چې تاسو ووایاست: "هو، دوی تر ټولو غوره دي!"
ودان ټاټوبی – د ښه ژوند لپاره یو پیاوړی قدم!

 #دکارـجريان د ساختمان ډول : کمپلکس د تعمير مساحت: 125 متره مربع د منزلونو تعداد: دري منزله مشخصات: يو کور , دري دوکانون...
31/05/2025

#دکارـجريان
د ساختمان ډول : کمپلکس
د تعمير مساحت: 125 متره مربع
د منزلونو تعداد: دري منزله
مشخصات: يو کور , دري دوکانونه او يوه زيرخانه .. د ټولو اسانتياوو په شمول.
ادرس: څلورمه ناحیه - د رويال هوټل سړک

" ودان ټاټوبی" شرکت د انجینري او ساختماني خدماتو په وړاندې کولو او د پروژو په عملي کولو کې بډایه تجربه لري او ژمن دی چې ستاسو ارمانونه په واقعیت بدل کړي.
هر ځای چې اړتیا وي، موږ حاضرو!
ډیزاین، نظارت، بیا رغونه، جوړول، تطبیق او مسلکي مشورې – هر هغه څه چې تاسو ورته اړتیا لرئ، موږ یې د نوې تکنالوژۍ، تجربه‌لرونکي ټیم، مناسب لګښت او لوړ کیفیت سره برابر کړو.
که د یو متفاوت، مسلکي او دوامداره خدمت په لټه کې یاست – یوازې یو تماس بس دی!
د اړیکې شمېره (واتساپ): 0702068993
موږ نه وایو چې تر ټولو غوره یو، خو داسې خدمت کوو چې تاسو ووایاست: "هو، دوی تر ټولو غوره دي!"
ودان ټاټوبی – د ښه ژوند لپاره یو پیاوړی قدم!

د يوي ودانۍ د جوړولو لګښت څومره کېږي؟دا يوه له هغو عامو پوښتنو څخه ده چې ډېر مشتريان يې د کار له پيل وړاندې، د نقشې له ج...
30/05/2025

د يوي ودانۍ د جوړولو لګښت څومره کېږي؟

دا يوه له هغو عامو پوښتنو څخه ده چې ډېر مشتريان يې د کار له پيل وړاندې، د نقشې له جوړېدو مخکې کوي.
ځواب:
د ودانۍ د جوړېدو لګښت په بېلابېلو عواملو پورې اړه لري؛ لکه د ځمکې نوعيت، د نقشې بڼه، د ودانۍ د پوړونو شمېر، د ځمکې لاندې ساحه (زيربنا)، د جوړونې مواد، او د ډيزاين طرز.

په عمومي توګه، د هر متر مربع د جوړولو لګښت له شاوخوا ۸۵ څخه تر ۱۱۰ ډالرو پورې اټکل کېدای سي.
خو د دقيق لګښت لپاره، اړينه ده چې لومړی د نقشې او پروژې ټول جزئيات مشخص سي.

د خپلو ودانيو د نقشه جوړونې او ډيزاين لپاره له موږ سره اړيکه ونيسئ.

برېښنالیک📧: [email protected]

د تماس شمېرې (ټیلیفون او واتساپ):📞: 0702068993

ادرس📍: کابل شاه د KIMS ښوونيز مرکز څنګ ته - کندهار افغانستان

ایا د خپل کور لپاره د یو ارام، ښکلي او ځانګړي فضا په لټه کې یاست؟د ودان ټاټوبی انجنیري او ساختماني خدمات، چې په نما ډیزا...
29/05/2025

ایا د خپل کور لپاره د یو ارام، ښکلي او ځانګړي فضا په لټه کې یاست؟

د ودان ټاټوبی انجنیري او ساختماني خدمات، چې په نما ډیزاین، لینډسکېپ ډیزاین، او داخلي ډیزاین کې کلونه تجربه لري، چمتو دی چې تاسو سره د یوه ښکلي او کارنده فضا په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

موږ دلته یو چې ستاسو خوبونه په حقیقت بدل کړو!
زموږ مسلکي او تجربه‌لرونکی ټیم ستاسو د ډیزاین هر جزئیات په دقیقه توګه او د لوړ کیفیت سره تطبیقوي.

موږ تل غوره خدمتونه درته وړاندې کوو!

نوټ: مه هېروئ چې د رهنمايي معاملاتو اړوند چارې هم هممهاله پرمخ وړل کېږي.

راسره یو ځای شئ ترڅو خپل د خيالونو کور په حقیقت بدل کړئ!

برېښنالیک📧: [email protected]

د تماس شمېرې (ټیلیفون او واتساپ):📞: 0702068993

ادرس📍: کابل شاه د KIMS ښوونيز مرکز څنګ ته - کندهار افغانستان

د یوې ښې انجنیري نقشې ځانګړتیاوې:۱. د تطبیق اسانتیا:نقشه باید داسې وي چې ټول تخنیکي معلومات په واضحه، دقیق او جامع ډول و...
28/05/2025

د یوې ښې انجنیري نقشې ځانګړتیاوې:

۱. د تطبیق اسانتیا:
نقشه باید داسې وي چې ټول تخنیکي معلومات په واضحه، دقیق او جامع ډول ولري، څو انجینران او کاریګر وکولای سي پروژه له ستونزو پرته عملي کړي.
۲. د فضاوو اغیزمنه ګټه اخیستنه:
ډیزاین باید له موجوده فضاوو څخه اعظمي استفاده یقیني کړي، او د هرې برخې مشخصه موخه او کارېدنه څرګنده وي.
۳. د تګ راتګ منظم مسیرونه:
ورودي او خروجي لارې، دهلېزونه او د فضاوو ترمنځ اړیکې باید داسې طرحه سي چې خلک په اسانۍ تګ راتګ وکړي او د ګڼه ګوڼې مخنیوی وسي.
۴. مناسب طبیعي رڼا او هوا جريان:
نقشه باید داسې وي چې د ودانۍ دننه طبیعي رڼا او دهوا جريان ته پاملرنه سوې وي، څو روغتیا، آرامتیا او د انرژۍ سپما یقیني سي.
۵. د کاروونکو اړتیاوو ته پوره توجه:
ډیزاین باید د استفادې کوونکو د اړتیاوو، دودونو، او ژوند طرز ته په کتو جوړ سي، څو ارامتیا، خوند او ګټه ډېره سي.
۶. د ساتنې او ترمیم آسانتیا:
تأسیساتو، پایپونو، او تجهیزاتو ته باید اسانه لاسرسی موجود وي، څو د ترمیم، پاکولو او ساتنې چاره پرته له زیان او ستونزې تر سره سي.
۷. د خوندیتوب اصولو رعایت:
د اضطراري وتلو لارې، د اور وژنې اسانتیاوې، ساختماني استحکام او نور ټول خوندیتوبي اصول باید په پام کې ونیول سي.
۸. د انرژۍ سپما:
نقشه باید داسې طرحه شي چې د بریښنا، ګرمۍ او یخولو اړتیا کمه سي. د انرژۍ مؤثر استعمال د اوږدمهاله اقتصادي ګټې لپاره ډېر مهم دی

د یو باکیفیته، اقتصادي او معیاري انجنیري نقشې لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ:
Phone & WhatsApp: 0702068993

د کور جوړونې دمصارفاتو او لګښت د راکمولو غوره لارې: دوهمه برخه:6. له ځایي موادو استفاده وکړئ:له هغه ساختماني موادو کار و...
27/05/2025

د کور جوړونې دمصارفاتو او لګښت د راکمولو غوره لارې: دوهمه برخه:

6. له ځایي موادو استفاده وکړئ:
له هغه ساختماني موادو کار واخلئ چې ستاسو په سیمه کې موندل کېږي لکه ډبرې، خښتې، شګه یا لرګي. دا مواد ارزانه وي ځکه چې د انتقال لګښت نه لري.
7. ډيزاین ساده وساتئ:
د کور نقشه باید ساده او فعاله وي. له بې ضرورته ښکلايي جوړښتونو، چپاوو او کږو شکلونو ډډه وکړئ، ځکه چې دا د کار، موادو او وخت لګښت زیاتوي.
8. د راتلونکي لپاره د لوړوالي (عمودي پراختیا) پلان ولرئ:
که اوسنی بودیجه اجازه نه ورکوي، نو پلان وکړئ چې وروسته پورته منزلونه جوړ کړئ. اوس داسې تهداب، کالمونه او نقشه ډیزاین کړئ چې وروسته د نورو منزلونو ملاتړ وکړي.
9. له مخکې جوړو (Precast) یا موډیولر عناصرو استفاده وکړئ:
په هغو ځایونو کې چې ممکنه وي، له مخکې جوړ شوې تختې، زینې یا دېوالونه وکاروئ. دا ډول برخې عموماً ارزانه، چټکې او لږو کارګرانو ته اړتیا لري.
10. د برېښنا او پایپونو نقشه مؤثره جوړه کړئ:
حمام، پخلنځی او د کالو مینځلو ځایونه یو ځای ته نږدې وټاکئ، ترڅو د پایپونو او تارونو اوږدوالی کم شي.
11. د ساختماني فصلونو په پام کې نیولو سره کار وکړئ:
په هغو وختونو کې چې د کار غوښتنه کمه وي (لکه ژمی)، د موادو او مزدورانو بیه راټیټه وي. له دې فرصته ګټه واخلئ.

که غواړئ یو ښکلی، معیاري او اقتصادي کور ولرئ، زموږ سره اړیکه ونیسئ!

د ودان ټاټوبی انجنیري خدمات
تماس او واتساپ: 0702068993

د کور جوړونې دمصارفاتو او لګښت د راکمولو غوره لارې:اوله برخه:1. مربع بڼه پلان غوره کړئ: د مستطیل په پرتله، مربع بڼه پلان...
26/05/2025

د کور جوړونې دمصارفاتو او لګښت د راکمولو غوره لارې:
اوله برخه:

1. مربع بڼه پلان غوره کړئ: د مستطیل په پرتله، مربع بڼه پلان شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ سلنه د دېوالونو په جوړولو کې سپما راولي.
2. خونې په دواړو منزلونو ووېشئ: که کور دوه منزله وي، نیمې خونې دې په ځمکنۍ منزل او پاتې نیمې په دوهم منزل کې جوړې سي، ځکه چې دوهم منزل شاوخوا ۲۵٪ ارزانه جوړېږي.
3. بهرنۍ دېوالونه ضخيم(پنډ) جوړ کړی: د داخلي دېوالونو په پرتله، د بهرنیو دېوالونو غټول کولای سي لګښت او مصارف راکم کړي او استحکام هم زیات کړي.
4. له ماهرو کارګرانو کار واخلئ: د بې تجربې کارګرانو کار د کیفیت د کمښت او لګښت د زیاتوالي سبب ګرځي. تل د کار کیفیت وسنجوئ او له ماهرانو ګټه واخلئ.
5. د معیارونو له مخې، خو په اقتصادي ډول عمل وکړئ: له اړینو تخنیکي اصولو او معیارونو څخه پیروي وکړئ، خو بې ضرورته مصارف کم کړئ.
ادامه لري ..‌ نور بيا..

که غواړئ یو ښکلی، معیاري او اقتصادي کور ولرئ، زموږ سره اړیکه ونیسئ!

د ودان ټاټوبی انجنیري خدمات
تماس او واتساپ: 0702068993

Address

District 1/Kabul Shah, Near KIMS
Kandahar
3801

Opening Hours

Monday 09:00 - 18:00
Tuesday 09:00 - 18:00
Wednesday 09:00 - 18:00
Thursday 09:00 - 18:00
Saturday 09:00 - 18:00
Sunday 09:00 - 18:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Wadan Tatobay Engineering & Construction Services posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share