21/02/2024
د شیخ زاید پوهنتون انجنيري پوهنځي د حضوري درسونو په اړه خبرتیا
ګرانو محصلینو!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
حضوري درسونه د حوت میاشتې په لومړی نېټه پیل شوي دي.
دا چې په شیخ زاید پوهنتون کې د ترمیم او بیارغونې کارونه روان دي او لا تر اوسه درسي خونې تدریس ته نه دي تیارې شوې، نو تاسو ته خبر درکول کیږي چې خپلو درسونو ته به د عبدالحی حبیبي نمونوي لیسې ته سر له سبا ورځې د مهال وېش سره سم حاضر شئ.
یادونه: تدریس به ان شاءالله په غربي بلاک دریم پوړ کې صورت نیسي