Afghan Scope Construction Company_ASCC

Afghan Scope Construction Company_ASCC Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghan Scope Construction Company_ASCC, Construction Company, Laghman Shariqi Shahreno, Laghman.

د لغمان ښکلا ور سره جوړه ده باختر پطرولیم
16/12/2025

د لغمان ښکلا ور سره جوړه ده باختر پطرولیم

په سرکونو کې د FDT ټسټ (Field Density Test) څه شی دی؟د FDT (Field Density Test) یو مهم ازموینه ده چې د سرکونو او نورو خا...
19/03/2025

په سرکونو کې د FDT ټسټ (Field Density Test) څه شی دی؟

د FDT (Field Density Test) یو مهم ازموینه ده چې د سرکونو او نورو خاورینو جوړښتونو د کمپکټ کولو کیفیت ارزوي. دا ټسټ مشخصوي چې آیا خاوره یا مواد په مطلوب کثافت (density) سره کمپکټ شوي دي که نه.

د FDT ټسټ هدفونه:

1. د کمپکټ کولو موثریت ارزونه

2. د خاورو د مناسب کثافت او رطوبت کنټرول

3. د سرک (subgrade)، سب‌بیس (subbase)، او بیس کورس (base course) د کیفیت تضمین

4. د انجینري ډیزاین اړتیاوې پوره کول

د FDT ټسټ عام میتودونه:

1. Sand Replacement Method (د شګې ځای‌پرځای کولو طریقه)

2. Core Cutter Method (د کټ کولو طریقه)

3. Nuclear Density Gauge Method (د نیوکلیئر ګیج طریقه)

د FDT پایلې څنګه ارزول کېږي؟

د ټسټ اندازه د Modified Proctor یا Standard Proctor Test سره پرتله کېږي.

که کثافت د مشخص معیار مطابق وي (لکه ≥ 95% Proctor Density)، نو کمپکټ کول لازمی اندازی ته رسیدلي.

که نتیجه د اړتیا مطابق نه وي، باید اضافي کمپکټ کول ترسره شي.

پایله

FDT
د سرکونو، پلونو، او نورو ساختماني پروژو کې د خاورې د کمپکټ کولو کیفیت ارزولو لپاره یوه اړینه ازموینه ده. که دا ټسټ په سمه توګه ترسره شي، د سرک د اوږدمهاله پایښت لپاره مرسته کوي.

👷 د کانالونو اړوند سوالونه او ځوابونهکانال څه ته ویل کېږي؟عبارت له هغه هایدروتخنیکي ساختمان څخه دی چې له منبع څخه اوبه ا...
05/12/2024

👷 د کانالونو اړوند سوالونه او ځوابونه

کانال څه ته ویل کېږي؟
عبارت له هغه هایدروتخنیکي ساختمان څخه دی چې له منبع څخه اوبه اخلي مصرف کوونکو ته یې انتقالوي.

2. د کانال ژوندی مقطع تعریف کړۍ؟
د ناقل د مقطع هغه برخه چې جریان په کې صورت نیسي د ژوندۍ مقطع په نوم یادیږي.

3. په کانال کې لوند محیط کوم محیط ته ویل کیږي؟
دا د هغه خط اوږدوالې ته وایي، چې د هغه په اوږدو کې مایع د ژوندۍ مقطع سره په تماس کې وي او هغه یې احاطه کړی وي.

4. هایدرولیکي شعاع څه ته ویل کېږي؟
د ژوندۍ مقطع مساحت پر لوند شوي محیط باندې عبارت له هایدرولیکي شعاع څخه ده.

5. د کانالونو په طرحه ریزۍ کې کوم نقاط باید په نظر کې ونېول شي؟

‏a. د کانال ظرفیت باید د پروژې د اهدافو مطابق وي
‏b. کانال باید د یو مناسب مسیر څخه په مطلوب میلان تېر شي
‏c. هڅه باید وشي تر څو کانال د محلي موادو څخه جوړ شي چې په دې سره د کانال د جوړېدو قیمت هم ټیټېږي
‏d. په کانال کې د اوبو سرعت باید مناسب وي تر څو د موادو د ترسب او د کانال د شستشو څخه مخنوی شوی وي معمولا په خاورینو کانالونو کې مجازي سرعت (0.4-0.8)متر پر ثانیه او کانکریټي کانالونو لپاره ( 1.2-1.8)m/s پورې نېول کېږي

6. کانالونه څه وخت استوار وي؟
کانالونه هغه وخت استوار وي چې په هغو کې نه هم ترسب او نه هم شستشو منځ ته راشي.

7. په کانالونو کې طولي میل د کوم هدف لپاره په نظر کې نېول کېږي؟

په کانالونو کې طولي میل د جاذبې قوې د تولید لپاره په نظر کې نېول کېږي

8. بهترینه مقطع د کانالونو لپاره کومه ده؟

د کانالونو لپاره بهترینه مقطع نیمه دایروي ده خو تر ټولو مروجه مقطع ذوذنقه یي ده ځکه چې په ساحه کې د دایروي مقطعې جوړېدل مشکل کار دی

9. ذوذنقه یې مقطع په کومو ساحاتو کې په نظر کې نېول کیږي؟
10. ذوذنقه یې مقطع عموما په خاورین مسیر کې په نظر کې نېول کیږي، د ذوذنقه یي کانالونو پراخه مقطع د دې زمینه برابروي چې په لوی مقدار جریان له ځانه تېر کړي

11. په کانالونو کې تر ټولو مهمې معادلې کومې دي؟

د جریان معادله :
‏Q= V x A
‏Q= د جریان مقدار (m^3 / sec)
‏V= دجریان سرعت ( m / sec)
‏A= د مقطع مساحت ( m^2)

د مانینګ معادله :
‏V= 1 / N x R^2/3 x S^1/2
‏V= د جریان سرعت (m/s)
‏N= د مانینګ ضریب دی چې له جدول څخه اخیستل کېږي
‏R= هایدرلیکي شعاع ده (m)
‏S= د کانال طولي میل دی

د شیزي معادله:
‏V= C x R^1/2 x S^1/2
‏V= سرعت (m/s)
‏C= د انتون شیزي ضریب دی
‏S= د کانال طولي میلان دی

12) د کانال د ډیزاین څخه هدف څه دی؟

د کانال د ډیزاین څخه هدف د کانال د مقطعې لپاره د مناسبو ابعادو پیدا کول دي.

د ډاکتر تتسو ناکامورا پارک د رغونې چارې چې د افغان اسکوپ ساختمانی شرکت لخوا تر سره کیږي په چټکۍ سره روانې دي.
14/03/2020

د ډاکتر تتسو ناکامورا پارک د رغونې چارې چې د افغان اسکوپ ساختمانی شرکت لخوا تر سره کیږي په چټکۍ سره روانې دي.

د ډاکتر تتسو ناکامورا په نوم پارک چې د مهترلام ښاروالۍ له خوا افغان اسکوپ ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی، د رغونې...
01/03/2020

د ډاکتر تتسو ناکامورا په نوم پارک چې د مهترلام ښاروالۍ له خوا افغان اسکوپ ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی، د رغونې چارې یې په میعاري ډول د مهترلام ښاروالۍ تر نظارت لاندې په ښه کیفیت سره تر سره کیږي.

بسم الله الرحمن الرحیمموضوع: د سړک په ترمیم او بیا رغونه کی کوم مهم کارونه باید ترسره شی؟1- Demolition and Removal: په ل...
23/02/2020

بسم الله الرحمن الرحیم
موضوع: د سړک په ترمیم او بیا رغونه کی کوم مهم کارونه باید ترسره شی؟
1- Demolition and Removal:
په لمړی قدم کی باید موجوده سرک سطحه او ښکته طبقات چی تخریب شوی وی او د استفادی وړ نه وی له منځه ویوړل شی، د غټو او وړو ماشین الاتو په کومک سره دا کار ترسره کولای شو، د زوړ سړک تخریب شوی موادو نه باید په پلانټ کی د مکسچرو په جوړولو کی او یا هم د لاندینیو طبقاتو په جوړولو کی استفاده وشی دی سره کولای شو یو دوامدار او پایدار سړک تر لاسه کړو تر څنګه یی د محیطی ککړتیا مخنیوی کیږی او د طبیعی موادو په زیرمه او ساتنه کی هم مهم رول لوبوی.

2- Prepare the Sub Base
د نوی جوړیدونکی سرک یا ترمیمیدونکی سرک تر ټولو مهمه طبقه سب بیس ده، ځکه سب بیس د پورته نوی طبقو لپاره د ساپورټ وظیفه ترسره کوی، مختلفو فصلونو کی د یخ وهلو او ګرمیدلو اندازه کموی، نو په دی خاطر د سب بیس طبقی ضخامت، استواری او کمپکشن ته باید خاص توجو وشی تر څو دوامدار سړک تر لاسه شی.

3- Grading and Sloping:
په دوهم قدم باید د سر عرضی او طولی میلان ته ځانګړی پاملرنه وکړو. اوبه یو له هغه مهمو فکتورونو له جملی څخه دی چی د سرک په تخریب کی خورا زیات رول لوبوی، د سرک عرضی میلان کمبر باید په هر طول کی ولیدل شی چی د ځانګړی اندازی سره مطابقت ولری تر څو اوبه په مناسب وخت کی د سرک د سطحی څخه څنګ لښتیو ته لاړی شی، همدارنګه د لښتیو میلان چی اصلآ د سرک د طولی میلان تابع دی، نو حد اقل دومره میلان باید حاصل شی چی په لښتیو کی اوبه حرکت وکړی او ډنډ نشی.

4- Proof Roll, Undercutting and Sub Base Repair:
د نوی سب بیس طبقی جوړیدلو نه بعد باید هغه او تر لاندی اساس طبقه چک کړل شی چی د وزن مقابل کی برداشت لری او کنه، دی چک لپاره مختلف میتودونه دی چی یو د هغوی نه د
Benkelman Beam Deflectometer
په نوم سره یادیږی، په دی میتود کی دغه اله د یو غټ ټرک یعنی لارۍ په کومک سره استعمالیږی په ټرک کی تر ۷۲۰۰۰ پونډو وزن ځای پر ځای کیږی او د سرک په مختلفو برخو ودرول کیږی او ډیفلکشن یا انحنا یا د سړک کیناستنه لیدل کیږی که چیرته ډیفلکشن د یو انچ نه زیات وه نو دغه برخه د سړک بیا تر اساس برخی کیندل کیږی او د سر نه په نوی موادو سره په اساسی ډول سره جوړیږی تر څو کافی اندازه برداشت ولری. د اساس برخی کیندل تر ۲ یا ۳ فوټو پوری ترسره کیږی، که چیرته کیندنه امکان ونلری نو بیا د جیوګریډ موادو نه هم استفاده کولای شو د جیوګریډ لپاره بیا کیندنه تر ۱۶ انچو ضرورت ده لمړی جیوګریډ اچول کیږی او بیا د سب بیس طبقه.

5- Base, Binder and Surface Course:
د سب بیس طبقی د کارونو د خلاصیدلو نه وروسته بیس کورس طبقه اچول کیږی او بیا ورپسی بینډر طبقه د قیر اچول کیږی، په بینډر کورس طبقه کی د اګریګیټ اعظمی اندازه تر ۱۹ ملی مترو وی، او دی نه بعد بیا اخری طبقه د سرفیس وی چی اعظمی د اګریګیټ اندازه په کی ۱۳.۲ ملی متره وی. او نسبت بنډر کورس ته په دی طبقه کی د قیر فیصدی هم زیاته وی معمولآ د ۵ فیصدو نه تر ۵.۶ فیصدو پوری وی.

6- Butt Joints and Transitions:
بټ جواینټ د هغه ساحی څخه عبارت دی چیرته چی زوړ سرک د نوی ترمیم شوی برخی سره نښلول کیږی، په دغه ساحه کی باید میلان او د اوبو وتلو ته کافی توجو وشی، معمولآ د زوړ سرک یوه برخه د ترمیم شوی سرک سره نښلول اسان کار نه دی، د ساختمانی چارو په جریان کی باید د دقت نه کار واخیستل شی تر څو مسافرینو یا ډرایورانو ته د ناراحتۍ باعث ونه ګرځی، کوشش باید وشی تر څو کافی اندازه هموار وی تر څو هغوی ته یی احساس ونشی.

منبع:
https://www.wolfpaving.com/blog/the-complete-7-step-process-for-asphalt-pavement-installation

د ډاکتر تتسو ناکامورا په نوم پارک چې د مهترلام ښاروالۍ له خوا افغان اسکوپ ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی، او چارې...
03/02/2020

د ډاکتر تتسو ناکامورا په نوم پارک چې د مهترلام ښاروالۍ له خوا افغان اسکوپ ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی، او چارې به یې په میعاري ډول په څلورو میاشتو کې تکمیل او ګټې اخستنې ته به چمتو شي.

د دیوالونو ځینې مهم ډولونه (Types of Walls):ځینې دوستان شاید د دیوالونه په پیژندنه او د هغه اړونده کارونې ځاي کې ستونزې ...
08/01/2020

د دیوالونو ځینې مهم ډولونه (Types of Walls):

ځینې دوستان شاید د دیوالونه په پیژندنه او د هغه اړونده کارونې ځاي کې ستونزې ولري نو په همدې خاطر نن د دیوالو په ځینو مهمو ډولونو باندې رڼا اچوو چې ځینې مهم ډولونه یې په لاندې ډول سره دي:
1- (Retaining Wall):
2- (Breast Wall):
3- (Protection Wall):
4- (Parapet Wall):
5- (Return Wall):
6- ( Revetment Wall):
7- (Wing Wall):
8- (Cut-off Wall):
9- (Head Wall)
10-(Shear Wall):
11- (Bearing Wall):

1-ریټایننګ وال (Retaining Wall): استنادي دیوال یا (Retaining Wall) عبارت د هغه دیوال څخه ده چې د پرانه شوی یا ډک شوې برخې لاندې برخې ته جوړیږي ترڅو د هغه د ښویدو څخه مخنیوي وکړي ، ښه مثال یې داده چې کله سرک د غره یا یوې غونډی په میلان لرونکي ساحه کې تیریږي نو د سرک لاندې خوا ته پرانه یا ډکوونکی مواد اچول کیږي نو پدې صورت کې ددې د پاره چې پرانه خاوره و نه ښویږي نو په لاندې برخه کې استنادي دیوال جوړيږي.

2-بریسټ وال (Breast Wall): دا رنګه دیوالونه معمولی د کیندل شوې برخې مخې ته جوړیږي ترڅو چپه نشي او د سرک یا لارې د بندیدو څخه مخنیوی وکړي او همدارنکه دا دیوالونه په هغه ځایونو کې هم په پام کې نیول کیږي چې د غره یا غونډې څخه تیږې او ډبرې یا نورو ښویدونکی مواد را ښویږي نو د هغه د مخنیوي د پاره د سرک د غره خواته دغه دیوال جوړیږي او مخه او شا خوایې خالې وي ترڅو د دیوال د شا خوا په خالې برخه کې ښویدونکي مواد ځای ونیسي او سرک ته یې د رالویدو یا ښویدو څخه مخنیوي وشي. یعنې د استنادي دیوال سره یې توپیر داده چې استنادي دیوال د سرک په لاندې برخه کې جوړیږي او دغه رنګه دیوال د سرک په پورتنی برخه کې .

3- پروټکشن وال (Protection Wall): محافظوي دیوال یا (Protection Wall) عبارت د هغه دیوال څخه دي چې د ځمکو ، سرک ، کورونو او نورو برخو د حفاظت د پاره چې د سیلابونو، واورې ښویدنې او داسې نور عواملو سره په خطر کې وي جوړیږي تر څو د ځمکې ، سرک ، کورونو او دارنګه نورو ساختمانونو او شتمنیو څخه ساتنه او حفاظت وکړي. دغه رنګه دیوالونه معمولا د مخ خوا څخه مقاومت کوي برعکس د نورو دیوالونو .

4- پراپیټ وال (Parapet Wall): عبارت د هغه دیوال څخه ده چې په غرنیو ساحو کې د سرک ژورې خوا یا د سیند د خوا پر غاړه جوړیږي ترڅو سیند یا کندې ته د موټر د لویدو څخه مخینوي وکړي ، همدارنګه دغه دیوالونه د ساختمان یا کورو په بام باندې هم په پام کې نیول کیږي او دوې مهمې دندې لري : اول د بام څخه د لویدو مخنیوي ، دوهم: د ځان پناه کول یعنې کله چې د بام څخه ګټه اخیستل کیږی مثلا د کالیو د مینځلو په وخت کې نو باید په بام باندې څوک معلوم نشی.

5- ریټرن وال (Return Wall): دا رنګه دیوالونه معمولا د ابتمنتونو په ساختمانونو کې جوړیږي او د انګلسي د (U) حرف شکل لري او دنده یې هماغه د پرانې د ښویدو څخه مخنیوی ده .

6- ریویټمینټ وال ( Revetment Wall): کله چې یوه برخه په لوړه ارتفاع سره په میلان لرونکی شکل پرانه شوي وي نو د پرانې ټول مخ د ډبرین پياده رو په څیر سنګ فرش کیږي ترڅو د خاورې د پرانه شوې برخې د استحکامیت سبب و ګرځي او د ښویدو څخه یې مخنیوي وکړي . ددغه رنګه دیوالونو څخه په آبیاري ، سرک ، پلونو او داسې نورو برخو کې په زیاته کچه ګټه اخیستل کیږي.

7- وینګ وال ( Wing Wall): وینګ والونه معمولا کله چې پل یا پلچک شتون ولري کارول کیږي یعنې عبارت د هغه دیوالونو څخه دي چې د پل یا پلچک څلورو خواوو ته جوړیږي او دنده یې داده ترڅو اوبه په ښه ډول سره تر پل یا پلچک لاندې رهبري او تیري کړي او بله دنده یې داده ترڅو د پل پورته او کښته څلور غاړو او خواوو د اوبو پواسطه د تخریب څخه مخنیوي وکړي

8- کټ آف وال (Cut-off Wall): عبارت د هغه دیوال څخه ده چې په لاندی (Dow Stream) برخه د پل ، پلچک ، واش او دارنګه نورو ساختمانو د سیند په تل کې جوړیږي او دنده یې داده ترڅو د اوبو پواسطه د سیند د بستر د ژوریدو او تخریب څخه مخنیوی وکړی یعنې دارنګه دیوالونه معمولا په هغه ځایونو کې په پام کې نیول کیږي چې د اوبو سره سراو کار لري.

9- هیډ وال (Head Wall): عبارت د هغه دیوار څخه ده چې په هغه برخو کې د پلچکونو او نورو ساختمانونو په سر باندې جوړیږي چې په هغه باندې ډیره پرکاري راغلې وی نو ددې په خاطر چې خاوره را ونه ښوییږي او د پلچک د بندیو باعث نشي نو د پلچک په سر باند دغه دیوال جوړیږي یعني دنده یې د خاورې د راښویدو څخه مخنیوی ده.

25/11/2019

8 Post

1. د هر ټن سیخ د استعمال لپاره په اوسط ډول د ‌binding wire اندزه 8kg ده
2. د سیمنټو د هرې بورې حجم 0.0347m3 دی چې 50kg سره برابر ده.
3. د سلب اصغري ضخامت باید 12.5cm وي.
4. په سلبونو کې د اصلي سیخانو قطر(Dia of Main bar) باید له 10mm څخه کوچنی نشي.
5. د ACI 318-14 کوډ لمخې په فشاري برخو کې(پایې،تهدابونه او نور) د سیخانو د Overlap اندازه 48D ده، خو نور کوډونه دغه اندازه 40D راښايي، دلته D د سیخ قطر دی
6. ACI 318-14 کوډ لمخې په کششي برخو کې(بیم،ګاډر،سلب او نور) د سیخانو د Overlap اندازه 60D ده چې نور کوډونه دغه اندازه 50D راښایي چې دلته هم D د سیخ قطر دی
7. کانکريټ باید د 1.5m څخه د لوړ موقعیت نه راونه غورځول شي، ځکه چې اجزاء یې یو له بله څخه جدا کیږي، او خپل کیفیت له لاسه ورکوي، البته ځینې ماخذونه د کانکريټو د غورځولو اندازه یو متر ښايي.
8. په مربعي پایو کې په اصغري ډول څلور دانې او په دایروي پایو کې په اصغري ډول باید 6 دانې سیخان ځای پرځای شي
9. د سیخ د هر متر وزن د D2/162 رابطې څخه په لاس راځي دلته D د سیخ قطر دی، چې په ملي متر ښودل کیږي
10. د سیمنټو حجمي وزن 1440kg/m 3دی، یعنې یو مترمکعب سیمنټ 1440kg وزن لري.
11. د سیخانو حجمي وزن 7850kg/m3 دی،
12. د سیخ لرونکو کانکريټو فشاري مقاومت باید له 20MPa او یا هم 3000Psi څخه کوچنی نشي.
13. د اوسپنیزکانکریټي پایو ابعاد باید په هیڅ صورت د 9 انچو څخه کوچنی نشي
14. په پایو کې د سیخانو د Overlap اندازه 48D ده،
15. د مصنوعي تیږو (Artificial Stone) لپاره مناسب مارک 1:3 دی چې یوه برخه سیمنټ او درې برخې شګه او میده دانه جغل
16. په یاد ولرئ چې د مرمرو د اوبو د جذب فیصدي صفر او د عادي چوني ډبرو د اوبو د جذب فیصدي تر ټول لوړه ده.
C

د کانکریټي درځونو(کرکونو) لاملونه:لاندې لاملونه په کانکریټو کې د درځونو لامل ګرځي۱ ـ په بیړنۍ توګه د کانکریټو د اوبو تبح...
23/11/2019

د کانکریټي درځونو(کرکونو) لاملونه:
لاندې لاملونه په کانکریټو کې د درځونو لامل ګرځي

۱ ـ په بیړنۍ توګه د کانکریټو د اوبو تبحیر د (Plastic Shrinkage Cricks) سبب کیږي.
۲ ـ تر اندازې د زیاتو اوبو ګډول کانکریټو ته چې د (Drying Shrinkage Cricks) سبب ګرځي
۳ ـ د کانکریټو د مخ بیړنۍ وچیدنه چې د Crazing کرک سبب ګرځي.
۴ ـ د یخنۍ او ګرمۍ له وجې چې د D Cracking سبب ګرځي
۵ ـ خپله د کانکریټو حرارت زیات وي چې د Thermal Cracks سبب ګرځي
۶ ـ د القلي لرونکي جغل عکس العملونه چې د (Alkali aggregate reaction) کرک سبب کیږي
۷ ـ د سیخ او نور فلزي عناصرو د زنګ له وجې چې د Corrosion کرک سبب ګرځي
۸ ـ د خاورې، قالب او یا بل هغه څه چې تر کانکریټو لاندې د قایدې په بڼه ترې ګټه اخیستل شوې وي مات، کواکه او یا ناسته وکړي چې د Loess of support کرک سبب ګرځي
او داسې نور............

بیس کورس یا اساس طبقه په سړک ، هوائی ډګر ، یا پارکیینګ کی د د طبعی یا مات شوی جغلی موادو د مخلوط  یوه طبقه ده. ... که چی...
18/11/2019

بیس کورس یا اساس طبقه په سړک ، هوائی ډګر ، یا پارکیینګ کی د د طبعی یا مات شوی جغلی موادو د مخلوط یوه طبقه ده. ... که چیرې سب بیس شتون ولري بیس کورس د هغه د پاسه او که نه په مستقیم ډول په کمپکشن شوی سب ګرید د پاسه اچول کیژی.
د دې طبقې مواد مخکې له دې نه چی د کار ساحې ته انتقال شی باید په لابراتوار کی د هغې د کیفیت فزیکی او کیمیاوی ټیستونه تر سره شی او میکس ډیزاین ورته جوړ, MDD او OMC یی پیدا شی.

د بیسکورس مواد باید په پلانت کی او یا د لوډر په پیمانه مېکس شی او د لابراتوار لخوا ور کړل شوی رطوبت او دانه بندی په نظر کې ونیول شی.

د بیس کورس د طبقې ضخامت باید تر ۱۵ سانتی متر زیات نشی( کمپک شوی ضخامت ).

بیس کورس باید د پیور او یا ګریډر په واسطه همواره شی او کمپکشن مېرجین ورته په نظر کې ونیول شی تر څو مشخص ضخامت په لاس راشی او کوشش وشی چی دانه بندی یی تغیر ونکړی.
کله چی د بیس کورس مواد هموار شول څومره چی عاجل وی باید د کمپکشن پروسه پرې شرع شی تر څو ورکړل شوی رطوبت له لاسه ورنکړی او اول د رولر پاسونه بدون له وایبریشن نه تر سره شی چی مواد بیځایه نشی او وایبریشن ته آماده شی.
که چیرته هوا ګرمه وی او سطحه وچیژی کولی شو چی د پایپ په واسطه د ضرورت وړ اوبه سطحې ته ور کړو او رولینګ ته ادامه ور کړو تر څو مشخص کمپکشن ته ورسیژی.
کله چی د رولر د ډرم خطونه ورک شول او د سطحې جغل یو له بل سره بند شول (لاک شول) نو د لابراتوار پرسونل به پرې ټیست اخلی که ټیست پاس شو بله طبقه به شروع شی او که ټیست فېل شو نو بیا به سطحې ته اوبه ور کول کيژی او رولینګ بیا تر سره کیژی تر څو مو FDT ټیست پاس شوی نوی.

Address

Laghman Shariqi Shahreno
Laghman
0093

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Scope Construction Company_ASCC posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan Scope Construction Company_ASCC:

Share