Khan.M Paiq. خان محمد فایق

Khan.M Paiq. خان محمد فایق paktia

ماشاءالله!د زده کړې لپاره هېڅ وخت ناوخته ندی؛دا بابا په ۸۷ کلنۍ کې د قرآنکزیم حافظ شو!په ویاړ یې شیئر کړئ.
20/09/2020

ماشاءالله!
د زده کړې لپاره هېڅ وخت ناوخته ندی؛
دا بابا په ۸۷ کلنۍ کې د قرآنکزیم حافظ شو!

په ویاړ یې شیئر کړئ.

14/05/2019

.

داسې دعا چې په ټول عمر کې یې یوځل ووايې کافي ده.

د رسول الله (صلى الله عليه و سلم ) د يو حدیث مفهوم دی چې :
چاچې دا دعا ولوستله الله (ج) به ورته د 360 حجونو
360 ختمونو
360 غلامانو آزادولو،
360 دينارونو دصدقه کولوً،
او د 360 غمجنو ویرجنواو اړو کسانو د حاجتونو پوره کولو برابر اجر او ثواب ورکړي.
کله چې رسول الله (ص) دا حدیث بیانولو (جبرائيل)علية السلام راغلو او ویې ویل
چې: يا رسول الله (ص) کوم بنده د الله (ج) د بندګانوڅخه او یا یوڅوک د ستاسو د امت څخه دا دعا ولولي اګر که یو وارهم وي په ټول ژوند کې نو زما د په خپل عزت او جلال قسم وي چې زه به د اوو ۷ شیانوضمانت دالله په امر کوم.

1- فقري به یې له منځه ځي د الله په امر.

2- منكر و نكيرپه پوښتنو کې به کامیاب وي.

3- په پل الصراط باندی به په آسانئ تیریږي.

4- د یوه ناڅاپي (نا بابره) مرګ څخه به وژغورل شي.

5- اور د دوزخ به پرې حرام شي.

6- د قبر له تنګۍ څخه به په امن شي.

7- د ظالم او غاصب حکمران له شره به په امن وي.

بِسمِ اللهِ الرَّحمنِ الرَّحیم
لا اِلهَ اِلاَّ اللهُ الجَلیلُ الجَبار،
لااِلهَ اِلاَّاللهُ الواحِدُ القَهّارُ ،
لا اِلهَ الاَّاللهُ العَزیزُ الغَفّار
لااِلهَ اِلاَّ اللهُ الکَریمُ السَتّار،
لا اِلهَ اِلاَّ اللهُ الکَبیرُ المُتَعال
لا اِلهَ الاَّ اللهُ وَحدَهُ لاشَریکَ لَه اِلهاً واحِداً رَبّاً و شاهِداً اَحَداً صَمَداً وَ نَحنُ لَهُ مُسلِمونَ
وَ لااِلهَ اِلاَّ اللهً وَحدَهُ لاشَریکَ لَهُ اِلهَاً واحِداً رَبّاً وَ شاهِداً اَحَداً صَمَداً وَنَحنُ لَهُ عابِدُونَ
لااِلهَ اِلاَّ اللهً وَحدَهُ لاشَریکَ لَهُ اِلهَاً واحِداً رَبّاً وَ شاهِداً اَحَداً صَمَداً وَنَحنُ لَهُ قانِتونَ
لااِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحدَهُ لاشَریکَ لَهُ اِلهَاً واحِداً رَبّاً وَ شاهِداً اَحَداً صَمَداً وَنَحنُ لَهُ صابِرونَ
لااِلهَ اِلاَّاللهُ مُحَمَّدٌ رَسولُ الله اللّهُمَّ اِلَیکَ وَجّهتُ وَجهی وَ اِلَیکَ فَوَّضتُ اَمری وَ عَلَیکَ تَوَکَّلتُ یا اَرحَمَ الرّاحِمین.

14/05/2019

ميرزاکوال د عدالت او حق غوښتنې پلوي
د ميرزکې اولس او په تيره ځوانان يې تل د ريښتونولۍ او حق غوښتنې په لاره کې کله هم خپلې هڅې نه سپموي نو له دې امله نن ورځ(1398-2-24) د ميرزکې مخور سپين ږيري او ښاغلي مشران د ځوانانو په ګډون په دې موخه راغونډ شوي و چې د ژورناليستې، ليکوالې او شاعرې مينه منګل وژنې،د هغه بې ځايه راپورونو په اړه چې ګواکې مينه منګل د ميرزکې پخواني ولسوال سيد محمد وراره وژلې؛ رسنيو ته سپارښتنه او خبردارى ورکړي تر څو له دې ډول راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.
په دې ناسته کې ټولو په يوه خوله له حکومته غوښتنه وکړه چې د يادې پيښې اړوند خپلې چارې د قانوني چلند له مخې تر سره کړي ځکه چې ميرزکوالو کله هم د اختطافګرو،غلو او د هيواد هر ډول خاين او ظالم پلوي نه ده کړې او نه به يې وکړي.
د مينې منګل پر مړينه د ميرزکې اولس او په ځانګړې ډول ځوانان خورا غمجن او دردمن دي،نوموړې ته له لوى ذات ج څخه د جنت الفردوس غوښتونکي او کورنۍ ته يې د زړه له تله د تسليت مراتب وړاندې کوي.

په درنښت
د ميرزکې ځوانانو يووالي ټولنه

12/05/2019

د مور د ورځې په بهانه:
اګر که د مور له خوږې غیږې لږ لرې یم، خو باور مو وشه هر وخت مې سترګو ته ولاړه وي.
الله دې زمونږ له سره نلري کوي. په دنیا به ‌ډیر خلک د مور غوندې نعمت څخه برخه مند وي او ‌ډیر به د خپلې مور مینه په کور او مالت کې پر هغه چا ماتوي، چې ورته مور غوندې مینه ورکوي.
ماته مې مور د پلار مینه هم راکړې، ماته مې مور د ژوند ډیر څه راښودلي دي، ماته مې مور د مکتب او قلم ترڅنګ له خلکو سره ښه رویه،اخلاق او په خپل ژوند کې همت کول او له سختیو سره ‌ډغره وهل راښودلي دي.
مورې الله دې راته همیش ژوندۍ لره، الله دې خوشحاله لره.
ما سره نور څه نشته خو د کاروان صیب یو غزل در ته ډالۍ کوم.
مورې
مورې مورې تږی يم په لپه کې اوبه راکړه
زړه دې رانه وړی دی بې زړه يمه لږ زړه راکړه

بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس کېږده
خوله زما ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه

ما د ژوند په لوبه کې ګرېوان تر لمن وشلاوه
تار په ستن کې واچوه تڼۍ د ګرېوانه راکړه

غره ته يم راغلی چې د غم په لوی زړه وژاړم
ډنډ مې د زړه ډب دی د رڼو اوښکو وياله راکړه

سرته مې زنګون کېږده ويښتو کې مې وهه ګوتې
خوب نه راځي، خوب راوله، خوب کې الوته راکړه

یو ځل بیا وایم مورې ورځ دې مبارک شه

11/05/2019

سلامونه خوږو دوستانو او ملګرو زما پاڼه درسره لایک کړي

Address

Sharan

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khan.M Paiq. خان محمد فایق posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share