Engineering learning

Engineering learning Civil Engineering building tomorrow’s world

15/12/2025
24/11/2025
Slump con Test
03/11/2025

Slump con Test

02/11/2025

په کانکریټو کې جاینټونه(Joints)

1. Control Joint
دا ډول جاینټونه په لویه همواره، اوږده کانکريټي سطحه کې ورکول کیږي، دا ډول جاینټونه د درزونو(Cracks) د منظم واقع کیدلو لپاره کانکریټ ته ورکول کیږي، چې په همدې جاینټ کې د کانکريټ مقاومت کمیږي، او درز همدلته په منظم ډول منځ ته راځي، دا جاینټونه د کانکریټي سطحې په هغه فاصله کې چې ډیزاین کې ورته تعین شوي وي، کانکریټي سطحې ته ورکول کیږي، تر څو هغه کریکونه چې د کانکريټو د انبساطي قواوو په وجه منځ ته راځي په همدې ځای کې په منظم ډول واقع شي، دا په ډیزاین کې معلومیږي چې نومړی جاینټ په څومره فاصله کې باید ورکول شي، او نوموړی جاینټ نسبت د کانکریټي سلب ډبلوالي ته تعین کړي، په پیاده روونو او یا دې ورته ځایونو کې عموماً د 1.5m نه تر 1.8m په اوږدوالي کې یو جاینټ ورکول کیږي، په سرک، د کور حویلۍ او هغه سلب چې په ځمکه پروت وي د 4.5m—6m اوږدوالي بعد یو جاینټ ورکول کیږي، خو په سیخ لرونکي کانکريټو کې د جاینټونو تر منځ فاصله په نظر کې نه نیول کیږي
2. Isolation Joints:
دارنګه جاینټونه کانکریټي سلب د نورو ساختمانونو څخه جدا کوي، لکه دیوال، پایې،Footing او داسې نورو څخه
دا ډول جاینټونه سلب ته د حرکت اجازه ورکوي تر څو د حرکت په وخت کې په سلب کې کریکونه واقع نشي.
3. Construction Joints(Cold Joints):
دا ډول جاینټ ددې لپاره ورکول کیږي، چې کله د کانکريټ اچولو پر وخت د یو سلب کانکريټ د مشکلاتو په وجه مکمل نشي او وقفه پکې راشي، نو ددې مشکل د حل لپاره دا ډول جاینټونه په نظر کې نیول کیږي(چې یو څه اندازه کانکريټ اچول شوي وي، او یوه برخه یې پاتې وي)، راتلونکي وخت همدا اچول شوي کانکريټ پاکوي، بیا یې د سیمنټو شیرې پواسطه لمدوي او نوي کانکريټ اچولو ته ادامه ورکوي،
4. Expansion Joints:
دا ډول جاینټونه کانکريټي عضوې ته اجازه ورکوي، تر څو د حجم د زیاتوالي(انقباض) په وخت حرکت وکړي، او هم د دزلزلې او یا د ځمکې د نشست په وخت ودانۍ له زیات تخریبه وژغورل شي،دا ډول جاینټونه په هغه ساختمانونو کې چې طول یې زیات وي هم ورکول کیږي، لکه پُل، ودانۍ، پیاده روونه او لارې،د یو تعمیر په هغه سلب کې چې په ځمکه پروت وي نو د دیوال او یا فوټنګ سره د تماس په نقطه کې نوموړي جاینټونه ددې لپاره ورکول کیږي، چې سلب د دیوال او یا فوټنګ سره جدایي پیداکړي او سلب په آسانۍ سره حرکت وکولی شي، ددې ډول جاینټونو پراخوالی باید د ¼ د سلب د ډبلوالي څخه کم نه وي، او هغه وخت چې په یوه ساختمان کې ورته اړتیا شي او یا د زاړه ساختمان سره د نوي ساختمان نښلول کیږي نو نوموړي جاینټونه ورکول کیږي.
نوټ: جاینټونه باید د کانکریټي سطحې په څنډه باندې عموداً واقع شي، د جاینټونو خالیګاوې باید لوڅې پاتې نشي او د نرم ربړي سریښناک موادو څخه ډک شي تر څو په دې خالي ځای کې د کوم کلک شي او یا دابو د داخلیدو مخنیوی کوي

CONCRETE SLUMP CONE TEST – STEP BY STEP Purpose: Measure the workability or consistency of fresh concrete.Equipment: Slu...
26/10/2025

CONCRETE SLUMP CONE TEST – STEP BY STEP

Purpose: Measure the workability or consistency of fresh concrete.

Equipment: Slump cone, base plate, tamping rod, measuring scale, scoop,tray, water.

Test Procedure:

1. Clean & wet the cone and base plate; place on a smooth, level surface.

2. Fill the cone in 3 equal layers, each about one-third height.

3. Tamp each layer 25 times with the tamping rod; distribute strokes evenly.

4. Level off the top surface with the rod.

5. Lift cone vertically in 5–10 seconds without twisting.

6. Measure the vertical slump difference using scale (to nearest 5 mm).

7. Classify slump: True, Shear, or Collapse slump.

8. Record results: time, temperature, mix ID, slump value, and type.

Precautions: Maintain uniform tamping; complete test within 2–3 minutes of
mixing.

Quick Tips: Repeat 3 tests for accuracy; if slump >100 mm or collapse,adjust mix.




















د کانکریټي مکعبونو فشاري مقاومت . COMPRESSIVE STRENGTH OF CONCRETE CUBESلیکوال :انجینر فرید عاطفد کانکریټو فشاري مقاومت:...
24/10/2025

د کانکریټي مکعبونو فشاري مقاومت . COMPRESSIVE STRENGTH OF CONCRETE CUBES
لیکوال :انجینر فرید عاطف

د کانکریټو فشاري مقاومت:
په کانکریټو باندې د نورو ترسره کیدونکو ازمایښتونو په پرتله دا ازمایښت ډیر مهم دی کوم چې د کانکریټو د ټولو خواصو په اړه مهمه نظریه ورکوي.ددې ازمایښت په ترسره کولو سره پریکړه کیدای شي چې ایا کانکریټ اچول په سم ډول ترسره شوي او که نه .فشاري مقاومت په څو فکتورونو پورې اړه لري لکه داوبو –سیمنټو نسبت ،سیمنټو مقاومت ،د کانکریټو د موادو کیفیت ،د جوړولو پرمهال کیفیت کنترول او نور.د کانکریټو د فشاري مقاومت لپاره ازمایښت په مکعب ترسره کیږي او یا هم په سلنډر.په بیلابیلو سټنډرونو کې ددې ازمایښت ترسره کول په مکعبې او سلنډرې نمونو سپارښتنه شوې.د امریکا ASTM په سلنډرې نمونو د فشاري مقاومت لپآره سټنډرډ ازمایښت میتود وړاندې کړی.د مکعبې نمونو لپاره 15 cm X 15 cm X 15 cm او یا هم 10cm X 10 cm x 10 cm معکبې نمونې د ازمایښت لپاره کاریږي چې اندازې یې د کارول شوو ډکوونکو موادو په سایز پورې اړه لري.خو په ډیری حالاتو کې 15 cm x 15cm x 15 cm نمونه کاریږي.په قالب کې کانکریټ اچول کیږي او په کراره سره ټپک کاري کیږي څو خالیګاوې په کې پاتې نه شي.وروسته له 24 ساعتونو دا قالبونه رالرې کیږي او نمونې په اوبو کې د ساتلو لپاره اچول کیږي .د ددې نمونو بره سطحه باید منظمه او پاکه وي .ددې لپاره د سیمنټو خمیره پرې په کراره سره پاشل کیږي .دا نمونې له 7 او یا 28 ورځو اوبو ورکولو وروسته په ماشین کې ازمایښت کیږي.د ازمایښت پروخت پرې بار په تدریجي شکل 140 kg/cm2 په دقیقه کې واردیږي څو چې نمونه ماته شي .په ماتیدو کې بار د نمونې په مساحت ویشل کیږي او داسې د کانکریټو فشاري مقاومت ترلاسه کیږي.د کانکریټو فشاري مقاومت له 2500 psi یا 17 MPa څخه 4000 psi یا 28 MPa پورې وي او لوړمقاومت لرونکي کانکریټ کیدای شي ان تر 10000psi چې 70 MPa کیږي مقاومت ولري.


د کانکریټي مکعبې نمونو د فشاري مقاومت ازمایښت پروسیجر .
وسایل . APPARATUS

د فشاري مقاومت ازمایښت ماشین .
د مکعبې نمونو چمتو کول .
د مکعبي نمونو لپاره نمونې تناسب او مواد په همغه ډول چمتو کیږي څنګه چې په ساحه کې د کانکریټو لپارخ چمتو کیږي.
نمونه . Specimen
شپږ نمونې چمتو کیږي چې سایز 15cm وي او له M15 پورته مارک ولري.
مخلوطول . MIXING
کانکریټ کیدای شي په لاس او یا هم په ماشین سره مخلوط شي.
په لاس مخلوطول.
1) شږه او سیمنټ په اوبه نه جذبونکي سطحه مخلوط شي څو ښه ولړل شي او یوشان رنګ خپل کړي.
2) اوس جغل ورزیات شي او د شږې او سیمنټو سره مخلوط شي داسې چې په ټولو برخو کې جغل یوشان خپور شي.
3) اوس اوبه ورزیاته کړای شي څو چې کانکریټ په غوښتل شوي غلظت سره متجانس ښکاره شي .
نمونه اخستل . SAMPLING
1) قالب پاک شي او غوړ شي.
2) په قالب کې کانکریټ د 5cm پیړوالي سره په طبقو کې واچول شي او قالب ډک شي.
3) هره طبقه د یو راډ په واسطه تخته شي چې د راډ قطر 16mm او اوږودوالی یې 60cm وي او هره طبقه پرې 35 ټپک کارې شي.
4) د قالب بره سطحه په کراره سره همواره شي.
اوبه ورکول . CURING
د ازمایښت نمونه د 24 ساعتونو لپاره په لوند محیط کې ساتل کیږي او بیا له 24 وروسته له قالب څخه رالرې کیږي نښه کیږي او په پاکو اوبو کې ډوبیږي .
احتیاط . PRECAUTIONS
دکانکریټو لپاره کاریدونکې اوبه باید هر 7 ورځې پس چک شي او داوبو تودوخه باید 27+-2oC. په خواشا کې وي.
پروسیجر.
1) له اوبو څخه نمونه د ټاکلي وخت تیریدو وروسته راویستل شي او اضافي اوبه یې له سطحې لرې شي .
2) د نمونې اندازې تر 0.2cm پورې واخستل شي.
3) د ازمایښت ماشین زغمونکې سطحه پاکه کړای شي.
4) نمونه په ماشین کې داسې کیښودل شي چې د مکعب په هغه بل طرف بار وارد شي.
5) نمونه د ماشین په مرکز کې راوستل شي.
6) دماشین خوځیدونکې برخه داسې تاو شي چې د نمونې د بره سطحې سره په تماس کې راشي.
7) پرته له ټکان ورکولو بار په کراره په نمونه وارد شي داسې چې 140kg/cm2/minute وي ترهغې چې نمونه ماته شي.
8) ترټولو اعظمي بار یادداشت شي او د نمونې په ماتیدو کې که کوم غیرمعمول څه ولیدل شي هغه هم ولیکل شي.
نوټ:
په هر غوره شوي پړاو کې لږترلږه درې نمونې باید ازمایښت شي.که د هرې نمونې ازمایښت پایله د اوسط له مقاومت سره له 15% زیات توپیر ولري دداسې نمونې د ازمایښت پایله باید رد شي.ددرې نمونو اوسط د کانکریټو د ماتیدو مقاومت ورکوي .
محاسبې:
1) د مکعب سایز: 15cm x15cm x15cm
2) د نمونې مساحت (د نمونې له سایز محاسبه کیږي) = 225cm2
3) د 7 ورځو فشاري کرکرستیک مقاومت =
4) اټکل شوې ترټولو زیات بار . fck x area x f.s
5) هغه حدود چې باید غوره شي.
6) همداسې ورته محاسبه د 28 ورځو فشاري مقاومت لپآره ترسره شي.
7) ترټولو زیات وارد شوی بار په ټن یا نیوټڼ سره .
8) فشاري مقاومت = بار په نیوټن سره تقسیم پر مساحت پر ملي متر سره (Load in N/ Area in mm2)=……………N/mm2

راپور:
1) د مارک مشخص کول:
2) د ازمایښت نیټه .
3) د نمونې عمر.
4) د اوبو ورکولو شرایط
5) د نمونې د تولید نیټه .
6) د ماتو شوو مخونو ښکاره کیدو ډول او د ماتیدو ډول .

پایله:
1. د کانکریټي مکعب اوسط فشاري مقاومت په 7 ورځو کې په N/ mm2
2. د کانکریټي مکعب اوسط فشاري مقاومت په 28 ورځو کې په N/ mm2
په بیلابیلو عمرونو کې د کانکریټو فشاري مقاومت. Compressive strength of concrete at various ages:
د کانکریټو د عمر په زیاتیدو سره د هغې فشاري مقاومت زیاتیږي چې په لاندې ډول دی .
1. په 1 ورځ کې 16% مقاومت
2. په 3 ورځو کې 40% مقاومت
3. په 7 ورځو کې 65% مقاومت
4. په 14 ورځو کې 90% مقاومت
5. په 28 ورځو کې 99% مقاومت
په 7 او 28 ورځو کې د بیلابیل مارک کانکریټو فشاري مقاومت.
a) د M15 مارک کانکریټو ترټولو کم فشاري مقاومت په 7 ورځو 10 N/mm2 او په 28 ورځو کې مشخص شوی کرکرستیک فشاري مقاومت 15 N/mm2
b) د M20 مارک کانکریټو ترټولو کم فشاري مقاومت په 7 ورځو 13.5 N/mm2 او په 28 ورځو کې مشخص شوی کرکرستیک فشاري مقاومت 20 N/mm2
c) د M25 مارک کانکریټو ترټولو کم فشاري مقاومت په 7 ورځو 17 N/mm2 او په 28 ورځو کې مشخص شوی کرکرستیک فشاري مقاومت 25 N/mm2
d) د M30 مارک کانکریټو ترټولو کم فشاري مقاومت په 7 ورځو 20 N/mm2 او په 28 ورځو کې مشخص شوی کرکرستیک فشاري مقاومت 30 N/mm2
e) د M35 مارک کانکریټو ترټولو کم فشاري مقاومت په 7 ورځو 23.5 N/mm2 او په 28 ورځو کې مشخص شوی کرکرستیک فشاري مقاومت 35 N/mm2
f) د M40 مارک کانکریټو ترټولو کم فشاري مقاومت په 7 ورځو 27 N/mm2 او په 28 ورځو کې مشخص شوی کرکرستیک فشاري مقاومت 40 N/mm2
g) د M45 مارک کانکریټو ترټولو کم فشاري مقاومت په 7 ورځو 30 N/mm2 او په 28 ورځو کې مشخص شوی کرکرستیک فشاري مقاومت 45 N/mm2



#سمنت

#ساختمان
#ودانی

منک څه شی ده ؟منک هغه سر خلاصي بکس ماننده لوښی یا پیمانې ته ویل کیږي چې حجم یې 0.035 متر مکعب دی او د کانکریت اچونې پر م...
24/10/2025

منک څه شی ده ؟

منک هغه سر خلاصي بکس ماننده لوښی یا پیمانې ته ویل کیږي چې حجم یې 0.035 متر مکعب دی او د کانکریت اچونې پر مهال د کانکریټو د وچو مواد په ټاکلو نسبتونو د مخلوط یا ګډولو د پاره استعمالیږي .

د څه د پاره استعمالیږي ؟

د کانکریټو د وچو اړینو موادو (ریګ او جغل) په ټاکلو نسبتونو سره چې دغه نسبتونه د مارک له مخې ټاکل کیږی د مخلوط یا ګډولو د پاره ترې ګټه اخیستل کیږي .

د منک د بکس یا پیمانې حجم یا اندازې باید څومره وي ؟

د منک د بکس حجم باید 0.035 متر مکعب یا په بل عبارت سره باید د بکس دری اړخیزه اندازې یې 40 په 35 او په 25 سانتي متره کې وي یعنې که دغه انداې یو پر بل کې ضرب شي 0.035 متر مکعب لاسته راکوي چې د یوې کڅوړې سمنټو حجم هم همدومره دی .

د منک حجم ولې 0.035 متر مکعب ټاکل شوی ؟ آیا کم او یا زیات کیدای شي ؟

څرنګه چې د یوې 50 کیلوګرامه کڅوړې سمنټو حجم د 0.035 متر مکعب سره برابر ده نو په همدې آساس د منک حجم هم د یوې کڅوړې سمڼتو حجم سره برابر ټاکل شوي دی او همدارنګه پدې خاطر سره د منک حجم کم او یا زیات نه ټاکل کیږي چې که کم وټاکل شي د سمنټو د یوې کڅوړې حجم سره توپیر پیداکوي او غټه اندازه یعنې د دوه کڅوړو سمنټو د حجم په اندازې سره پدې خاطر نه ټاکل کیږي چې بیا یې ګارګرانو ته انتقال او وړل ستونزمن کیږی ځکه د ډک منک وزن زیاتیږي.

د منک د کارونې ګټه څه ده ؟

ګټه یې داده چې په معین او ټاکلو نسبتونو سره وچ مواد په سم شکل سره د منک پواسطه سره ګډیږي مګر تر ټولو غټه او مهمه ګټه یې داده چې د سمنټو د اندازه کولو څخه مخنیوي کوي یعنې ددې اړتیا نشته چې اول د سمنټو کڅوړه څیرې کړل شي او بیا اندازه اوبیا د ریګ او جغل سره ګډ شي بلکي په نیغ او مستقیم ډول سره د سمنټو کڅوړه اخیستل کیږي او ریګ او جغل په سرک باندې څیرې او وسره کډیږي ځکه د منک حجم او یوې کڅوړې سمنټو حجم یو شان دی نو پدې خاطر سمنټ نه پیمانه کیږی چې پدې کار سره یو په کار کې آساني او چټکتیا راځي او له بلې خوا سمنټو د ضایع کیدو څخه مخنیوي کیږي

#انجنير
#ساختمان
#سمنت
#ودانی
#سيول

Types of Soil
23/10/2025

Types of Soil

What is 1.54 in concrete calculation?
23/10/2025

What is 1.54 in concrete calculation?

Adresse

German
Berlin

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Engineering learning erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Teilen