10/11/2022
{ بیا هغه ماښام دی }
د بخت منیر د جرمنۍ ټکا راځينه
بخت منیر څوک ؤ؟
بخت منیر 👈ویل کیږي چې بخت منیر په اصل کې د افغانستان د کونړ ولایت د اسمار د سیمې اوسیدونکی او د پلار نوم یې غلام خان ؤ او د بهرام خیلو پښتنو نه ؤ ، وروسته دی له اسماره د باجوړ د پشت سیمې ته راغی ، د هغه ځای خان چې نوم یې عبدالسبحان ؤ او په سبحان سره یادېده ، د بخت منیر ډیر درناوی او عزت وکړو او په ؛؛ ٹیا ؛؛ کلي کې يې ورته د استوګنی ځای ورکړو.
بخت منیر د خد و حال نہ ډېر ښایستہ او تورزن ؤ ، د بخت منیر غاړې ته به هر وخت جرمنۍ تمانچہ پرتہ وه هغہ به دا دعویٰ هم کولہ چې دا مې د فرنګي نہ په جنګ کې اخستی ده ، په دغہ کلي کې د بخت منیر د غیرت ، حُسن او اوښیارتوب چرچی خورې شوې ، وېیلی شي چې بخت منیر څلور یاران لرل چې هر وخت به یو ځای سواره او پیاده ګرځېدل ، یوه جینۍ چې قریشۍ نومیده هغہ به هم د دوی په ملګرتیا کې لیدل کېدلہ او دوی ته به يې د خوا و شا خبرونہ راؤړل.
څه موده وروسته بیا د دې کلي خلکو بخت منیر ته لمسہ وکړه چې ستا اصلي ځای دا نه دی ، ستا اصلي ځای پشت دی ، تہ اوښیار او بہادر يې ، ته ورشه او د هغه ځای د خان عبدالسبحان خان سره وجنګېږه او موږ به ستا ملاتړ کوو ، بخت منیر د خان د مخالفینو په جال کې ګیر شو هغہ سره د ملګرو د پشت په قلعہ د برید کولو منصوبہ جوړه کړه ، دوی چې کله هلته لاړل نو د عبدالسبحان خان په کلا یې برید وکړو چې د پشت خان ووژني ، بخت منیر د کلا برج ته اوخوت او په تمانچہ يې ډزی کولی خو د څہ جهګړی نہ وروستو د ده سره کارتوس خلاص شول چې بیا د پشت خان نوکرانو ګیر کړو او ونېوه ، چې بیا يې مړ کړو ، چې قبر یې هم په پشت کلي باجوړ کې دی ، دا پېښه د 1938م کال ده . د پشت د خان هغه تاريخي کلا اوس هم پۀ پشت کلي کې شته.
دا دي هغه ټپې چې د بخت منیر په اړه ویلې شوي دي:
بیا ماښام به راشي
بولہ؛ په تمانچو برجونه چا اخیستي دینه
بیا ماښام به راشي
د بخت منیر د جرمنۍ ټکا راځينه
وخت مازیګر دی
بخت منیر نشته دی چې وسپړي ګلونه
مور یې تودې وریژې سړې کړې
د بخت منیر د غم استازي ګرځېدنه
د بخت منیر دا ښایسته څڼې
د ګل بېلې مارغان ترې ځالې جوړوینه
بخت منیر بیا له زینه کوز شو
د ګل بیلې په چینه اس اوبه کوینه
چې بخت منیر یې ورته راوړ
مور یې ړنده شوه په بازو خوله لګوینه
څلور کوټې څلور دالانه
دبخت منیر ویر یې په سرو غرمو کاوه نه
د قرېشۍ نه ډمه نشته
د پشته وال سره د چرسو چيلم څکينه
د قرېشې صلاح که نه واې
د بخت منير مرگی به ولې جوړېدنه _ مننه
( پۀ مننه د شاهکار پسرلي )