Engineering Pashto

Engineering Pashto Sharing general informarion about Engineering by Pashto Language.

د کليوالي کورونو د جوړولو لپاره ساده انجنيري لارښوونې:ليکنه: انجنير وطن ملزموږ په کليوالو او غرنيو سيمو کې خلک کورونه د ...
01/09/2025

د کليوالي کورونو د جوړولو لپاره ساده انجنيري لارښوونې:
ليکنه: انجنير وطن مل
زموږ په کليوالو او غرنيو سيمو کې خلک کورونه د تيږو، خټو او لرګيو څخه جوړوي دا مواد که څه هم ډېر ساده دي خو که په سمه طريقه وکارول شي کورونه د زلزلې او نورو طبيعي پېښو پر وړاندې ډېر کلک او خوندي پاتې کېدای شي:
۱- د کور د ځای انتخاب:
کوشش وکړئ چې کور د داسې غره په لمن کې جوړ نه کړئ چې د تيږو د ښوېدو يا د غر د ښويېدو خطر وي. که ستاسې کلی د غره لاندې وي او د تيږو د راښوييدو وېره وي، د کلي ځوانان دې هغه تيږې د پګړې(اشر) په ډول لرې کړي تر څو خطر ختم شي.
۲- د کور بنسټ (تهداب):
تهداب لږ تر لږه ۱.۲ متره ژور وکیندئ ځان ډاډه کړئ چې د کور لاندې خاوره کلکه او يو شان (level) وي.
۳- د تيږو کارونه:
تيږې بايد قطار په قطار او منظمې کښېښودل شي
وچې تيږې مه ږدئ، د دوی ترمنځ ښه خټه وکارول شي
ډېره شګلنه خټه مه کاروئ ځکه ديوال کمزوری کوي د تيږو ترمنځ درزونو ته ډېر پام وکړئ
ډېرې غټې تيږې چې د ديوال له سور څخه لوړې وي مه کاروئ
۴- ښه مواد کارول
که خټه، تيږه او لرګي کاروئ نو د ښه کيفيت لرونکي مواد وکاروئ خراب مواد ودانۍ کمزورې کوي
۵- ښه خټه کومه ده؟
ښه خټه هغه ده چې نه ډېره شګه ولري او نه ډېره نرمه وي د خټې ښه تناسب دا دی:
نرمه خاوره: ۲۰–۳۰٪ کلې (Clay)
شکه: ۴۰–۵۰٪ (Sand)
سېلټ خاوره ۲۰–۳۰٪ (Silt)
که خټه لږ خړبڼه يا نسواري وي ډېره ښه نتيجه ورکوي د خټې کلکولو لپاره دا ډيره مهمه ده چې طبيعي فايبر ورسره ګډ شي يعنې د واښو، بووسو يا نورو طبيعي شيانو ګډول ډېر ګټور دي
۶- افقي کمربندونه
په ديوالونو کې هر يو متر وروسته د لرګيو يا بانس افقي پټې ورکړئ دا کار ديوالونه سره تړي او د زلزلې پر وخت يې نه پرېږدي چې راولویږي
۷- د ديوالونو کونجونو تړل
د ديوالونو کونجونه بايد کلک سره وتړل شي. د تيږو درزونو ته پام وکړئ او ديوالونه د لرګيو يا اوسپنې ميلو په مرسته يو له بله وتړئ
۸- کړکۍ او دروازې
ډېرې کړکۍ او دروازې په يوه ديوال کې مه جوړوئ د کړکيو او دروازو ترمنځ بايد لږ تر لږه يو متر واټن وي
۹- د ديوال ضخامت او جګوالی
د ديوال لوړوالی بايد د ديوال د ضخامت (سور) له ۸–۱۰ چنده زيات نه وي که ديوال ډېر لوړ او نری وي، ژر پرېوځي
۱۰- د لرګيو کارونه
ښه وچ شوي لرګي وکاروئ، لانده لرګي مه کاروئ، د ميخ وهلو پر وخت ښه لرګي کلک غږ کوي او دا د لرګي د کيفيت نښه ده
لرګي مخکې له کارولو د حشره ضد دوا يا تېلو سره غوړ کړئ
۱۱- د چت سپکوالی:
چت بايد سپک وي، دروند چت د زلزلې پر وخت ډېر خطرناک دی.
زموږ په کليو کې خلک هر کال د ژمي مخکې چت ته اخېړ ورکوي خو پخوانی اخېړ نه لرې کوي په دې سره هر کال د چت وزن زياتېږي. ښه داده چې پخوانی اخیړ لرې کړئ او نوی پرې واچوئ تر څو چت دروند نشي
✅ سپک چت دوه ګټې لري:
اول: که د ودانۍ چت سپک وي د زلزلې پر وړاندې ډېر مقاومت کوي.
دوهم: که خدای مکړه سپک چت پرېوځي نو ډيره مرګ ژوبله نشې رامنځ ته کولای او بله مهمه خبره داده چې د ژغورنې ټيمونه خلک ژر را ايستلی شي ځکه په دوی باندې زياته خاوره نه وي پراته.

14/08/2025

Address

Doha

Telephone

+93773605299

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Engineering Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share