09/23/2026
نن لخیره!
د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته له ښار نه د باراني اوبو او فاضله موادو د منظمه وتلو په موخه د لومړۍ ناحیې اړوند د شهید محمد نعیم مارکیټ نه تر ملنګ جان واټه پورې د نوې سیخدارې ویالې د جوړولو چارې پیلیږي.
ــــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر