08/27/2026
🎓 د مبارکۍ پیغام
د AYOBI Group of Companies مشرتابه او ټول کاري ټیم په ډېرې خوښۍ سره د دې ګروپ قدرمن مشاور، انجنیر حیات خان حبیبي ته د کابل پوليتخنیک پوهنتون د ښاري پلان جوړونې او پراختیا په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام د بریالي بشپړولو او د تیزیس د بریالۍ دفاع له امله د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
دا ستره علمي بریا د نوموړي د دوامدار زیار، ژمنتیا، مسلکي وړتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو روښانه پایله ده. موږ ویاړو چې د داسې یوه علمي، مسلکي او ژمن شخصیت له پوهې او تجربې څخه د خپل مشاور په توګه برخمن یو.
محترم انجنیر حیات خان حبیبي ته د ژوند او مسلک په ټولو راتلونکو پړاوونو کې د لا زیاتو بریاوو، پرمختګونو او هېواد ته د اغېزمن خدمت هیله کوو.
ستاسو بریا، زموږ ویاړ دی!
په درنښت
AYOBI Group of Companies
#مبارکي #ماسټري