Pacha Paints & Printing Industry

Call Directions Website Contact the business

Pacha Paints & Printing Industry Pacha Paints Afghanistan’s number one paints company

د رنګونو نړۍدیارلسمه موضوه:🎨 د رنګ له اخیستلو مخکې پر لوښي کوم معلومات ولولو؟د رنګ لوښی یوازې د رنګ نوم او بڼه نه ښيي؛ پ...
02/11/2026

د رنګونو نړۍ
دیارلسمه موضوه:
🎨 د رنګ له اخیستلو مخکې پر لوښي کوم معلومات ولولو؟
د رنګ لوښی یوازې د رنګ نوم او بڼه نه ښيي؛ پر هغه لیکل شوي معلومات مرسته کوي چې د خپل کار لپاره مناسب رنګ انتخاب کړئ.
✅ د استعمال ځای: وګورئ چې رنګ د دېوال، لرګي، فلز یا بلې سطحې لپاره جوړ شوی دی.
✅ د پوښښ اندازه: وګورئ چې ټاکلې اندازه رنګ نږدې څو متره مربع سطحه پوښلای شي.
✅ د وچېدو وخت: د رنګ د وچېدو او د بل پوړ د لګولو لپاره ټاکل شوی وخت ولولئ.
✅ د ساتنې لارښوونې: د رنګ د ساتلو، استعمال او خوندیتوب لارښوونې مراعت کړئ.
💡 مسلکي مشوره: که د رنګ د استعمال یا کیفیت په اړه ډاډه نه یاست، له پلورونکي څخه پوښتنه وکړئ او د محصول معلومات ولولئ.
💬 تاسو د رنګ اخیستلو پر مهال د لوښي پر معلوماتو هم پام کوئ، که یوازې رنګ او بیه ګورئ؟
📌 راتلونکې موضوع: د نوي رنګ تر لګولو مخکې د پخواني رنګ په اړه څه باید وکړو؟
پاچا رنګ — کیفیت، ښکلا، دوام.
#پاچا


#رنګونه
#رنګ

دا یې هم بل د خوښۍ خبرټولو هېوادوالو او مینه والو ته دې ډېر ډېر مبارک شي. زمریان دې سرلوړي وي.
01/11/2026

دا یې هم بل د خوښۍ خبر
ټولو هېوادوالو او مینه والو ته دې ډېر ډېر مبارک شي.
زمریان دې سرلوړي وي.

پاچا فابریکې لخوا د هانګ کانګ سېکسز په نړیوالو سیالیو کې د افغان ابدالیانو د تاریخي اتلولۍ په مناسبت مبارکي:🏆 د پاچا فاب...
01/11/2026

پاچا فابریکې لخوا د هانګ کانګ سېکسز په نړیوالو سیالیو کې د افغان ابدالیانو د تاریخي اتلولۍ په مناسبت مبارکي:
🏆 د پاچا فابریکې لخوا ټول افغان ولس او د کرکټ مینوالو ته د هانګ کانګ سېکسز ۲۰۲۶ نړیوالې اتلولۍ د ګټلو مبارکي وایو! 🇦🇫🔥
پاچا فابریکه د هېواد د غښتلو ځوانانو (افغان ابدالیانو) په دغه تاریخي او شانداره بریا ویاړي، چې په پایلوبه کې یې اسټرالیا ته ماتې ورکړه او یو ځل بیا یې د ټول هېواد پر شونډو موسکا راوسته. په هېواد کې د تلپاتې خوښیو او د کرکټ په ډګر کې د لا زیاتو بریاوو په هیله! 💎🏆

د رنګونو نړۍدولسمه موضوع: 🎨 ولې د رنګ لومړی قلم تل وروستۍ ښکلا نه شي ورکولای؟ایا پوهېږئ چې د دېوال د ښکلي او یو شان رنګ ...
01/11/2026

د رنګونو نړۍ
دولسمه موضوع:

🎨 ولې د رنګ لومړی قلم تل وروستۍ ښکلا نه شي ورکولای؟
ایا پوهېږئ چې د دېوال د ښکلي او یو شان رنګ لپاره اکثریت وخت له یوه قلم څخه زیات رنګ ته اړتیا وي؟
✅ لومړی قلم: د دېوال سطحه پوښي، خو کېدای شي پخوانی رنګ یا د دېوال نابرابري لا هم ښکاره وي.
✅ د وچېدو وخت: د بل قلم رنګ له لګولو مخکې د رنګ د جوړونکي یا رنګمال لارښوونې مراعت کړئ او اړین وخت ورکړئ.
✅ وروستی قلم: که اړتیا وي، د محصول یا رنګمال د لارښوونو مطابق بل قلم رنګ ولګوئ، څو رنګ یو شان او ښکلی ښکاره شي.
💡 مسلکي مشوره: د رنګ د قلمونو شمېر د رنګ کیفیت، د دېوال حالت او د رنګونو د توپیر له اندازې سره تړاو لري. بې‌ځایه ډېر رنګ مه لګوئ.
💬 تاسو د دېوالونو د رنګولو پر مهال عموماً څو قلمه رنګ کاروئ؟
📌 راتلونکې موضوع: د رنګ له اخیستلو مخکې د رنګ پر لوښي کوم معلومات باید ولولو؟
پاچا رنګ — کیفیت، ښکلا، دوام.
#رنګونه
#رنګ
#پاچا

01/11/2026

مبارک مبارک
زمریان دې نل وځلېږي. نن یې یو ځل بیا د هانګ کانګ د شپږ اوورېزه لوبو پایلوبه له سیالې لوبډلې (آسترالیا) څخه وګټله او د ملت زړونه یې روښانه کړل. 🏆🏆🏆

نن د اتلولۍ او تاریخ جوړولو ورځ ده! 🇦🇫🏆نن ورځ به زموږ اتلان د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو د کپ د ګټلو لپاره د اسټرالیا پ...
01/11/2026

نن د اتلولۍ او تاریخ جوړولو ورځ ده! 🇦🇫🏆
نن ورځ به زموږ اتلان د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو د کپ د ګټلو لپاره د اسټرالیا پر وړاندې د مبارزې ډګر ته ښکته شي.
د افغانستان په وخت د غرمې مخکې پوره ۱۱:۴۰ بجې دا برخلیک ټاکونکې لوبه پیلېږي. د دې سیالیو اصلي جذابیت په دې کې دی چې لوبه یوازې ۶ اوریزه ده؛ تاسې خو پوهېږئ چې په داسې لنډو لوبو کې احساسات، ولولې، سرعت، انرژي او هیجان خپل اوج ته رسېږي، هغه هم چې د اتلولۍ پایلوبه (فاینل) وي! 🔥🏏
الهي! نن زموږ پر شونډو د خندا او د دې رنځیدلي ملت د خوشحالۍ ورځ کړه. یا الله! په دې لوبه کې اسټرالیا ته یوه کوچنۍ شانتې ستره ماتې ورکړې او زموږ اتلو زمریانو ته یوازې سرلوړي او د بریا ستر جام ور په برخه کړې. آمین یا رب العلمین 🤲🇦🇫
راځئ ټول په ګډه د خپلو اتلانو ملاتړ وکړو او د بریا دعاګانې ورته وکړو! ستاسو وړاندوینې څه دي؟ د کمنټونو میدان ستاسو په خدمت کې دی! 👇
#پاچاهرنګ #پایلوبه

نن د تاریخ د جوړولو ورځ ده! 🇦🇫 افغان زړور زمريان د اسټرالیا پر وړاندې د اتلولۍ میدان ته کوزېږي! 🦁🔥د هانګ کانګ شپږ اوریزو...
01/11/2026

نن د تاریخ د جوړولو ورځ ده! 🇦🇫 افغان زړور زمريان د اسټرالیا پر وړاندې د اتلولۍ میدان ته کوزېږي! 🦁🔥
د هانګ کانګ شپږ اوریزو نړیوالو سیالیو پایلوبه نن یکشنبه د افغانستان پر وخت په پوره ۱۱:۴۰ بجو پیلېږي. د اسټرالیا په څېر قوي حریف ماتول او د نړیوال جام راوړل زموږ د اتلانو هدف دی. 👑🏆
ټول هېوادوال مو د اتلانو تر شا ولاړ دي او د بریا دعاګانې ورته کوي. د زړه له تله د بریا دعاء ورته وکړئ!
🤲
ستاسو په نظر د نن ورځې لوبه به څوک وګټي؟ خپلې وړاندوینې راسره شریکې کړئ!

د رنګونو نړۍیوولسمه موضوع:🎨 څنګه معلومه کړو چې د یوه اطاق لپاره څومره رنګ ته اړتیا لرو؟د رنګ له اخیستلو مخکې د دېوالونو ...
31/10/2026

د رنګونو نړۍ
یوولسمه موضوع:

🎨 څنګه معلومه کړو چې د یوه اطاق لپاره څومره رنګ ته اړتیا لرو؟
د رنګ له اخیستلو مخکې د دېوالونو د مساحت اندازه معلومول مرسته کوي چې نه رنګ کم راشي او نه بې‌ځایه ډېر واخیستل شي.
✅ لومړی: د هر دېوال اوږدوالی او لوړوالی اندازه کړئ.
✅ دویم: د هر دېوال اوږدوالی په لوړوالي کې ضرب کړئ، څو مساحت یې معلوم شي.
✅ درېیم: د ټولو دېوالونو مساحتونه سره جمع کړئ او د دروازو او کړکیو مساحت ترې منفي کړئ.
💡 مسلکي مشوره: د اړتیا وړ رنګ اندازه د رنګ پر پوښښ، د دېوال پر حالت او د رنګ په قلمونو پورې اړه لري. د رنګ پلورونکي یا رنګمال سره مشوره وکړی او د هغوی د مشورې مطابق رنګ واخلئ.
💬 تاسو د رنګ اخیستلو مخکې د اطاق مساحت حسابوئ، که د اټکل له مخې رنګ اخلئ؟
📌 راتلونکې موضوع: ولې د رنګ لومړی قلم تل وروستۍ ښکلا نه شي ورکولای؟
پاچا رنګ — کیفیت، ښکلا، دوام.
#پاچا



#رنګونه

رنګ مو راوړ، میدان مو یووړ! 🇦🇫🔥د هانګ کانګ شپږ اوریزو (Hong Kong Sixes) په نړیوالو سیالیو کې د افغان زمریانو بې ساري ځلې...
31/10/2026

رنګ مو راوړ، میدان مو یووړ! 🇦🇫🔥
د هانګ کانګ شپږ اوریزو (Hong Kong Sixes) په نړیوالو سیالیو کې د افغان زمریانو بې ساري ځلېدل او د فاینل لوبې ته وتل د ټول هېواد مبارک وي!
نن زموږ اتلانو لومړی عمان او بیا په نیمه پایلوبه (سیمی فاینل) کې سکاټلنډ ته په ګونډو کولو سره ثابته کړه چې په هر ډګر کې د پاچاهۍ رنګ لري. د ګلبدین نایب نننۍ طوفاني توپوهنه او د نورو ملګرو ښکلې کارکردګۍ د هر افغان زړه باغ باغ کړ. 👑🏏
سبا (د نومبر ۱ لومړۍ نېټه) د تاریخي اتلولۍ د ګټلو لپاره د اسټرالیا پر وړاندې لوی پاینل لرو. ټول ملت مو تر څنګ ولاړ دی او د بریا دعاګانې درته کوي.
انشاءالله جام به کابل ته راوړو! 🏆🇦🇫
ستاسو په نظر سبا فاینل کې د افغانستان لپاره کوم لوبغاړی تر ټولو ښه ځلېدلی شي؟ خپل نظرونه کمنټ کړئ! 👇
#پاچاهرنګ

🎉 بریا او ځلېدنه! د پاچا رنګ د هانګ کانګ نړیوالو سیالیو کې د افغان اتلانو ملاتړی! 🇦🇫🏏د هانګ کانګ سېکسز (Hong Kong Sixes)...
30/10/2026

🎉 بریا او ځلېدنه!
د پاچا رنګ د هانګ کانګ نړیوالو سیالیو کې د افغان اتلانو ملاتړی! 🇦🇫🏏
د هانګ کانګ سېکسز (Hong Kong Sixes) نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې، د افغانستان ابدالیانو لوبډلې سویلي افریقا ته د ۳ وېکټو په توپیر شانداره ماته ورکړه! 🏆✨
د پاچا رنګونو فابریکه ویاړي چې په دغو سیالیو کې د هېواد د دې قهرمانې لوبډلې ملاتړې ده.
📸 زموږ غښتلي لوبغاړي د «پاچا رنګونو» په باکیفیته بېټونو د لوبې ډګر ته ښکلا او هېواد ته ویاړ بښي. د افغان استعدادونو ملاتړ زموږ هدف دی! 🖌️💎
افغان اتلانو ته په راتلونکو لوبو کې هم د لا زیاتو بریاوو هیله کوو! 🙌
‏ #دپاچارانګونه

Address

PACHA Bazaar, Jada Maiwand, 2nd Phase, Opposite Of 40 Metra Street, Mamozai Plaza
Kabul
1053

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

+93772777747

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pacha Paints & Printing Industry posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Pacha Paints & Printing Industry:

Shortcuts

Share

Nearby engineering companies